د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

'افغانستان کې ښځینه منسوبینې له سختو ګواښونو سره مخ دي'


افغان ښځینه پولیس د دندې پرمهال- ارشیف
افغان ښځینه پولیس د دندې پرمهال- ارشیف

په افغانستان کې ښځينه منسوبينې وايي، د دندې پر مهال له سختو ګواښونو سره مخامخې دي.

فريده هاشمي وايي، ګواښونه‌يې پر ځان منلي، خو بيا يې هم د خلکو د خدمت لپاره د کابل د پوليسو په اکاډمۍ کې نوم‌ليکنه کړې ده.

هغې روېټرز خبري اژانس ته ويلي: "اکثره وخت زيات زنګونه راځي، ګواښونه راته کېږي چې ولې پوليسو ته ورغلې يم او راته وايي چې ترور کوو دې، خو زه هېڅ ډول وېره نه‌لرم، په وياړ سره راځم او له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه جنګېږم."

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون وايي په ملي اردو، ملي پوليسو او ملي امنيت کې د ښځينه‌وو شاملول لا هم بېلابېل چلنجونه او ستونزې لري.

دغه کمېسيون وايي په خپل دوه کلن راپور کې يې د کورنيو چارو وزارت، دفاع وزارت او د ملي امنيت عمومي رياست له ٢ زره ٢٧٢ ښځينه منسوبينو څخه د دوى د کاري موضوعاتو په اړه د خپلو ښځينه ناظرانو په مرسته پوښتنې کړې دي.

د کمېسيون په راپور کې ويل شوي چې دفاع وزرات او په ولايتونو کې د ملي امنيت رياستونو له ښځينه مرکه کوونکو سره همکاري نه‌ده کړې، ځکه نو په راپور کې د ملي اردو د ښځينه سرتېرو ونډه د ښځينه پوليسو په نسبت کمه ده.

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنر او وياند شکر الله مشکور
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنر او وياند شکر الله مشکور

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون کمېشنر او وياند شکر الله مشکور د دغه کمېسيون د دوه کلن راپور د جزئياتو په اړه تېره شپه ازادي راډيو ته وويل: "څېړنه د کمېسيون د ١٤ دفترونو د ښځينه کارکوونکو له‌خوا د يوه معياري پوښتنليک له مخې د مخامخ مرکې په ډول ترسره شوې ده، په امنيتي او دفاعي ارګانونو کې له ٢٢٧٢ ښځينه منسوبينو سره مرکې شوې دي، په کاري چاپېريال کې د تبعيض او ځورونې په اړه بحث شوى دى، هڅه شوې چې د مرکه ورکوونکو فردي مشخصات ذکر نه‌شي، څو د پوښتنو په ځوابولو او د شته ستونزو په مطرح کولو کې مرکه ورکوونکي خاطر جمع وي."

د بشر حقونو خپلواک کمېسيون په راپور کې ويل شوي چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له ښځينه غړو سره لا هم د نارينه همکارانو له‌خوا تبعيض کېږي.

راپور وايي دغه ښځينه منسوبينې په هېواد کې دننه او بهر د ظرفيت لوړونې او امتيازونو په برخه کې هم له تبعيض سره مخامخې دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسيون په راپور کې د پوښتل شويو له جملې ٥٣،۷ فيصدو ويلي چې د دفاعي او امنيتي ارګانونو د درې واړه ادارو په تصميم نيولو او پالېسۍ جوړونه کې دوى ته ونډه نه‌ده ورکړل شوې.

د راپور موندنې ښيي چې په دفاعي او امنيتي ځواکونو کې لا هم د ښځينه منسوبينو ځورونه دوام لري.

د کمېسيون د راپور په حواله د ځورونې دا اندازه ښايي زياته وي، ځکه زياتو پوښتل شويو ښځينه منسوبينو په دې اړه د ځينو حساسيتونو له کبله د معلوماتو له ورکولو ډډه کړې ده.

د افغانستان په دوديزه ټولنه کې په امنيتي او دفاعي ځواکونو کې د ښځينه منسوبينو رول مهم ګڼل کېږي.

د هلمند اوسېدونکې سرداره وايي د کورونو د تلاشۍ پر وخت ښځينه پوليسو ته ترجېح ورکوي.

هغه زیاته کړه: "له پوليسو ډېر راضي او خوشحاله يو چې کليو ته ځي تلاشي کوي، د نارينه‌وو په نسبت ښځينه پوليسې بهتره دي، په ښځينه پوليسو ډېر خوشحاله يو چې موږ او وطن ته خدمت کوي."

هڅه مو وکړه د بشر حقونو خپلواک کمېسيون د تازه راپور په اړه د دفاع، کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت د عمومي رياست نظر هم راواخلو چې د دغو ادارو ويندويان مو پيدا نه‌کړاى شول.

XS
SM
MD
LG