د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۱ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۴۹

یو شمېر عام افغانان وایي په افغانستان کې د تېلو او ګازو د بیو د لوړېدو له امله له بېلابېلو اقتصادي ننګونو سره مخ دي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

د یو شمېر عامو افغانانو په خبره، د همدې بیو د ګرانۍ له امله خپل شخصي وسایط نه کاروي او له زیان سره مخ دي. ځینې سوداګر وايي، که څه هم د تېرو درېیو میاشتو په پرتله په افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې لوړې شوې دي، خو د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د ټرانسپورټي لګښتونو د کمښت له امله یې بیې ټیټې دي.

د ده په خبره، په دې وروستیو کې د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې هم د مختلفو تېلو او ګازو بیې لوړې شوې دي، خو په خبره یې، افغانان چې وړاندې له وړاندې له اقتصادي ناورین سره مخ دي، دې ګرانۍ یې پر اقتصاد څو برابره ډېر اغېز کړی دی.

ښاغلي احساس وړاندې ازادۍ راډیو ته زیاته کړه، چې ډېر کله د تېلو د بیو د زیاتوالي له امله خپل موټر نه کاروي او اړ کېږي، چې په کرایي موټرو کې سفر وکړي: «لږ تر لږه د هر څه بیې دېرش سلنه لوړې شوې دي، موږ کور کې موټر سایکل هم لرو چې کله د کور سودا یا ځینې اړتیاوې پرې پوره کوو او موټر هم لرو خو باور وکړئ، چې ناروغ یا اشد ضرورت نه وي موټر هېڅ نه چلانوو، ځکه له موټره د ټکسي مصرف ډېر ښه دی، هغه کار چې په ټکسي کې په سل افغانۍ کېږي، موټر کې یې (تېل) په پینځه سوه افغانیو هم نه‌شو پوره کولای.»

د پکتیا ولایت اوسېدونکی فولاد خان هم وایي، چې د تېرو درېیو میاشتو په پرتله یې سیمو کې د تېلو او ګازو بیې دومره لوړې شوې دي، چې له امله یې نه یواځې د ټرانسپورټ لګښتونه لوړ شوي دي، بلکې په خبره یې دغه وضعیت د نورو لومړنیو توکو پر بیو هم اغېز کړی دی؛ هغه زیاتوي: «زموږ په سیمه کې د همدې تېلو او ګازو بیې ډېرې لوړې شوې، چې د همدې بیو د لوړېدو له امله د خوراکي توکو پر بیو او د ټرانسپورټ پر لګښتونو یې اغېزه کړې ده.»

دوی اندېښمن دي، چې په روان مني موسم کې د هوا په سړېدو یې ګاز او تېلو ته اړتیا لا ډېرېږي او فشارونه به پرې لا ډېر شي.

د تېلو او ګازو ځینې سوداګر هم وایي، د تېرو درېیو میاشتو په پرتله د واردېدنکو تېلو او ګازو بیې لوړې شوې دي، خو په خبره یې، دا چې واردونکي هېوادونه له افغانستان سره په سیمه کې نږدې دي، د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله د ټرانسپورټي لګښتونو د کموالي له امله یې بیې په هغه کچه لوړې نه‌دي.

له دې ډلې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې پخواني مشر او د تېلو او ګازو سوداګر توکل احمدیار، چې په کابل او ډېرو ولایتونو کې د تېلو ټانکونه لري، ازادۍ راډیو ته وویل: «درې میاشتې وړاندې د یوه ټن تېلو بیه له ۱۱ سوه تر ۱۱۵۰ ډالرو وه، اوس ۱۵۰۰ ډالر ده، خو نورو (یو شمېر) هېوادونو کې بیا دا بیې د محصول او د حکومت د مالیې او کرایې په ګډون تر ۱۸۰۰ ډالرو کېږي، مخکې یو لېتر تېل په ۶۰ افغانۍ وو، خو اوس ۸۵ افغانۍ دي، په داسې حال کې چې د نړۍ نرخ ته په کتو باید ۵۰ افغانۍ لوړوالی راغلی وای، خو اوس له ۲۰ تر ۳۰ افغانیو لوړوالی راغلی دی، پیترول تر ډیزلو بیا تل لېتر کې څلور یا پینځه افغانۍ لوړ وي او ګاز هم مخکې یو ټن په ۷۰۰ ډالر و او اوس زر ډالر شوی دی.»

