د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د ملي امنیت عمومي رئیس وایي، علي پور بېرته په ضمانت خوشې شو


د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ د علي پور مشهور په قوماندان شمشېر د خوشې کېدلو په تړاو امنیتي مسؤلین خپلې عمومي غوندې ته بللي وو.

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزی وايي، پر علي پور د لګېدلو تورونو له امله نوموړی په عزت سره ونیول شو او بېرته په ضمانت خوشې شو.

معصوم ستانکزي دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وروسته له هغې وکړې چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړو او رئیس د نوموړي د بېرته نیول کېدلو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ستانکزي وویل، علي پور مکلف دی چې د قانوني لارو پر ځان د لګېدلو تورونو وضاحت ورکړي.

معصوم ستانکزی
معصوم ستانکزی

دی وایي:

"د ده په نیولو کې ټول قانوني اصول په پام کې نیول شوي، ملي امنیت د خپلو اطلاعاتو او کشفي معلوماتو له مخې خپل کار ترسره کړ، په ډېر عزت یې ونیو او د تحقیق لاندې و، خوشې کېدل یې داسې دي چې باالاحضار په ضمانت کې داسې څه شته، یو کس چې تحقیق ته وړل کېږي، په ضمانت خوشې کېږی او قانوني ستونزه پکې نشته، خو قانون باید پلی شي، دا کس تحقیق او محکمې ته راوړل کېږي، په دې برخه کې باید هېڅ شک موجود نه وي."

علي پور چې په قوماندان شمشېر مشهور دی، د یکشنبې په ورځ د کابل ښار په دشت برچي سیمه کې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو چې پلویانو یې له نیول کېدو سره سم په مظاهرو لاس پورې او د نوموړي خوشې کېدل وغوښتل.

د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ امنیتي مسؤلین د دغې قضیې په تړاو خپلې عمومي غونډې ته وربللي وو.

د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک د مشرانو جرګې په غونډه کې وویل، په دغو مظاهرو کې ۴۸ پولیس ټپیان او د پولیسو او ملي اردو د ځواکونو ۱۲غرفې ړنګې او یا سوځول شوي دي.

ښاغلي برمک دا هم وویل چې دغه مظاهره د مظاهرو له قانون سره سمه نه وه تنظیم شوې.

خو مظاهره کوونکو دغه ادعا رد کړې او ویلي يې دي، د مظاهرې په جریان کې پولیسو پر دوی ډزې کړي چې په نتیجه کې یې ۴ کسان وژل شوي او له ۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

له دغو مظاهره کوونکو امیر یګانه عظیمي تېره ورځ ازادي راډیو ته وویل، مظاهره کوونکو وسلې نه لرلې او د تاوتریخوالي اصلي لامل پولیس وو.

د کورنیو چارو امنیتي مرستیال تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې ویلي، پولیسو د مظاهرې په جریان کې ډزې نه دي کړي.

علي پور د خوشې کېدو په تړاو په خپله تعهدپاڼه کې لیکلي، که تېروتنه یې کړې وې، هیله ده چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت یې وبښي.

د علي پور په تعهدپاڼه کې راغلي چې دې چمتو دی چې خپله ټوله وسله، تجهیزات او مهمات راجستر او دولت ته یې وسپاري او د دولت په چوکاټ کې د یو سرتېري په توګه د دښمن پر وړاندې له ملي حاکمیته دفاع وکړي.

نوموړي همداشان په تعهدپاڼه کې ویلي چې د سپین ږیرو په ضمانت به تر هغې پورې په کابل کې وي چې تحقیقات یې پای ته ورسېږي او د دې لپاره به هره ورځ امنیتي ارګانونو ته ورشي.

ده دا هم ویلي چې که پر وړاندې یې د خلکو ادعاګانې موجودې وي، چمتو دی چې عدلي او قضايي ارګانونو ته ځواب ووايي.

عبدالغني علي پور چې شااوخوا دوه ورځې د ملي امنیت په توقیف کې و، د ولسمشرۍ ماڼۍ دوهم معاونيت د دوشنبې د ورځې ماښام د علي پور د خوشې کېدو خبر ورکړ.

په اعلامیه کې راغلي چې د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش له علي پور او نورو نه غوښتي چې د هېواد حساس شرایط درک او له حکومت سره همکاري وکړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار د غوندې په سر کې او د امنیتي مسؤلینو تر څرګندونو مخکې د علي پور د خوشې کېدو په تړاو د سناتورانو تر انتقادونو وروسته وویل چې نوموړی دې بېرته ونیول شي چې د هېواد په عدلي او قضايي ارګانونو کې په قانوني توګه، پر ځان د لګېدلو تورونو په اړه ځواب ووايي.

فضل الهادي مسلمیار
فضل الهادي مسلمیار

نوموړي وویل:

"زموږ دغه وروڼه چې فکر کوم د ټول هزاره قوم نماینده ګي یې نه کوله، ښه به دا وه چې دوی د قانون ملاتړ کړی وای، که تاسې یې تأییدوئ، زما پرېکړه په جدیت سره دا ده چې موږ د یو مجرم د خوشې کولو طرفدار نه یوو، له امنیتي مسؤلینو او د عدلي او قضايي ارګانونو او لوېې څارنوالۍ نه مو هیله دا ده چې علي پور بېرته محبس ته یوسي، تأیید ده، سناتور صاحبانو؟"

د یادونې ده چې په کابل کې د علي پور تر خوشې کېدو وروسته د مظاهرو په سیمه کې اوس وضعيت خپل اصلي حالت ته راګرځېدلی دی.

XS
SM
MD
LG