افغانستان کې د خوراکي توکو لوړې بیې؛ افغان کورنۍ خپل د اړتیا وړ توکي نه‌شي پېرلی

ارشیف، منډوي، په کابل ښار کې د خوراکي توکو یو لوی بازار

په داسې حال کې چې په افغانستان کې اکثر خلک د ژمي په درشل کې لومړني خوراکي مواد لکه اوړه، غوړي، وریجې او سونګ لپاره لرګي پېري، راپورونه وايي د دغو موادو بیې بیا هم نسبت پخوا ته لوړې دي.

د کابل اوسېدونکې مژګان چې د اووه کسیزې کورنۍ لګښتونه برابروي په دې وروستیو کې ازادي راډیو ته وویل چې د بیو د لوړوالي له امله د اړتیا وړ ځیني مواد نه‌شي اخیستلای.

دا وايي: "موږ مخکې یوه بوجۍ وړه په ۱،۲۰۰ افغانۍ اخیستل، خو اوس ۱،۸۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي. بوره هم مخکې یوه کیلو ۵۰ افغانۍ وه اوس تقریباً ۸۰ افغانۍ شوې ده. د همدې ګرانۍ له امله مجبوره شوم چې ځیني خوراکي توکي لکه غوښه او د چرګ غوښه له لېست وباسم څو نور ضروري لګښتونه پوره کړو."

د ګلثوم په نوم د لوګر ولایت اوسېدونکې او د ۷ ماشومانو مور هم د بیو له لوړوالي شکایت کوي: "زه د خپلو اتو اولادونو سرپرستي کوم، د ناوړه اقتصادي حالت څخه کړېږم او د ما لپاره کار نه‌شته، د وړو، غوښې او وریجو بیې ډېرې لوړې شوې دي او موږ نه‌شو کولای خپلو ماشومانو ته داسې خواړه برابر کړو چې پروتین او ویټامین ولري، مجبور یو چې ارزانه سبزي واخلو."

ارشیف، د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په منډوي کې د خوراکي توکو د پېر پر مهال

د خوړو نړیوال پروګرام تازه موندنې هم ښيي سره له دې چې د بهرنیو اسعارو په وړاندې افغانۍ پیاوړې پاته شوې، خو په عین حال کې د افغانستان په بازارونو کې د اساسي خوراکي توکو په بیو کې کموالی نه‌دی رامنځته شوی.

د دغه سازمان راپور وايي د اکټوبر د میاشتې په درېیمه اوونۍ کې په داسې حال کې چې یو امریکايي ډالر په ۶۴.۹ افغانۍ تبادله کېده او نسبت تېر کال ته ۳ سلنه پیاوړی و د هېواد په کچه د بیو په اوسط کې د مخکېنۍ اوونۍ په پرتله عموماً لږ بدلونونه ولیدل شول، خو د ځینو توکو بیې د تېر کال او د تېرو درېیو کلونو د اوسط بیو په پرتله لا هم لوړې پاتې شوې.

راپور زیاتوي د سیمه‌ییزو سوداګریزو لارو د اختلال او د وارداتو د بهیر د ټکني کېدو له امله، د اوړو، غنمو، وریجو، شکرې او غوړیو بیې د عرضې له فشار سره مخ او لوړې پاته شوې.

خو په عین حال کې، د کورنیو حبوباتو بیې د عرضې د زیاتوالي او منځنۍ اسیا څخه د وارداتو له کبله نسبتاً ټیټې پاتې شوې دي.

د دې لامل په کور دننه د عرضې زیاتوالی، سیمه‌ییز تولید او له منځنۍ اسیا څخه واردات ګڼل شوي دي.

ارشیف، د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په منډوي کې د خوراکي توکو د پېر پر مهال

له بلې خوا، د صادراتو محدود فرصتونه او کمزورې تقاضا د بیو د ټیټېدو لامل شوي دي.

اقتصادي کارپوهان وايي په بهرني واراداتو تکیه او د داخلي تولید محدودیت بیې عموماً لوړې او د خلکو د پېر وړتیا کمزورې کړې ده.

د ایکو د اقتصادي همکاریو د سازمان د سوداګرۍ خونو پخوانی مشر اذرخش حافظي وايي په بیو کې بدلون یوازې د ملي پولي واحد ثبات پورې تړلی نه‌دی، بلکې د تجارتي لارو تړل کېدل او د وارداتو د لګښت زیاتوالی هم د بیو په لوړوالي کې رول لري.

ښاغلی حافظي زیاتوي: "صحیح ده چې افغانۍ د ډالر په وړاندې د ۶۵ په شاوخوا کې تبادله کېږي او د پخوا په پرتله ډېره غښتلې شوې ده، ولې دا هم باید په پام کې ولرو چې په منطقه کې جګړه روانه ده، لارې بندې دي، د پاکستان لار چې زموږ ترانزیتي لار وه او په عین زمان کې زموږ تجارتي لار وه او پاکستان سره راکړه ورکړه مخکې تقریباً رسمي او غیر رسمي شاوخوا ۵ میلیارده ډالر وه، اوس صفر ته رسېدلې ده او تاسو ته پته شته کله چې له پاکستانه مال بارېده په هماغه ورځ د ننګرهار په مارکېټ کې یا د کابل په مارکېټ کې مشتریانو ته ورکول کېده، خو اوس چې موږ بدیلې لارې پیدا کړې دي دا بدیلې لارې لګښتونه‌یې زیات دي. اوس د یوې شپې په ځای میاشت وخت نیسي ترڅو مال جایداد ته ورسېږي. "

ارشیف، په کابل کې د خوراکي توکو یو پلورنځی

ښاغلی حافظي زیاتوي چې د خوراکي موادو او سونګ توکو بیې عموماً په سیمه او نړۍ کې لوړې شوي او که پولي ثبات نه‌وی، نو افغانستان کې به بیې تر دې نورې هم لوړ شوې وی.

هغه وايي چې د هېوادوالو د پېر د توان د پیاوړتیا لپاره باید خصوصي او دولتي سکټورونه د نړیوالې ټولنې په ملاتړ ګډې هلې ځلې وکړي ترڅو د کار زمینې برابرې او بې‌کاري کمه شي او د دې لپاره یو مناسب سیاسي بستر ته اړتیا ده.

د خوړو نړیوال پروګرام چې هره اوونۍ د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه د خوراکي موادو د بیو معلومات راټولوي په خپل وروستي راپور کې وايي د سونګ توکو او سرې بیې لا هم لوړې پاتې دي چې له امله‌یې پر کرنیز تولید، ترانسپورټ او د کورنیو د پېرلو پر وړتیا فشار زیات شوی دی.