د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

نیویارک ټایمز: طالبانو سره د بختاور یوځای کېدل د دغې ډلې تبلیغاتو ته ګټه رسوي


بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنۍ ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په یوه مطلب کې د طالبانو له لیکو سره د فراه ولایت د پخواني امنیه قوماندان د یوځای کېدو راپورونو ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه لیکي، جنرال عبدالجلیل بختاور یو وخت په فراه ولایت کې د طالبانو کلک دښمن و، حتی له تقاعد وروسته‌یې هم په جګړو کې ګډون کاوه او ځکه نو طالبانو انتحاري بریدکوونکي ورپسې استولي وو.

نیویارک ټایمز لیکي، د جنرال بختاور زامن چې یو په‌کې د ولایتي شورا د رئیس او بل د مرستیال والي تر مقامه ورسېدل، هم تل د جګړې په لومړۍ کرښه کې وو او یو ځل خو داسې هم پېښ شول چې کله د ولایتي شورا رئیس او د هغه زوی د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې د یوه هلیکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې ووژل شو، نو طالبانو د هغه مړی تر څو ورځو پورې ساتلی و، او نه‌یې ورکاوه.

ورځپاڼه لیکي چې له دې ټولو سره سره دې متقاعد جنرال د یوه خطرناک اقدام په ترڅ کې چې د چارواکو په وینا ښايي د فراه امنیت له خطر سره مخامخ کړي، د یکشنبې په ورځ خپل لوری بدل کړ او د طالبانو پر لیکو ورګډ شو.

د دې خبر په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل، خواشیني یو چې نوموړی د افغانستان د سولې او ثبات له دښمنانو سره یوځای شوی او د با عزته ژوند پر ځای یې د تشدد لار ونیوله.

خو د هغه زوی د فراه مرستیال والي مسعود بختاور په یو بیان کې د دې ترڅنګ چې دا یې د خپل پلار شخصي کار بللی هڅه کړې چې موضوع بې‌اهمیته وښيي.

هغه ویلي دي چې پلار یې د دوو دښمنو قبیلو د پخلاینې لپاره په بالابلوک ولسوالۍ کې خپل پلرني کلي ته تللی.

خو طالبانو پر ټولنیزو شبکو د جنرال بختاور وېډیوګانې په داسې حال کې چې ګلان‌یې په غاړه کې دي او خلک‌یې هرکلی کوي، خپاره کړل.

نیویارک ټایمز لیکي د طالبانو له لیکو سره د جنرال بختاور یوځای کېدل که له یوې خوا د طالبانو هغو تبلیغاتو ته ګټه رسوي چې د افغان حکومت د نه‌مشروعیت په اړه‌یې کوي له بلې خوا ښيي چې څنګه په افغانستان کې له دوو لسیزو راهیسې روانه جګړه د کورنیو ترمنځ کرښې راکاږي او پلار د زوی پر وړاندې دروي.

  • ایکونومیست انلاین

ایکونومیست انلاین خپرونه په یوه مطلب کې لیکي چې طالبان په افغانستان کې د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې برخه اخلي، خو تر ټولو ګټور کار چې د جګړې بندول دي، نه‌کوي.

خپرونې هرات ولایت ته په یوه نږدې سیمه کې د کرونا ویروس پر ضد د مبارزې د یوه مسؤل دولتي چارواکي کیسه نقل کړې چې یو کس ټیلیفون ورته کوي او په یوه کلینیک کې د ماسکونو د کمښت له کبله ورته په غصه کېږي.

خپرونه لیکي چې دا کس کوم دولتي چارواکی نه، بلکې د سیمې یو طالب و.

ایکونومیست لیکي کله چې 'کووېډ-۱۹' ناروغي افغانستان ته ورسېده طالبانو ډېر ژر د هغې پر ضد د مبارزې په چاره کې ګډون ته تیاري وښوده او پر ټولنیزو شبکو یې د دولتي سرتېرو د وژنو د بیانونو پر ځای د طالبانو تصویرونه، په داسې حال کې چې خلکو ته ماسکونه وېشي او د عامې روغتیا سپارښتنې کوي خپاره کړل.

خپرونه د یوې بریتانوۍ فکر خونې یا تحقیقاتي مرکز د شنونکې اشلي جکسن له قوله لیکي چې نوموړې وايي، یو کار چې طالبان ډېر په‌کې تکړه دي، ډسپلین دی، خو خپرونې د دې څرګندونو په پای کې لیکلي، تر ټولو ګټور کار چې طالبان‌یې کولای شي د اوربند منل دي څو حکومت او مرستندویه مؤسسې د دې ویروس پر ضد بې‌ځنډه مبارزه وکړي.

خو ایکونومیست لیکي چې طالبان برعکس له یوې خوا خلکو ته د خوندیتوب سپارښتنې کوي او له بلې خوا یې په ډېر شمېر وژني.

XS
SM
MD
LG