د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په راتلونکي ژمي کې به د افغانستان د نفوس نږدې ۴۰ سلنه وګړي د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ شي.
دغو ادارو د پنجشنبې پر ورځ (د اکتوبر ۱۵مه)، د خوړو د خوندیتوب د پړاوونو د ډلبندۍ یا «IPC» د وروستۍ ارزونې پر بنسټ ویلي چې د روان کال له نومبره د راتلونکي کال تر اپرېل پورې به شاوخوا ۱۹٫۲ میلیونه افغانان کافي خوړو ته لاسرسی ونه لري. د تېر کال د همدې مودې لپاره دا شمېر ۱۷٫۴ میلیونه اټکل شوی و.
د دې ارزونې له مخې، شاوخوا پنځه میلیونه کسان به د لوږې له بیړنۍ کچې سره مخ شي او د ژوند ژغورلو او د عاید د سرچینو د ساتلو لپاره به عاجلو مرستو ته اړتیا ولري.
په بدخشان، بادغیس، دایکنډي، غور، سمنګان، سرپل او د غزني په کلیوالو سیمو کې د وضعیت د لا خرابېدو اټکل شوی دی.
د خوړو د ناامنۍ په اړه له دې خبرداري سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونیسیف» او له لوږې سره د مبارزې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۷ کال کې به څه باندې څلور میلیونه ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري؛ دا په تېرو پنځو کلونو کې تر ټولو لوړ شمېر دی.
د دغو ادارو د اټکل له مخې، نږدې ۱٫۰۹ میلیونه ماشومان به له شدیدې حادې خوارځواکۍ او شاوخوا درې میلیونه نور به له منځنۍ کچې حادې خوارځواکۍ سره مخ شي. همدارنګه، نږدې ۱٫۳ میلیونه امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې به هم له خوارځواکۍ سره مخامخ شي.
په ننګرهار کې روغتیايي رضاکار الفتالله محب هم بېوزلي او د کورنیو کمزوری اقتصادي وضعیت د خوړو د ناامنۍ مهم لاملونه بولي.
هغه د جمعې پر ورځ ازادۍ راډیو ته وویل: «زما په باور بېکاري، پراخه بېوزلي، د کرنیزو محصولاتو کمښت، وچکالي، طبیعي افتونه، د خوراکي توکو لوړې بیې او د خلکو د پېرلو د ځواک کمزورتیا د خوړو د ناامنۍ لوی لاملونه دي.»
زما په باور بېکاري، پراخه بېوزلي، د کرنیزو محصولاتو کمښت، وچکالي، طبیعي افتونه، د خوراکي توکو لوړې بیې او د خلکو د پېرلو د ځواک کمزورتیا د خوړو د ناامنۍ لوی لاملونه ديالفتالله محب، روغتیايي رضاکار
د محب په خبره، د کورنیو د عاید سرچینې کمزورې شوې دي او له همدې امله د خپلو ماشومانو لپاره کافي خواړه نه شي برابرولی.
یونیسیف او له لوږې سره د مبارزې اداره وایي، د هغو ولایتونو شمېر چې خوارځواکي پکې بحراني کچې ته رسېدلې، په ۲۰۲۵ کال کې له اوو څخه په ۲۰۲۶ کال کې لسو ته لوړ شوی او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به ۱۴ ولایتونو ته ورسېږي؛ یعنې د افغانستان له درېیمې برخې ډېر ولایتونه.
دغو ادارو د مرستو د کمېدو، د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې خدمتونو ته د محدود لاسرسي او د اړینو تغذیوي توکو د رسولو د خنډونو په اړه هم اندېښنه ښودلې ده.
د طالبانو د حکومت ویاند د دغو نویو خبرداریو په اړه د ازادۍ راډیو پوښتنې نه دي ځواب کړې.
د خوړو او کرنې سازمان او د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي توکو او ترانسپورټ لوړ لګښتونه، د کار کموالی او د بشري مرستو کمېدل د کورنیو پر دسترخوان د فشار مهم لاملونه بللي دي.
دغو ادارو غوښتنه کړې چې مخکې له دې چې ژمی اړمنو سیمو ته د مرستو رسول ستونزمن کړي، د خوراکي مرستو، بیړني کرنیز ملاتړ او د خوارځواکۍ د مخنیوي او درملنې لپاره مالي امکانات برابر شي.