د کابل یوه اوسېدونکې مروه، چې د درېیو ماشومانو مور ده، ازادۍ راډیو ته وايي: «زه چې خپلو اولادونو ته یوه هګۍ هم نهشم پخولی، تر دې به نو ژوند نور څومره خراب وي؟»
مروه وايي، د اقتصادي ستونزو له امله خپلو ماشومانو ته بېلابېل کافي خواړه نهشي برابرولی. د هغې درې ماشومان له پینځو کلونو کم عمرونه لري. مروه وايي، خاوند یې په یوه سرای کې چوکیدار دی او د کورنۍ ډېره برخه عاید د کور په کرایه، اوبو، برېښنا او نورو ورځنیو اړتیاوو لګېږي.
دغه کوچنی ماشوم مې ډېر ټینګار کوي چې هګۍ راته پخه کړئ، ژاړي او شور کويمروه د کابل اوسېدونکې
هغې ازادۍ راډیو ته زیاته کړه: «دغه کوچنی ماشوم مې ډېر ټینګار کوي چې هګۍ راته پخه کړئ، ژاړي او شور کوي، د یخچال تر څنګ ودرېږي، موږ یخچال ورته خلاص کړو او وښیو چې هګۍ پهکې نهشته، ورته وایو که هګۍ وای، خامخا به مو درته پخه کړې وای، دوه نور ماشومان مې لږ لوی دي، هغوی په خبره پوهېږي، خو دغه کوچنی دی نه پوهېږي.»
خو دا ستونزه یواځې د مروه کورنۍ نهلري؛ په افغانستان کې یو شمېر نورې کورنۍ هم وايي، اقتصادي ستونزو ورته خپلو ماشومانو ته د کافي او مناسبو خوړو برابرول ستونزمن کړي دي.
د بلخ اوسېدونکې نجلا، چې د شپږو ماشومانو مور ده، وايي د خاوند میاشتنۍ تنخوا یې د کورنۍ یواځېنۍ عایداتي سرچینه ده، خو دغه عاید د ژوند د ټولو لګښتونو او ماشومانو ته د بېلابېلو خوړو د برابرولو لپاره بسنه نهکوي.
هغې ازادۍ راډیو ته وویل: «زه خپله هېڅ عاید نهلرم، خاوند مې ښوونکی دی، د هغه معاش د کورنۍ لګښتونه نه پوره کوي، اوس مو ټوله هڅه دا ده چې لږ تر لږه ماشومان په وچه ډوډۍ ماړه کړو، کله چې ماشومان دسترخوان ته کېني، هغه څه چې غواړي، موږ یې ورته نهشو برابرولی، ډېر مې زړه خوږېږي، مثلاً زوی مې سهار یوه وړه غوښتنه کوي، وايي: مورې، شیدې او هګۍ غواړم، زه یې له کومه کړم؟ نهشم کولای هم شیدې او هم هګۍ ورته برابرې کړم، طبیعي ده چې زړه مې ډېر پرې خوږېږي او ستونی مې ډک شي.»
په کابل کې یوه بله ښځه، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي خاوند یې په یوه دولتي اداره کې کار کوي، خو عاید یې دومره نهدی، چې د ماشومانو ټولې غذایي اړتیاوې پرې پوره کړي، له همدې امله اړه ده، چې د ځینو خوراکي توکو پر ځای نور ارزانه توکي وپېري.
هغې ازادۍ راډیو ته وویل: «زما درې واړه ماشومان هګۍ ډېرې خوښوي، خو زه یې هره ورځ نهشم ورته برابرولی، کله یې پر ځای ورته د اوړو لېټۍ پخوم، نن غرمه مې هم ورته آش پوخ کړی و.»
د تغذیې متخصصان وايي، د ماشومانو د ودې په کلونو کې د خوړو تنوع او متوازن خوراک ډېر اړین دی، خو هغه کورنۍ چې اقتصادي توان یې کم دی، کولای شي د نسبتاً ارزانو خوراکي توکو په کارولو د ماشومانو د بدن د اړتیا وړ مُغذي موادو یوه برخه پوره کړي.
د داخله او ماشومانو د ناروغیو متخصص ډاکټر سرور خالد ازادۍ راډیو ته وویل، که ماشومان د ورځې یا د اوونۍ په اوږدو کې بېلابېل خواړه وخوري، دا یې د بدن د اړتیاوو په پوره کولو او د مُغذي(ځواکمنونکو) موادو د کمښت په مخنیوي کې مرسته کوي.
هغه زیاته کړه: «بدن بېلابېلو غذایي موادو ته اړتیا لري، مثلاً کاربوهایډرېټ د وچې ډوډۍ، وریژو، کچالو او ورته نورو خوړو له لارې تر لاسه کولی شو، د پروټین لپاره هم حتمي نهده چې کورنۍ دې ډېرې پیسې ولري او غوښه دې واخلي، په کمه بودیجه هم د عدسو، دالو، لوبیا او نورو حبوباتو په کارولو پروټین تر لاسه کېدای شي.»
په کابل ښار کې یو دوکاندار، سمیعالله، وايي یو لېټر د غوا شیدې په ۶۰ افغانیو، یو کیلو د چرګ غوښه په ۲۱۰ افغانیو، یوه فارمي هګۍ په ۹ او یوه کورنۍ هګۍ په ۱۰ افغانیو پلورل کېږي.
د هغه په وینا، د یوه کیلو عدسو یا دالو بیه هم له ۶۰ تر ۷۰ افغانیو پورې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق، یونیسیف، د ۲۰۲۶ز کال د جولای پر ۱۲مه په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د خوړو د تنوع کمېدل، د خوړو د ځینو وختونو پرېښودل او ماشومانو ته د کمو خوړو ورکول د غذایي ناامنۍ له نښو څخه دي.
په راپور کې ویل شوي، له سختې خوراکي ناامنۍ سره مخ ماشومانو د سختې خوارځواکۍ له شپږ برابره زیات خطر سره مخامخ دي. یونیسیف همدارنګه ویلي چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه تر پینځو کلونو کم عمره ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نهکړې، خو د ۲۰۲۶ز کال په جنورۍ کې یې له یو شمېر کورنیو او بهرنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه ښځې او ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.
د هغه په وینا، له دې ډلې ۱.۳ میلیونه کسان په منځنۍ کچه او نږدې اووهسوهزره کسان په سختې خوارځواکۍ اخته دي. هغه دغه راز ویلي وو، چې شاوخوا ۹۰۰زره ښځې، چې ډېری یې میندوارې او شیدې ورکوونکې دي، په منځنۍ کچه له خوارځواکۍ سره مخ دي.
ښاغلي زمان ویلي وو چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ د درملنې د مرکزونو شمېر له ۸۰۰ څخه ۲۳۰۰ ته لوړ شوی دی. هغه ټینګار کړی و، چې د روغتیا له برخې سره نړیوالې مرستې باید زیاتې شي او نړیواله ټولنه باید روغتیايي مرستې سیاسي نهکړي.
پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته پر ښځو د بېلابېلو محدودیتونو په غبرګون کې، په تېرو پینځو کلونو کې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې یا بندې کړې دي؛ هغه وضعیت چې د افغانستان روغتیايي سکټور یې هم اغېزمن کړی دی.