د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

ولایتي شورا: په سمنګان کې زورواکي د پراختیايي پروژو له پلي کوونکو باج اخلي


د سمنګان د ولایتي شورا غړي محلي زورواکي او نا مسؤله وسله وال د پراختیايي پروژو له پلي کېدو په باج اخيستنې تورنوي.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال محمد هاشم سروري ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې اکثره سیمه ییز مخور، محلي زورواکي او نا مسؤله وسله وال له هغو موسسو او بنسټونو باج اخلي چې د دې ولایت په کلیوالو سیمو او ځینو ښاري برخو کې پراختیايي پروژې پلې کوي.

هغه وویل چې دا وسله وال کسان د پروژو له امکاناتو او وسایلو هم په شخصي ټوګه ګټه پورته کوي.

ښاغلي سروري وویل:

"مخه ور کسان، سیمه ییز زورواکي او وسله وال په کلیو او نورو سیمو کې د پراختیايي پروژو له تطبیق باج اخلي، دوی د یادو پروژو له امکاناتو ګټه پورته کوي او له موسساتو پیسې غواړي، د دې کار ښه بېلګه په دره زندان سیمه کې د اوبو د کانال له یوې پروژې د یوه سیمه ییز قوماندان باج اخيستنه ده."

د سمنګان د ولایتي شورا دا غړی وايي چې د دولت مخالف وسله وال هم د نورو خپل سره وسله والو په شان په دې ولایت کې د کانونو له استخراج او د ډبرو سکرو د کاروانونو له انتقاله هم باج اخلي.

سره له دې چې د سمنګان دولتي چارواکي په دې ولایت کې د ناقانونه وسله والو او محلي زورواکو پراخ حضور تأیدوي، خو د هغوی په باور چې یادو کسانو د پراختیايي پروژو د پلي کېدو مخه نه ده ډب کړې.

د سمنګان د والي مرستیال صفت الله سمنګاني ازادي راډیو ته وویل چې همدا اوس مهال د سمنګان په مختلفو ولسوالیو کې د تعلیمي مرکزونو د جوړولو، د اوبو رسونې د کانال کاږلو او د کرنې د ودې څو پروژې د پلي کېدو په حال کې دي چې تر دې دمه یې له یادو پروژ د محلي زورواکو د باج اخيستنې راپور نه دی ترلاسه کړی.

هغه په دې هکله وویل:

" تر دې دمه کومې موسسې د محلي روزواکو او سیمه ییزو وسله والو له خوا د باج اخيستنې څخه مونږ ته شکایت نه دی کړی چې مونږ یې په اړه اقدام وکړو، همدا اوس مهال په سمنګان کې پر څو پراختیايي پروژو کار روان دی. "

په داسې حال کې د سمنګان د ولایتي شورا غړي د پراختیايي پروژو د پلي کېدو د سیمه ییزو زورواکو او نا قانونه وسله والو د باج اخيستنې په اړه اندېښنه ښيي چې تر دې دمخه د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم په لرغونو سیمو کې د محلي روزواکو له خوا د ودانیو جوړولو او د هغو سیمو د خپلسرو کېدنو په اړه شکایت کړی دی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG