د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۱

نشنل انټرسټ: امریکا ښایي ۱۶کاله نوره هم افغانستان کې پاتې شي


امریکا ښایي ۱۶ کاله نوره هم په افغانستان کې پاتې شي، نشنل انټرسټ خپرونه تردې سرلیک لاندې په یوه مطلب کې لیکي:

د سپینې ماڼۍ د اوسنۍ ستراتیژۍ له مخې به امریکایي ځواکونه ښایي له نن څخه ۱۶ کاله ښایي هم نسلونه په افغانستان کې پاتې شي ځکه په دغه ستراتیژۍ کې له دغه جګړه ځپلي هېواد سره ژمنې نه دي محدودې شوي.

د نشنل انټرسټ خپرونې په لیکنه دا څرګندونې د امریکایي ځواکونو متقاعد جنرال جان الن څو ورځې مخکې په هغې غونډه کې وکړې چې دغې خپرونې په خپل مرکز کې جوړه کړې وه.

خو جنرال الن چې څو کاله یې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه دنده ترسره کړې دا هم وویل چې د ده په باور دغه ۱۶ کلونه به د دوی لپاره د ناکامي کلونه نه وي.

جنرال الن د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ هغه اړخ ته چې نتیجې ته یې اهمیت ورکړی نه د وخت محدودیت ته مهم بولي او وایي، ټرمپ د بري خبره کړې چې د ده په باور دوی هم کولای شي په امنیتي سطحه دغه خط حفظ کړي.

بلې امریکایي فارن افیرز خپرونې هم په همدې موضوع یوه لیکنه خپره کړې او لیکي:

په افغانستان کې د امریکا د روانې جګړې شپاړسم کال دی او تر اوسه هم د دې نښه نه لیدل کېږي چې هغه دې پای ته ورسېږي.

امریکایانو په دې اړه چې ایا دغه جګړه په دې ارزېده ډېرې پوښتنې راپورته کړي او ولسمشر ټرمپ هم مخکې له دې چې سپینې ماڼۍ ته ولاړ شي یو له همدغو منتقدینو څخه و.

هغه ویلي و چې امریکا باید له دغې جګړې ځان وباسي او د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې یې تل دا خبره کړې وه چې امریکا به هغو جګړو کې ښکیله نه کړي چې نشي ګتل کېدای، خو د فارن افیرز په وینا کله چې نوموړی ولسمشر شو له خپل دغه دریځه په شا شو او پرځای یې هاغه لاره ونیوله چې له ده مخکې نورو ولسمشرانو بارک اوباما او جورج بوش نیولې وه.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د استخباراتو د ادارې سي ای اې هغه افسانوي اجنټ ته پام اړولی چې بشپړ نوم یې تر پرون دوشنبې پورې نه و افشا شوی، هغه اجنټ چې د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي ژوند یې ژغورلی و.

واشنګټن پوسټ لیکي:

تر پرون پورې د سي ای اې په دهلیزونو او لویو ورځپاڼو کې هغه په ګریګ وي"Greg V"

یادېده، ان دا چې د سي ای اې پخواني رةیس جورج ټینیټ یې هم بشپړ نوم د خپلو یادښتونو په کتاب کې چې په ۲۰۰۷ کال کې یې خپور کړی، نه دی اخیستی.

خو د ورځپاڼې په وینا سي ای اې د دوشنبې په ورځ د خپل تأسیس د اویایمي کلیزې په مراسمو کې نړۍ ته د هغه بشپړنوم په ډاګه کړ.

ګریګ وګل Greg Vogle ته یې د تریلبلازر مډال ورکړ.

وګل چې د سي ای اې د پټو عملیاتو له برخې سره یې کارکاوه، په ۲۰۱۶ کال یې تقاعد کړی دی.

جورج ټینیټ په خپل کتاب کې د هغه خاطرو ته ډېر ځای ورکړی او د حامد کرزي د ژغورلو په اړه په یوه برخه کې لیکي:

ګریګ د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې له سي ای اې سره د کرزي چې هغه مهال د طالبانو مخالف یو قومي مشرو، ارتباطي شخص و.

د ۲۰۰۱ کال د نومبر په درېیمه چې د کرزي پر قوم حملې زیاتې شوې کرزي له وګل څخه وغوښتل چې د ایستلو لپاره یې یوه هلیکوپټره را وغواړي.

ګریګ سمدستي له سي ای اې سره تماس نیسي او ورته وایي چې کرزی په جنوب کې یو د اعتبار وړ مخالف مشر دی او د هغه ژغورل په جنوب کې د پاڅون د دوام لپاره ډېر حیاتي دی.

د ټینيټ په لیکنه الوتکې ته اجازه ورکول کېږي او کرزی د حملې له سیمې باسي.

واشنګټن پوسټ وړاندې د ټینیټ د لیکنې په حواله زیاتوي چې دوه اوونۍ وروسته طالبان د کرزي نوی ځای پیدا کوي او پرې حمله کوي چې د هغه ځواک نوموړی یوازې پریږدي او ګریګ قومانده په لاس کې اخلي.

ګریګ له یوې دفاعي مورچلې پر بریدکونکو ډزې کوي او د کرزي ځواکونو ته چې د جګړې له ډګره تښتیدلي د غیرت او میړانې خبرې کوي او پر هغوی غږ کوي چې که مري د نارینه په څېر دې ومري.

د ورځپاڼې په وینا د نوموي هڅول د دې سبب کېږي چې د کرزي ځواکونه بېرته راوګرځي او د طالبانو حمله په شا وتمبوي.

XS
SM
MD
LG