یوشمېر سیاسي کارپوهان د طالبانو په مشر د دوی د حکومت د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراجالدین حقاني غیر مستقیمي نیوکې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي اختلاف په معنا بولي.
سیاسي کارپوه فیضالله جلال نن دوشنبه د (سپټمبر ۹مه) ازادي راډیو ته وویل، ښايي اختلافات د نړیوالې ټولنې د فشارونو او د خلکو د نارضایتۍ له کبله رامنځته شوي وي.
که څوک مې خبره ومني ښه ده کهنه اسمان به ځمکې ته راشي، نه داسې نهدهسراجالدين حقاني
نوموړی وايي: "له شک پرته چې فشارونو د دوی ترمنځ اختلاف رامنځته کړی دي، ځینې یې داسې فکر کوي چې که موږ داسې مخته ځو نو تېرو درېیو کلونو ته په کتو نړیواله ټولنه مو په رسمیت نهپېژني او که داسې ونهشي نو موږ به څنګه حکومت وکړو او څنګه د خلکو ملاتړ ولرو، په هېواد کې دننه د خلکو نارضایتي او په بهر کې قوي فشارونه د دې لامل شوي چې ځینې یې غږ پورته کړي."
دا پهداسې حال کې ده چې یوځل بیا د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني لهدې پرته چې د چا نوم واخلي د طالبانو په مشرتابه نیوکې کړي دي.
هغه پرون یکشنبه په کابل کې له مدرسې څخه د فراغت په یوې غونډه کې وویل: "نه، داسې باید فکر ونهکړي چې نن او له هغې وروسته به زه د واک او قدرت خاوند یم، که څوک مې خبره ومني ښه ده کهنه اسمان به ځمکې ته راشي، نه داسې نهده، بلکې ته خدای پاک ته مسوول یې او له تا به پوښتنه کېږي."
ځینې نور سیاسي کارپوهان له ډلې صلاحالدین سعیدي وايي، که طالب چارواکي له مشرتابه سره ستونزه لري باید په واضح توګه یې مطرح کړي، کهنه په دا ډول څرګندونو ځان له مسوولیته نهشي خلاصولای.
"د طالبانو ټول چارواکي د طالبانو د کړنو په اړه مسوول دي او ځان له مسوولیته نهشي خلاصولایصلاحالدين سعيدي
هغه وايي: "د طالبانو ټول چارواکي د طالبانو د کړنو په اړه مسوول دي او ځان له مسوولیته نهشي خلاصولای، که معین وي او که وزیر پهدې بهانه چې ګواګې موږ اعتراض کړی لهدې مسوولیت نهشي خلاصېدای، که په ټیم کې یې نو مسوول یې او دلیل دې ووایه او که چېرته یې مسوولیت نهمنې نو باید له ټیمه ووځې ځکه مسوولیت ټولو ته راجع کېږي."
دا لومړی ځل نهدی چې سراجالدین حقاني د طالبانو پر مشرتابه نیوکې کوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم په کراتو ورته څرګندونې کړي دي.
هغه سږکال د ثور په میاشت کې کابل کې یوې غوندې ته د خبرو پرمهال د واک د انحصار کېدو له کبله نیوکې کړې وې او له هغې درې میاشتې وړاندې یې په خوست ولایت کې یوې غونډې ته ویلي و چې، د واک انحصار د دوی د حکومت په ګټه نهدی.
په دې اړه نور: د طالبانو د واکمنۍ په تېرو درې کلونو کې د دوی ترمنځ کوم خپلمنځي اختلافات رامنځته شوي؟سراجالدین حقاني پهداسې حال کې په غیر مستقیم ډول دا نیوکې کوي چې، د طالبانو د جوړښت لهمخې څوک نهشي کولای د دوی په مشر نیوکې وکړي او د ځینو طالبانو په باور د دوی پر مشر نیوکې ان له اسلامي شریعت خلاف کړنه بلل کېږي.
له بل پلوه ګمان کېږي چې، د افغان ښځو او نجونو او په ځانګړې توګه له طبي زدهکړو د دوی له منع کېدو وروسته ورته نیوکې او څرګندونې مطرح کېږي.
د یادونې ده چې طالبان د خپلو سختو سیاستونو او د نړیوالې ټولنې د غوښتونو په پام کې نه نیولو له کبله تر اوسه هيڅ هېواد په رسیمت نهدي پېژندلي او د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو نقض کول یې د نړیوال مشروعیت پر وړاندې لوی خنډ بلل کېږي.