ښاغلی احمدیار وایي، دوی پیترول، ډیزل او ګاز له ایران، اذربایجان، ترکمنستان او روسیې څخه افغانستان ته واردوي. ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې په افغانستان کې د تېلو او ګازو د بیو د لوړېدو په اړه د خلکو د اندېښنو په اړه د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر ولري، خو ویاند یې عبدالسلام جواد د راپور تر خپرېدو د ازادۍ راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ پر خپله وېب‌پاڼه د پنجشنبې پر ورځ د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په خپره کړې نرخ‌نامه کې لیکلي، چې یو کیلو ګاز ۶۴ افغانۍ، یو لېتر ۹۲ ډوله پیترول ۸۹ افغانۍ او یو لېتر ډیزل تېل ۷۹ افغانۍ د افغانستان په بازارونو کې پلورل کېږي.

په داسې حال کې چې د دې ادارې د تېرو درېیو میاشتو د اعلان کړیو بیو په پرتله، په هر کیلو ګازو کې ۸ افغانۍ، په هر لېتر پیترولو کې ۱۰ تر ۱۱ افغانۍ او په ډیزلو کې بیا تر ۶ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

اقتصادي پراختیا او د نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې (BWA) د افغانستان څانګې، چې شپږ میاشتې وړاندې په دغه هېواد کې جوړه شوې، مشر یې یونس مومند بیا وایي، سره له دې چې د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د تېلو او ګازو بیې لوړې نه‌دي، خو په خبره یې، دا چې ډېر افغانان وړاندې له وړاندې له سختو اقتصادي او بشري ناورینونو سره مخ دي، د بیو آن ډېر لږ لوړوالی هم د خلکو پر ورځني ژوند او اقتصاد پراخ منفي اغېز کوي.

ده وړاندې زیاته کړه، چې د دغه وضعیت د کنټرول لپاره باید په کور دننه اوږدمهاله

د تېلو د بیو لوړوالی یواځې پر یوه برخه نه، بلکې د ټرانسپورټ، خوراکي توکو، ساختماني موادو، کرنې، سرې، تولید او عمومي ژوند پر ټولو لګښتونو مستقیم اغېز لري

اقتصادي او د ځان‌بسیاینې حل‌لارې ولټول شي: «د تېلو د بیو لوړوالی یواځې پر یوه برخه نه، بلکې د ټرانسپورټ، خوراکي توکو، ساختماني موادو، کرنې، سرې، تولید او عمومي ژوند پر ټولو لګښتونو مستقیم اغېز لري، نو افغانستان ته مهمه ده چې باید د تېلو د بیو د نړیوال بدلون پر وړاندې د ستراتیژیکو سیمو، زېرمو، د وارداتو د سرچینو تنوع، د سیمه‌ییزو ټرانزیټي لارو پراختیا او د انرژۍ د بدیلو سرچینو او د کورني تولید پیاوړتیا ته جدي پاملرنه وشي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍ د تېلو او ګازو د بیو اوسنی لوړوالی تر ډېره د منځني ختیځ د جګړې، د هرمز تنګي د اکمالاتو د ګډوډۍ او د چین او روسیې د سون‌توکو د صادراتو د محدودېدو له امله رامنځ‌ته شوی دی.

خو افغانان چې وړاندې له وړاندې له پراخ بشري او اقتصادي ناورین سره مخ دي او د مني او هوا د سړېدو په درشل کې دي، د تېلو او ګازو تر څنګ یې د سون‌توکو ډېره اندازه اړتیاوې له بهرنیو هېوادونو، په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا له هېوادونو پوره کېږي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG