د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

امنيتي چارواکي: د ولسمشر غني ساتونکى وژل شوى


ارشيف
ارشيف

د کابل پولیس وايي، د ولسمشر یو ساتونکی تېره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا ووژل شو.

د کابل د پولیسو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، قیام مقصودي تېره شپه په پغمان ولسوالۍ کې ووژل شو.

مقصودي د امېد په نوم له خپل یو همکار سره په شخصي سفر دغې ولسوالۍ ته تللی و، امېد هم په دغه پېښه کې ټپي شوی دی.

د کابل د امنیه قومندانۍ سرپرست محمد نبي بیان د شنبې په ورځ ازادي راډیو وویل، تر اوسه د دغې پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي خو څېړنې پیل شوې دي.

هغه زیاته کړه: "تر اوسه دا نه ده تثبیت شوې چې دا له مخه طرحه شوی کوم پلان و که تصادفي پېښه وه، خو کله چې دوی له نا پېژندو وسله والو سره مخ کېږي د دواړو لوریو له خوا په ډزو کې یو تن شهیدېږي او بل ټپي کېږي."

قیام مقصودي له اوو کلونو راپه دېخوا د ولسمشر د ساتونکي ګارد غړی و، نوموړي په ځینو بهرنیو سفرونو کې هم د ولسمشر ملګرتیا کوله.

قیام پنځه کاله مخکې واده کړی و او یوه لور او یو زوی ترې پاتې شول.

د مقصودي د تره زوی نجم الدین ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومت وغوښتل چې د نوموړي وژونکي ونیسي.
هغه وويل: "زمونږ غوښتنه له حکومت او دغه شان عدلي او قضايي ارګانونو دا ده چې د دغې پېښې عاملین ونیسي."

د ولسمشر د ساتونکي وژنه په کابل کې لومړنۍ پېښه نه ده، د کابل د امنیه قومندانۍ د سرپرست په خبره تر دغې پېښې یوه شپه مخکې د ملي امنیت یو کارکوونکی هم د پولیسو د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د نا پېژندو وسله والو له خوا ووژل شو.

تر دې مخکې بیا د ملي امنیت ریاست د جندر د برخې مشره جنرال شرمیلا فروغ وروسته له هغې چې پر موټر یې د ماین چاوده وشوه ټپي او بیا یې د سختو ټپونو له امله یې بیا ساه ورکړه.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د محمد اشرف غني د ساتنې د ځانګړې قطعې پر دوو غړو غلچکی برید څیړي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وایي، دغه برید تېر ماخوستن د پغمان ولسوالۍ په اړونده سیمه کې شوی چې د ولسمشر یو ساتونکی په کې وژل شوی او یو بل ټپی دی.

د ولسمشر د ساتنې د ځانګړې قطعې یا (پي پي ایس) دغه غړي په چکر تللي وو چې د برید هدف وګرځیدل.

د برید مسئولیت تراوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG