د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې ده او روغتیایي کارکوونکي له هرو اوو ماشومانو او میندو چې مرستو ته اړتیا لري، یوازې یوه کس ته مرستې رسولای شي.
په داسې حال کې چې دې پروګرام د روان کال په مارچ کې مرستو ته اړو هرو څلورو څخه د یوه لاسنیوی کاوه.
روغتیایي کارکوونکي له هرو اوو ماشومانو او میندو چې مرستو ته اړتیا لري، یوازې یوه کس ته مرستې رسولای شي.
د کابل سر کوتل سیمه کې د زهرې په نوم یوه مور چې د عمر په نوم ۴ کلن ماشومیې د پښو د معلولیت ترڅنګ په خوارځواکۍ هم اخته دی او دومره وس نهلري چې هغه ته مقوي خواړه برابر کړي یا یې درملنه وکړي وایي، خپله هم په خوارځواکۍ اخته شوې وه چې څه مودهیې له نږدې کلینیک څخه تغذیوي مواد ترلاسه کړي، خو وروسته هغه هم پرې بند شول: "په کلینیک کې مې مخکې د یوې مودې لپاره د تغذیې مواد اخیستل، خو هغه مې د ځان لپاره و. کله به چې ښځې خوارځواکې او کمزورې وې، ورته بهیې د وچو موادو پاکټونه ورکول."
د روېټرز د راپور له مخې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام مشر جان ایلیف د سې شنبې په ورځ په جېنوا کې خبریالانو ته وویل چې د ماشومانو شدید ډنګروالی چې د خوارځواکۍ تر ټولو مرګونې بڼه بلل کېږي د افغانستان په درېیمه برخه ولایتونو کې بحراني کچې ته رسېدلی او روغتیایي مرکزونو ته د درملنې لپاره د ورغلو ماشومانو شمېر په چټکۍ سره زیات شوی دی.
د ماشومانو شدید ډنګروالی هغه وخت رامنځته کېږي چې د ماشوم وزن د هغه د قد په پرتله ډېر کم وي.
دا حالت معمولاً د وزن د چټک کمېدو یا د خوړو او ناروغۍ له امله د وزن نهزیاتېدو له کبله رامنځته کېږي.
د ایلیف په خبره دا هغه بحران دی چې هره ورځ لا پسې پراخېږي او په خواشینۍ سره چې موږ یې د مخنیوي توان هم نهلرو.
ایلیف زیاته کړه چې د شدیدې خوارځواکۍ شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې له دوو کلونو کم عمره ماشومانو پورې تړاو لري، ډېر شمېر دغه ماشومان هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چې بیا یې ژغورل ډېر ناوخته وي.
د شدیدې خوارځواکۍ شاوخوا ۸۰ سلنه پېښې له دوو کلونو کم عمره ماشومانو پورې تړاو لري.
له کومو لارو کېدای شي چې په خوارځواکۍ د اخته ماشوم درملنه وشي، ډاکتر احمدالدین معارج وایي:
"علاجیې ساده دی، ماشوم ته انرژي او پروتین ورکول کېږي. انرژي کېدای شي له هر ډول خوړو نه حاصله شي، له شریني خوړو نه، له غوړو خوړو نه، له پروتیني خوړو نه لکه غوښه، لوبیا، نخود، هګۍ، شیدې، مستې. غوره لار دا ده چې نباتي پروتین لرونکي مواد لکه لوبیا، دال، نخود او باقلي ټول سره ګډ او مېچن شي، په اوبو کې پاخه او په مناسبه اندازه غوړي پهکې واچول شي او ماشوم ته ورکړل شي."
په افغانستان کې د خوارځواکۍ د پراخېدو خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي کړکېچ له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري له ګډوډۍ سره مخ شوې چې دې مسئلې د خوراکي او نورو موادو بیې لوړې کړې دي.
پر دې سربېره له پاکستان او ایران څخه په پراخه کچه د افغانانو بېرته ستنولو او د نړیوالو مرستو سخت کمېدو هم وضعیت لاپسې خراب کړی دی.
د افغانانو بېرته ستنولو او د نړیوالو مرستو سخت کمېدو هم وضعیت لاپسې خراب کړی دی.
د افغانستان لپاره د خوړو نړیوال پروګرام د مشر په خبره د ۲۰۲۳ کال له وروستیو راهیسې چې پاکستان او ایران په ډلهییزه توګه د افغانانو د ایستلو لړۍ پیل کړې، نږدې شپږ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړل شوي چې دې چارې د کار پر بازار او عامه خدمتونو باندې فشارونه لا زیات کړي دي.
د راپور له مخې د اساسي خوراکي توکو بیې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې لوړې شوي او د خوړو د نړیوال پروګرام د شمېرو له مخې، نږدې ۱۴ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي.
«ډبلیو اېف پي» ویلي چې د بودجې د کمښت له املهیې خپل فعالیتونه په پراخه کچه راکم کړي دي.
امریکا چې په دودیز ډول تر ټولو ستره مرسته کوونکې وه او یو شمېر اروپايي هېوادونو د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ راهیسې خپلې مرستې کمې کړې دي.
د ایلیف په خبره د بودجې د کمښت له امله د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی چې په سختو زیانمنو سیمو کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره د خوراکي توکو وېش هم ودروي.
د خوړو نړیوال پروګرام اړ شوی چې په سختو زیانمنو سیمو کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره د خوراکي توکو وېش هم ودروي.
د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د دې بحران د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره ۵۰۰ میلیونه ډالرو بودجې ته اړتیا لري.