د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

طالبان د خپلو ځواکونو شمېر دوه سوه زرو ته رسوي


ارشیف: د طالبانو وسله وال غړي
ارشیف: د طالبانو وسله وال غړي

د طالبانو حکومت غواړي چې د اردو د ځواکونو شمېر دوو سوو زرو ته ورسوي.

د طالبانو د حکومت د تشکیلاتو او معاشاتو کمېسیون دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې وزګار یا بې سرنوشته طالبان په دغه وزارت کې وګوماري.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، دا پرېکړه د دوی د ريیس الوزرا د مرستیال عبدالسلام حنفي تر مشرۍ لاندې په یوه غونډه کې شوې ده.

څرګنده نه ده چې څومره طالبان وزګاره دي او دندې نه دي ورسپارل شوي.

تر دې وړاندې د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح الدین له ملي تلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د دفاع وزارت د ځواکونو شمېر اوس ۱۵۰ زره دی، خو دوی غواړي چې دا شمېر دوه سوه زرو ته زیات کړي.

د افغانستان د جمهوري حکومت په مهال یوه لویه اندېښنه دا وه چې که بهرنۍ مرستې نه وي، ایا افغانستان د دوه نیم لکه کسیزې اردو د تمویل او ساتلو وس لري؟

د افغانستان د جمهوري حکومت د مهال د دفاع وزارت پخوانی سرپرست او لومړی مرستیال شاه محمود میاخېل وايي چې د اردو لیکې د بې سرنوشته کسانو د ډکولو لپاره نه وي، هېوادونه کورنیو او بهرنیو تهدیدونو ته په کتو اردو جوړوي.

شاه محمود میاخېل
شاه محمود میاخېل

میاخېل وویل: "د طالبانو کسان یا افراد په نورو کسبونو او کار نه پوهېږي نو دوی غواړي چې په اردو کې یې ځای پر ځای کړي. دا په اینده کې هم د طالبانو او هم د افغانستان لپاره خطرناک کار دی. هر کله چې جنګي او وسله وال کسان زیاتېږي بې ثباتي رامنځته کوي."

د جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته طالب مشرانو ویلي وو چې دوی یوسلو لس زره کسیزه اردو کافي ګڼي.

د طالبانو لوی درستیز قصیخ الدین ویلي چې په نوې ملي اردو کې د پخواني حکومت پوځیان هم شاملوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې ځینې راپورونه وايي، طالبانو په وروستیو کې د دفاع وزارت شاوخوا ۲ زره کارکوونکي په کور کېنولي دي او د تقاعد معاش هم نه ورکوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG