د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۶

کورنیو چارو وزارت: د ښځینه پولیسو د ځورونې پېښې کمې شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د ښځینه پولیسو د ځورونې پېښې کمې شوي دي.

دا وزارت وایي چې په تېرو وختونو کې د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د ځورونې پېښې ډېرې وې خو د دوی د کوښښو او لازمو کړن‎لارو د رامنځته کولو سره د ځورونې په دغه رقم کې کموالی راغلی دی.

د نوموړي وزارت ویاند صدیق صدیقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دوی د ځورونې او په دې اړه ورسېدلو شکایتونو ته رسیده‎ګي کړې او عاملین‌یې د قانون منګولو ته سپارلي دي.

صدیقي: د ښځینه پولیسو په اړه شکایتونو ته رسیده‎ګي شوې او عاملین یې د قانون منګلو ته سپارل شوي
صدیقي: د ښځینه پولیسو په اړه شکایتونو ته رسیده‎ګي شوې او عاملین یې د قانون منګلو ته سپارل شوي

ښاغلي صدیقي زیاته کړه:

"په هره برخه کې چې د زور زیاتي پېښې او ستونزې وي، موږ هڅه کړې چې هلته ځان ورسوو او دا وړتیا او توان شته چې په راتلونکي کې هم رسېده‎ګي ورته وکړو، کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې دغه ننګونې او ستونزې لیرې کړي او کومې کړنې چې دوی ترسره کړي ورسره تر یوه حده وضعیت ښه شوی دی."

ښاغلي صدیقي همداراز وویل چې کورنیو چارو وزارت ژمن دی چې د ښځینه پولیسو وضعیت ښه‌والی ومومي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازي فرانز مایکل مېلېبن د تېرې چهار شنبې په ورځ په کابل کې "د پولیس راتلونکې" تر نامه لاندې یوه ناسته کې وویل چې د ښځینه پولیسو پر وړاندې ځینې ننګونې شته چې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي دي.

مېلېبن: ځیني افغان پولیس سیاسي اړیکو ته ډېر وفاداره دي
مېلېبن: ځیني افغان پولیس سیاسي اړیکو ته ډېر وفاداره دي

بل‌خوا اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په همدې ناسته کې ویلي چې که په ادارو کې ښځینه پولیسو سره په سم ډول چلند ونه‎شي نو خلک به په هېڅ ډول خپلو خویندو او لورګانو ته د پولیسو په لیکو کې د ګډون اجازه ورنه‎کړي.

د ښځینه قشر امنیت، د نارینه او ښځینه مأمورینو تر منځ دوه ګونی چلند او د ښځینه پولیسو پر وړاندې ټولنیزه بدبیني هغه ستونزې او ننګونې دي چې د افغانستان د بشر حقونو کمېټې مشرې سیما سمر ورته اشاره کړې.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جان نېکولسن ویلي چې د روان کال په جولای میاشت کې ۹۰۰ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند په خبره چې د ښځینه پولیسو شمېر په اوس وخت کې په ټوله‌یيزه توګه ۲۸۶۳ تنه دی او هڅه‌یې دا ده چې تر راتلونکو لسو کلونو پورې دغه شمېر ۱۰ زرو ته ورسوي.

په همدې حال کې یو شمېر د امنیتي چارو کارپوهان وایي چې که د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو د ځورونې چاره له‎منځه لاړه نه‎شي، ښايي دغه ځواک نور د پولیسو په لیکو کې دندې ته حاظر نه‎شي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ولې او کوم لاملونه دي چې د ښځینه پولیسو د ځورونې لامل کېږي.

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستانی
د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستانی

د امنیتي چارو کارپوه جاوید کوهستاني یې په اړه داسې وویل:

"د پوهې او روزنې نشتوالی او د پولیسو په منځ‎ کې د مسلکي کچې شته ټیټوالی د دې لامل شوی چې په امنیتي جوړښتونو کې دغه ډول ستونزې تر سترګو کېږي چې له دوی سره د نورو ښځو یوځای کېدو پر وړاندې یو لوی خنډ ګرځي."

ښاغلي کوهستاني ټینګار وکړ چې له دې ستونزې نه د وتلو لپاره باید د پولیسو په لیکو کې د ښځینه پولیسو شمېر زیات شي.

دی زیاتوي چې د پولیسو لپاره دې حقوقي بنسټونه جوړ شي او په پولیسو کې دې د ناپوهه کسانو له جذبولو ډډه وشي.

راپور: سهارګل امیرزی

XS
SM
MD
LG