د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

هېواد: پومپیو د جان کري په رول کې


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

کابل چاپ ډېریو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې افغانستان ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سفر او له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره د لیدو او دغه‌شان په افغانستان کې د کرونا ویروس د پېښو د زیاتېدو په اړه د دغه هېواد روغتیا وزارت د خبرداري په اړه مطالب چاپ کړي.

  • ویسا

ویسا نا دولتي ورځپاڼې خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړی دی، "پومپیو د جان کري په رول کې."

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، پرون بالاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو کابل ته راغی ترڅو د جان کري مأموریت ترسره کړي او د ولسمشریزو انتخاباتو لانجې حل کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکي، پومپیو پرون له دواړو ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره جلا جلا ولیدل او بیا ګډ هم سره کېناستل، خو د سرمقاله لیکونکي په خبره د خبرو جزئیات خپاره نه‌شول او داسې ویل کېږي چې ګډه غونډه د دواړو په مسکاوو بدرګه کېده، هغه‌شان چې د ۲۰۱۴ کال تر جوړجاړي وروسته چې د غني، جان کري او عبدالله یو تل‌پاتې تصویر ترې پاتې دی.

خو ویسا بیا په خپل یو بل مطلب کې لیکلي چې دا غونډه بې‌نتیجې پای ته ورسېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت بېګاه شپه د دغه غونډې د بې‌نتیجې اعلانېدو په غبرګون په خپله اعلامیه کې وویل چې افغانستان سره‌یې خپله یو میلیارد ډالر مرسته کمه کړې ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا کابل ته د پومپیو د سفر په اړه لیکلي، یو شمېر مغرضو کړیو د ښاغلي پومپیو راتګ ته دا رنګ ورکړی چې ګنې، د ۲۰۱۴ کال په څېر به یو ځل بیا امریکا د افغانستان نظام سره ووېشي او عبدالله عبدالله چې بیا هم د ټاکنو پایلې نه‌مني په نیم حکومت کې ورګډ کړي.

خو سرمقاله لیکونکي لیکلي چې افغان ولس دا ځل له خپل منتخب ولسمشر نه دا تمه نه‌لري او نه‌یې هم د دې لپاره په ټاکنو کې برخه اخیستې.

هېواد لیکلي، دا نظام د ټول ملت نظام دی او په دې هر څوک او هره ډله په خپله وړتیا کار کولای شي او دا اعلان د لوړې په مراسمو کې ولسمشر هم کړی دی.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه لیکلي دي.

د ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي، "د عامې روغتیا وزارت سپارښتنو ته باید پاملرنه وشي."

سرمقاله لیکونکی وړاندې لیکي، د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په کرونا ویروس د اخته کسانو د شمېر د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړی دی او دا ایجابوي چې زموږ حکومت هم لکه د نورو هېوادونو حکومتونو په څېر دې برخه کې تدابیر جدي کړي.

ورځپاڼه ټینګار کوي چې د هرات او کابل په شان ګڼ مېشتي ښارونه باید تعطیل شي.

XS
SM
MD
LG