مژګان نن د خوراکي توکو د اخیستلو لپاره بازار ته راغلې ده. دا چې د اووه کسیزې کورنۍ لګښتونه برابروي، وايي د بیو لوړېدو دې ته اړ ویسته، چې د خپلې کورنۍ د اړتیا وړ خوړو یوه برخه د اخیستلو له لېسته وباسي: «موږ مخکې یوه بورۍ اوړه په ۱۲۰۰ افغانۍ اخیستل، خو اوس ۱۸۰۰ افغانیو ته رسېدلي دي. بوره هم مخکې یو کیلو ۵۰ افغانۍ وه، خو اوس نږدې ۸۰ افغانۍ شوې ده. د همدې ګرانۍ له امله مجبوره شوم، چې ځینې خوراکي توکي لکه غوښه او د چرګ غوښه له لېست څخه وباسم، چې نور ضروري لګښتونه پوره کړو.»
دا یواځې مژګان نهده، چې د ژوند د لګښتونو له زیاتوالي سر ټکوي، یو شمېر نورې کورنۍ هم وايي، چې په اوسني عاید د کورنۍ د غړو لپاره د کافي خوړو برابرول ورته د پخوا په پرتله ډېر ستونزمن شوي دي.
د لوګر ولایت اوسېدونکې او د اوو ماشومانو مور، ګلثوم وايي، د کورنۍ د یواځېنۍ سرپرستې په توګه د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د دې ماشون ډېر اغېزمن کړي دي: «زه د خپلو اوو ماشومانو سرپرستي کوم. له خراب اقتصادي وضعیت څخه کړېږم او زما لپاره کار نهشته. د اوړو، غوښې او وریژو بیې ډېرې لوړې شوې دي او موږ نهشو کولای خپلو ماشومانو ته داسې خواړه برابر کړو، چې پروټین او ویټامین ولري. مجبور یو ارزانه سبزي واخلو.»
په ځینو کورنیو کې دې ستونزې د ژوند پر نورو لګښتونو هم اغېز کړی دی. د غزني ولایت اوسېدونکي، حیدر، ازادۍ راډیو ته وویل، کورنۍ یې د خپلو ماشومانو د زدهکړو د لګښتونو د برابرولو لپاره د خوړو لګښتونه کم کړي دي: «د دوو میاشتو پخوا په پرتله بیې ډېرې لوړې شوې دي. که دوه میاشتې مخکې مې د دولت له معاش څخه یوه بورۍ اوړه او غوړي اخیستلای شول، اوس بیې لوړې شوې دي او په دې میاشت کې مو ځینې شیان لږ واخیستل، ځکه باید د اولادونو تعلیم ته هم پام وکړو او مجبور شوو، چې خپل د خوراک له لګښتونو یې کم کړو چې د هغوی د زدهکړو مصارف پوره شي.»
د کورنیو تر څنګ، یو شمېر دوکانداران هم شکایت کوي چې بازارونه یې ساړه دي. د کابل په منډوي کې د خوراکي توکو یوه پلورونکي خیبر، ازادۍ راډیو ته وویل: «خلک
خلک ډېر بېوسه شوي دي. اوس دومره بېوزلي زیاته شوې ده، چې که موږ هره ورځ ۲۰ بورۍ اوړه خرڅوو، ۱۰ بورۍ په پور ورکووخیبرد کابل په منډوي کې د خوراکي توکو یو پلورونکی
ډېر بېوسه شوي دي. اوس دومره بېوزلي زیاته شوې ده، چې که موږ هره ورځ ۲۰ بورۍ اوړه خرڅوو، ۱۰ بورۍ په پور ورکوو، حال دا چې مخکې مو دغه کار نهکاوه. د پور غوښتنه ډېره زیاته شوې ده. پخوا زموږ کاروبار ډېر ښه و، خو اوس د بېوزلۍ او فقر له امله ډېر کم شوی دی.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتېرېش وروستی راپور، چې د ۲۰۲۶ز کال د سېپټمبر پر ۱۶مه د امنیت شورا ته وړاندې شوی، ښيي چې افغانستان لا هم له جدي اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی.
په راپور کې راغلي، سره له دې چې په ځینو اقتصادي شاخصونو کې نسبي ثبات لیدل کېږي، خو بېوزلي، بېکاري او د خلکو له لوري د توکو د پېرلو ځواک کمښت لا هم پر ځای دي او میلیونونه وګړي د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري. همدارنګه د مې میاشتې په اوږدو کې د خوراکي توکو انفلاسیون ۸.۲ سلنې او عمومي انفلاسیون ۷.۸ سلنې ته رسېدلی دی.
د یو شمېر اقتصادپوهانو په خبره، انفلاسیون دې ته ویل کېږي، چې د توکو بیې لوړې شي او په پایله کې یې د خلکو د پېرلو ځواک هم کم شي. د دوی په وینا، د خوراکي توکو پر وارداتو د افغانستان تکیه او د کورني تولید محدودیت د دغه وضعیت د لا خرابېدو ستر لاملونه دي.
اقتصادپوهـ اذرخش حافظي وايي، چې د سوداګریزو لارو تړل کېدل او د وارداتو د لګښتونو زیاتوالی هم د خوراکي توکو د بیو په لوړېدو کې ستر رول لري: «افغانستان د خپلو اړتیاوو یوه برخه له بهر څخه واردوي. کله چې په نړیوالو بازارونو کې بیې لوړې شي، یا د سیاسي او اقتصادي دلایلو له امله ټرانسپورټي لارې او بندرونه وتړل شي، نو بیې هم لوړېږي. د افغانستان خلک مناسب عاید نهلري. هر څومره چې انفلاسیون زیات شي، بېوزله قشر لا بېوزله کېږي او د منځنۍ طبقې یوه برخه هم د بېوزلو له ډلې سره یوځای کېږي.»
د یو شمېر کارپوهانو په وینا، که د انفلاسیون د کنټرول او پر بازار د فشار د کمولو لپاره اغېزناک ګامونه پورته نهشي، ښايي په راتلونکو میاشتو کې یې کچه له اوسني حالت هم لوړه شي.
ازادۍ راډیو هڅه وکړه، چې د خوراکي توکو د بیو د لوړېدو او د بازار د کنټرول لپاره د پورته شویو ګامونو په اړه د طالبانو حکومت نظر تر لاسه کړي، خو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد د ازادۍ راډیو پوښتنو ته ځواب ورنهکړ.
نړیوالو سازمانونو په وروستیو میاشتو کې څو ځله په افغانستان کې د روان معیشتي ناورین په اړه خبرداری ورکړی دی. د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې میلیونونه افغانان لا هم سمو خوړو ته لاسرسی نهلري او د نړیوالو مرستو کمښت، د ټرانسپورټي لګښتونو زیاتوالي او په سوداګریزو لارو کې خنډونو د ډېرو کورنیو لپاره کافي خوړو ته لاسرسی لا پسې سخت کړی دی.
نړیوال بانک هم راپور ورکړی دی، چې که څه هم ځینې ستر اقتصادي شاخصونه د نسبي ثبات نښې ښيي، خو د خوراکي توکو د بیو زیاتوالي او د پېرلو د ځواک کمښت پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو لا زیات فشار راوستی دی. په داسې شرایطو کې اوس ډېرې افغان کورنۍ وايي، چې هر ځل بازار ته د اخیستلو لپاره ځي، اړې دي د خپلو بنسټي اړتیاوو تر منځ انتخاب وکړي؛ هغه انتخاب چې د دوی په وینا د کورنۍ غړو ته د کافي خوړو برابرول ورځ تر بلې ستونزمنوي.