د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۱

برمک: ټول غير مسؤل وسله وال په امنيتي ځواکونو کې مدغم کوو


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي، په امنيتي ځواکونو کې د غير مسؤله وسله والو د ادغام او تنظيم لپاره په ترتيب شوې پالېسۍ بحث شوى دى.

ويس احمد برمک وايي، کورنيو چارو وزارت، له دفاع وزارت او ملي امنيت عمومي رياست سره په ګډه په دغې پالېسۍ کار کړى دى.

ویس احمد برمک
ویس احمد برمک

ښاغلي برمک وويل:

"هدف دا دى چې هغه غير مسؤل وسله وال کسان که د افغانستان په هره برخه کې وي، بايد قانوني او د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو په چوکاټ کې تنظيم شي، دفاع وزارت، د کورنيو چارو وزارت او د ملي امنيت رياست دغه پالېسي ترتيب کړې ده، پالېسي ترتيب او په امنيت شورا کې دوه یا درې وارې ورباندې بحث شوى دى، د دې پالېسۍ د تطبيق لپاره يو طرزالعمل هم ترتيب شوى دى."

د کورنيو چارو وزير تمه وښوده چې په راروانو څو اوونيو کې به په افغان ځواکونو کې د غير مسؤلو وسله والو د ادغام لپاره د ترتيب شوې پالېسۍ عملي کېدل پيل شي.

ويس احمد برمک وويل، حکومت تمه لري چې د دې پالېسۍ په تطبيق سره به په افغانستان کې د غير مسؤلو وسله والو فعاليتونه تر ډېره کنټرول او د دوى د خپلسرو کړنو مخنيوى به وشي.

تر دې مخکې له څو ولايتونو شکايتونه شوي وو چې دغه زورواکي په ځينو پروژو کې ونډه غواړي او د حکومت د عوايدو ټولولو په وړاندې يې خنډ جوړ کړى دى.

خلکو شکايت کړى و چې دغو وسله والو زورواکو او خپلسرو وسله والو په يوه او بله نامه زور زياتى ورسره کړى دى.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري په وروستيو کې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي چې زيات محلي زورواکي او غير مسؤل وسله وال له هغو موسسو او بنسټونو باج اخلي چې د دې ولایت په کلیوالو سیمو او ځینو ښاري برخو کې پراختیايي پروژې پلې کوي.

له کندوز ولايته هم په رارسېدلو راپورونو کې ويل شوي چې د غير مسؤلو وسله والو د زور زياتي له کبله ګڼو کورنيو اعتراضونه کړي.

تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې د غیر مسؤلو وسله والو کسانو او ډلو لېست ترتیب شوی او د ټولو نیولو ته تدابیر نیول شوي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي، په هېواد کې به د غير مسؤلو وسله والو تر څنګ، د زورواکو په وړاندې هم چې زيات وخت قوانين تر پښو لاندې کوي، اقدام کېږي.

ويس احمد برمک وويل، پوليس د دغو زورواکو په وړاندې د اقدام لپاره د محاکمو پرېکړو ته اړتيا لري.

دی زیاتوي:

"موږ هغه وخت اقدام کولاى شو چې د محکمو پرېکړې موجودې وي، د محاکمو د پرېکړو د تطبيق لپاره پوليس د قانون د عملي کوونکي ځواک په توګه په دغو مسايلو کې مداخله کوي، موږ ته هم د لومړنۍ سروې له مخې معلومه ده چې په کوم ولايت، کومې ولسوالۍ او کوم کلي کې څومره کسان وسلې لري او دوى څوک دي، زموږ د پالېسۍ تر تطبيق او د طرزالعمل له عملي کېدو وروسته به خپل کار پيل کړو."

په افغانستان کې د قانون د تطبيق په وړاندې لوى خنډ په دغه هېواد کې د خپلسرو وسله والو او زورواکو موجوديت ګڼل کېږي.

خو افغان حکومت وايي، په هېواد کې يې د زورواکو او خپلسرو وسله والو په وړاندې اقدامات کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت تېره اوونۍ وويل، د غير مسؤلو وسله والو يو مشر تميم شنسب چې تر يوې جګړې وروسته نيول شوى و، لويې څارنوالۍ ته معرفي کړى دى.

په دې جګړه کې د يوه پوليس د وژل کېدو او ٦ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شو.

د روانې ليندۍ مياشتې په لومړيو کې حکومت سیمه‌ییز قوماندان عبدالغني علي پور هم چې په غیر قانوني کړنو او له خلکو د پیسو په اخيستلو تورن و، په کابل کې ونیوه، خو د ده د پلویانو له لاریونونو وروسته په ضمانت خوشې شو.

ولسي جرګې د زورواکو او غير مسؤلو وسله والو د مشرانو د نيول کېدو هرکلى کړى دى.

XS
SM
MD
LG