د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۰۸

په بازارونو کې زاړه بانک‌نوټونه؛ خلک د بدلون او برېښنايي تادیاتو غوښتنه کوي

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، ځینې بانک‌نوټونه دومره زاړه شوي، چې دوکانداران، موټرچلوونکي او آن پېرودونکي یې له اخیستو ډډه کوي؛ ځینې نور بیا غواړي، چې د زړو بانک‌نوټونو د بدلېدلو تر څنګ دې برېښنايي تادیات پراخ شي او د نغدو پیسو اړتیا دې راکمه شي.

د افغانستان په بازارونو کې زاړه او څېرې شوي بانک‌نوټونه د یو شمېر خلکو لپاره په ورځنیو راکړو ورکړو کې په سرخوږي بدل شوي دي.

کله یو دوکاندار زوړ نوټ نه اخلي، کله موټرچلوونکی ترې انکار کوي او کله هم پېرودونکی هڅه کوي هماغه زوړ نوټ بل چا ته ورکړي.

د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي، ځینې افغانۍ دومره زړې او خرابې شوې دي، چې د پیسو په توګه یې کارول ورته جنجال جوړوي.

د کابل یوه اوسېدونکي خان زمان، ازادۍ راډيو ته وویل: «افغاني بانک‌نوټونه دومره زاړه شوي دي، چې نور له استعماله وتلي دي، دوکاندار به یې تا ته درکړي، خو بېرته یې بل دوکاندار نه اخلي، ټکسي واله ته یې ورکوې، نه یې اخلي؛ موږ نه پوهېږو تر کومه وخته به زاړه بانک‌نوټونه په بازار کې ګرځي.»

په افغانستان کې تر ډېره راکړه ورکړه په نغدو پیسو تر سره کېږي.

یو شمېر پلورونکي وايي، وخت‌ناوخت ورته پېرودونکي داسې ځانګړي نوټونه هم ورکوي، چې وروسته یې نور پېرېدونکي نه اخلي.

په جلال اباد ښار کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي عبدالمجید، ازادۍ راډيو ته وویل: «ډېر وخت مشتریان راځي، دومره زاړه نوټونه ورسره وي، چې اصلا د اخیستلو نه وي، خو لانجه کوي چې دا باید واخلم، خو کله چې هماغه افغانۍ بیا بل مشتري ته ورکوو، هغه یې نه اخلي، اوس مهال افغانۍ دومره زړې شوې دي چې د پاسه لیکل شوی متن هم پرې سم نه ښکاري.»

د طالبانو تر واک لاندې «د افغانستان بانک» په تېرو کلونو کې د زړو بانک‌نوټونو د ستونزې د هواري لپاره د نویو پیسو د چاپ او د زړو بانک‌نوټونو د راټولولو په اړه بېلابېل اقدامات اعلان کړي دي.

خو د خلکو له شکایتونو ښکاري، چې زاړه بانک‌نوټونه په پراخه کچه لا هم په بازارونو کې لاس په لاس کېږي.

یو شمېر افغانان وايي، یواځې د زړو نوټونو بدلول د ستونزې بشپړ هواری هم نه‌دی او افغانستان باید د نغدو پیسو تر څنګ د برېښنايي تادیاتو کارول هم پراخ کړي.

که د پلور او راکړې ورکړې پر مهال په موبایل یا کارت پیسې ورکول کېدای، نو اړتیا نه وه چې په جېبونو کې نغدې پیسې وګرځوو
د کابل یوه اوسېدونکي رحمان‌الله

د کابل یوه اوسېدونکي رحمان‌الله، ازادۍ راډيو ته وویل: «که د پلور او راکړې ورکړې پر مهال په موبایل یا کارت پیسې ورکول کېدای، نو اړتیا نه وه چې په جېبونو کې نغدې پیسې وګرځوو، اوس خو که یو کس په لسو ځایونو کې سودا کوي، نو نوټونه په لسو ځایونو کې لاس په لاس کېږي، ځکه خو نوي نه پاتې کېږي، زما په نظر د نورو بهرنیو هېوادونو په څېر باید خلک کریډیټ کارتونه ولري او د سودا کولو پر مهال باید په انلاین ډول پیسې د دوکاندارانو اکاونټونو ته ورسول شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د برېښنايي تادیاتو لپاره یو سېسټم لا له وړاندې موجود دی، خو خلک وايي هغه هم ډېرې تخنیکي ستونزې لري، خو د طالبانو تر واک لاندې «د افغانستان بانک» ویلي دي، د تادیاتو ډیجیټلي کولو بهیر په تدریجي ډول د پراختیا په حال کې دی او هڅه کوي، چې د فیزیکي پیسو پر ځای راکړه ورکړه د برېښنايي کارتونو په وسیله تر سره شي.

اوس مهال د افغانستان د تادیاتو ډیجتلي سېسټم «AF-PAY» نومېږي، چې له څو کلونو راهیسې فعالیت کوي، خو په روان ۲۰۲۶ز کال کې یې د لا پراختیا خبرونه خپاره شول.

د دغه سېسټم تادیاتي کارتونه هم بازار ته وړاندې شوي دي، خو خلک وايي یوه لویه ستونزه دا هم ده، چې دوکانداران د «POS» ماشینونه نه‌لري.

دوی وايي، د برېښنايي تادیاتو موجودیت هغه مهال د دوی په ورځني ژوند کې بدلون راوستلی شي، چې دا آسانتیاوې له بانکونو او دولتي ادارو څخه بازارونو، دوکانونو او نورو ورځنیو خدمتونو ته پراخې شي.

د کابل یوه اوسېدونکي زین‌الله، ازادۍ راډيو ته وویل: «کارتونه خو شته، خو د استعمال ځایونه یې نه‌شته، چې یو څوک کارت هم ولري او په دوکانونو او مارکیټونو کې یې نه‌شي استعمالولی، نو ګټه یې څه ده، زه فکر کوم باید په هر دوکان کې د برېښنايي تادیاتو یو ماشین موجود وي، خلک وهڅول شي چې د نغدو پیسو پر ځای ډیجیټلي راکړو ورکړو ته مخه کړي، په دې سره به د نغدو پیسو استعمال کم شي.»

د زړو بانک‌نوټونو ستونزه د تېر جمهوري نظام پر مهال هم موجوده وه، چې تر اوسه دوام لري، خلک يې که څه هم وخت په وخت بازار ته د نويو بانک‌نوټونو د وړاندې کېدو خبرې اوري، خو بيا هم زاړه بانک‌نوټونه په بشپړه توګه له بازار څخه نه ټولېږي.

د خلکو غوښتنه دا ده، چې مسوولان باید د زړو نوټونو راټولولو او په بازار کې د روغو افغانیو موجودیت جدي ونیسي، ځکه د دوی په خبره، هغه بانک‌نوټ چې یو کس یې د پیسو په توګه اخلي، باید د بل کس په لاس کې پر بې‌ارزښته کاغذ بدل نه‌شي.

ازادي راډیو ته پر دې شمېره ږغیز پیغام پرېږدئ 447865119699+

راپور له دې برخې دی.
​
XS
SM
MD
LG