د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

فایق: افغان متقاعدینو د حقونو نه ورکول د طالبانو غلا او زور ویل دي


د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق
د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق

د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست د متقاعدینو د حقونو نه ورکول د طالبانو د حکومت له‌خوا غلا او زور ویل بللي دي.

نصیراحمد فایق افغان متقاعدینو ته د دوی د حقونو د نه ورکولو په اړه د طالبانو پر حکومت انتقاد کړی دی.

فایق د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۲۶مه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا د طالبانو د حکومت له‌خوا زور ویل او غلا ده، ځکه په ټکو یې دغو کسانو کلونه د خپلو حقونو او امتیازاتو څخه د تقاعدي په نوم پيسې ورکړي.

فایق زیاته کړې د طالبانو چارواکو ته په خطاب کې زیاته کړې، تاسو څنګه د عدالت په اړه خبرې کوئ کله چې ستاسو عمل ستاسو د ادعا خلاف وي.

د نوموړي د دې خبرو اشاره د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي هغو څرګندونو ته ده چې د شنبې په ورځ یې په کابل کې په یوې ناسته کې ویلي، د نظام د دوام لپاره د عدالت تامینول اړین دي او په هغه نظام کې چې عدالت نه وي، خلک له هغه ملک څخه په تېښته کې وي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام متقاعدینو سره له دې چې په وار وار یې اعتراضونه کړي، خو خپل حقوق یې نه دي ترلاسه کړي.

د دې اعتراضونو په دوام، تېره ورځ هم دوی د طالبانو حکومت د مالیې وزارت وړاندې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره اعتراضیه غونډه کړې وه.

سنګر وايي: موږ مجبوره یو چې خپل حق وغواړو. نو موږ چېرې ولاړ شو او له چا وپوښتو چې د متقاعدینو حقونه ولې نه ورکول کېږي.

د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګر په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "د اعتراضیې غونډې موضوع دا وه چې دوه درې، څلور سوه کسان د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره سره راټول شول، خاص د دې لپاره چې د مالیې وزارت دوی ته یو څه ووایي، خو له بده مرغه د مالیې وزارت کوم مثبت ځواب ورنه‌کړ او اعتراض ختم شو. موږ مجبوره یو چې خپل حق وغواړو. نو موږ چېرې ولاړ شو او له چا وپوښتو چې د متقاعدینو حقونه ولې نه ورکول کېږي."

یو بل متقاعد، چې نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، وايي، سره له دې چې له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او په ځلورونو دوی دا ډول اعتراضونه ترسره کړي، خو بیا یې هم ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې.

هغه وايي: "له کله نه چي اسلامي امارت راغلی، موږ ته تقاعد نه دی راکول شی. دا درې اوونۍ کېږي چې متقاعدین په اوونۍ کې دوه درې ورځې اعتراض کوي، مالیې وزارت ته ځي، هلته هم ځواب نه ورکوي، نه‌شته تقاعد نه‌شته."

یو بل متقاعد، احمد ظریف د خپلو ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "کاروبار هم نه‌شته، طالبان نه پرېږدي، کله چې ولاړ شو ۲۰۰، ۳۰۰ کار وکړو هغه هم نه پیدا کېږي. د متقاعدینو وضعیت ډېر خرابه دی. اولادونه راته وايي چې پلاره موږ ته کالي واخله، موږ ته بوټ واخله، خو وسه یې نه لرو، موږ بیخي در په دره یو."

د متقاعدینو د حقونو د نه ورکولو په اړه دا نیوکې او شکایتونه داسې مهال دي چې د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده د ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل په لومړۍ نېټه د طالبانو حکومت مالیې وزارت ته امر وکړ چې له دې ورسته دې د د دولت د مامورینو له معاشونو څخه نور د تقاعد لپاره پیسې نه اخلي.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده ته منسوب عکس

خو د طالبانو حکومت د مشرتابه دې پرېکړې کوم جزییات نه درلودل، چې ولې داسې یو تصمیم نیول شوی دی.

سره له دې چې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د تیر کال په مرغومي میاشت کې د بي‌بي‌سي د ایکس‌پاڼې په یوه سپېس کې ادعا کړې وه چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې قانون تعديل شوى او ډېر ژر به د عدليې وزارت له‌خوا نافذ او د دوى حقوق ورکړل شي خو تراوسه هم د دوی د معاشونو د ورکړې په برخه کې کوم اقدام نه ‌دی شوی.

تازه نوموړي په دې اړه د راپور تر خپرېدو د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د افغانستان د متقاعدينو د ټولنې د معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت د ۱۴۰۱ کال د راپور پر بنسټ، دا مهال په افغانستان کې ۱۷۰زره ملکي او نظامي متقاعدين موجود دي.

د تقاعد حقوق هغو پیسو ته ویل کېږي چې هر پخوانی کارکوونکی یې د تقاعد وروسته مستحق ګرځي، خو دا پیسې کال په کال دوی ته ورکول کېږي.

له مړینې وروسته هماغه پیسې د متقاعد کس مېرمن او که تقاعد شوی کس ښځه وي، خاوند ته یې ورکول کېږي، خو د دواړو د مړینې په صورت کې اولادونه یوازې تر اتلس کلنۍ پورې د دوی د تقاعدۍ د اخیستلو مستحق ګڼل کېږي.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG