د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۷ تله ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۲۶

د جګړو او ناامنیو له امله د افغانستان د سرحدي سیمو یو شمېر بې‌ځایه شوي له سخت بشري ناورین څخه سر ټکوي

انځور له ارشیف څخه.
انځور له ارشیف څخه.

جګړو او ناامنیو بې‌کوره کړې دا کورنۍ وايي، په داسې حال کې له خپلو سیمو په پرله‌پسې توګه کډو ته اړ کېږي چې په خبره یې، یو خوا یې د مني په راتګ سیمې سړې او ورښتونه پیل شوي او بل خوا ته یې ناامني ژوند ګواښي.

د پکتیا ولایت د څمکنۍ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي، چې درې میاشتې وړاندې پر دغه ولایت د پاکستان په یوه هوایي بمبار کې سخت ټپي شوی هم و، ازادۍ راډیو ته وویل: «دلته د ډیورند کرښې ته نږدې څمکنیو ولسوالۍ کې خلک له تېرو ۸ میاشتو راهیسې د جګړو له امله کوچېدلي او ځینې یې اوس خپلو کورونو ته ګرځېدلي.»

دی زیاتوي، چې لا یې هم کلي کې یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو له امله له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي وو، په نامناسبو سرپناوو کې ژوند تېروي.

ده د نوم نه خپرولو په شرط ازادۍ راډیو ته وویل: «د دې لپاره چې دا د برید سیمه مو غرنۍ ساحه ده، ساړه په‌کې ډېر او د خلکو اقتصاد هم خراب دی او د سونګ توکو وس هم نه‌لري، دغو بریدونو کې دردېدلې کورنۍ، چې ډېری یې ژوبلې شوې هم وې، اوس هم د جګړو وېره لري، ځکه چې کله کله د جېټ الوتکو ګزمې کېږي.»

دی وایي، ډېری کلیوال یې د ورځې په خپل کور کې وي او د شپې چې د الوتکو غږونه واوري، له سیمو راوځي. د پاکستان حکومت د روان زېږدیز کال د جون میاشتې پر ۲۸مه د شپې ناوخته د څمکنۍ ولسوالۍ پر مندوخېل کلي هوایي بریدونه وکړل، چې د طالبانو د حکومت د ادعا له مخې په هغه برید کې ۲۸ ملکیان ووژل شول او ۱۵۸ نور په‌کې ټپیان شول.

دغه ډول پر دغه برید سربېره د افغانستان په ځینو نورو ولایتونو، لکه پکتیکا او ننګرهار کې هم د پاکستان او طالبانو تر منځ د نښتو او هوایي بمباریو له امله زیانمنې شوې کورنۍ وایي، چې یو خوا یې د جګړو وېره کړوي او بل خوا د مني سړه هوا پرې په نامناسبو سرپناوو کې راغلې ده.

د جګړو له امله چې کوم خلک کډه شوي، اوس هم بې‌ځایه دي
محمدالله د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي

د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله هم وویل: «د جګړو له امله چې کوم خلک کډه شوي، اوس هم بې‌ځایه دي، بل خوا د یخنۍ موسم دی او بل لوري ته حالت هم برابر نه‌دی او وخت‌ناوخت د پاکستان الوتکې پکتیکا خوا ته راځي.»

محمدالله هم وایي چې کله د الوتکو غږ واورېدل شي، د کورنیو ماشومان سخت وېرېږي او له همدې امله خلک خپلو سیمو ته نه‌شي ستنېدلي. برمل ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې ولسوالي ده، چې وخت‌ناوخت یې اوسېدونکي د پاکستاني ځواکونو او طالبانو د سرحدي نښتو شاهدان وي.

د افغانستان پر سوېل ختیځې حوزې سربېره ختیځ کې هم خلک له ورته وضعیت سره مخ دي. د ننګرهار د لعل‌پورې ولسوالۍ یو اوسېدونکی نادر مومند بیا وایي، که څه هم د دوی په سیمو او مومند درې ولسوالۍ کې د جګړو له امله کده شوي خلک خپلو سیمو ته ستانه شوي دي، خو په خبره یې، د ډېریو خلکو سرپناوې ویجاړې شوې دي، چې له دغه امله له سختو ستونزو سره مخ دي: «د لعل‌پورې او مومند درې ولسوالیو خلک چې د تورخم، ډکې، د لعل‌پورې د سربند او مرکزي سیمو د جګړو له امله کډوال شوي وو او خیمې یې وهلې وې، اوس خپلو سیمو ته ستانه شوي، دوی ډېر وخت دښتو او خیمو کې تېر کړ او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، خو هوا ډېره سړه شوې ده، څو ورځې بارانونه هم وشول، چې د خلکو زیاتې ځمکې او کورونه، چې نورې سرپناوې نه‌لري، تخریب کړي دي.»

دوی له اړوندو ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې له بې‌ځایه شویو کورنیو سره بېړنۍ بشري مرستې وکړي، خوندي سرپناه ورته برابره کړي او د ملکي وګړو د ژوند او خوندیتابه لپاره لازم ګامونه پورته کړي.

پاکستان تر ټولو تازه، د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د کونړ ولایت په شلتن ولسوالۍ او د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي ووژل او ۹ نور یې ټپیان کړل.

دا هغه شمېرې دي، چې یوناما تایید او اعلان کړې دي. تر دغه برید وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد اعلان وکړ، چې «دوی دغه جنایت غندي او د ټولو منل شویو اصولو خلاف یې تجاوز او جنایت بولي.»

خو پاکستان ویلي دي، چې بریدونه یې د وسله‌والو پر اهدافو کړي دي. تر هغه مخکې، د ۲۰۲۶ز کال د سېپټمبر پر ۱۸مه، د خیبر پښتونخوا ایالت په کوهاټ کې د پولیسو پر کمپ او جومات برید وشو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راپور له مخې، په دغه برید کې ۲۴ کسان ووژل شول او لږ تر لږه ۸۸ ټپیان شول. پاکستان ادعا وکړه، چې بریدګرو له افغانستان سره تړاو لاره، خو د طالبانو حکومت دا ادعا رد کړې ده.

د یوناما د ۲۰۲۶ز کال له جنورۍ څخه د اکتوبر تر لومړۍ نېټې راپورونو له مخې، د پاکستان په هوایي بمباریو او د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د سرحدي نښتو له امله تر ۱۱سوه ډېر ملکیان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال د ډېسمبر له پیل راهیسې په بېلابېلو ولایتونو کې هوایي بریدونه پیل کړي دي، چې ګڼ عام افغانان یې په سرحدي سیمو او ولایتونو کې په پرله‌پسې توګه د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ ویستلي دي.

پاکستان ادعا کوي، چې دغه بریدونه د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو وسله‌والو ډلو پر پټنځایونو تر سره کوي؛ خو د افغان طالبانو حکومت چارواکي دغه بریدونه د افغانستان د حاکمیت نقض بولي او وايي چې د پاکستان د امنیت ستونزه د هغوی کورنۍ مسله ده، چې پړه یې پر دوی اچوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ز کال د جون تر ۳۰مې په افغانستان کې ۵۴،۶۶۲ کسان د روان کال په اوږدو کې د جګړو له امله نوي بې‌ځایه شوي دي.

دغه وضعیت داسې وخت پېښ شوی دی، چې د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د راپورونو له مخې، د بې‌ځایه شویو کورنیو د سرپناه، خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو او د ښځو او ماشومانو د خوندیتابه په اړه د مرستو د کمښت له امله اندېښنې لا پر ځای دي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG