د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

جنرال راحيل شريف به يوه اوونۍ وروسته تقاعد شي


د پاکستاني پوځ لوی درستيز راحيل شريف د دوشنبې په ورځ د خدای په امانۍ لړۍ پيل کړه.

ټاکل شوې ده جنرال راحيل شريف يوه اوونۍ وروسته تقاعد شي.

ده مخکې هېڅکله نه‌وو ويلي چې غواړي د دندې دوره‌يې وغځېږي خو د رسنيو او سیاستوالانو له‎خوا داسې وړاندوينې کېدې.

د پاکستان د پوځ وياند ډګر جنرال عاصم باجوه پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې راحيل شريف د خدای پامانۍ لړۍ نن له لاهوره پيل کړه او پر دې مهال به له سرتېرو سره ويني.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، هغه پاکستانيان چې جنرال راحيل شريف خوښوي، وايي، ده په قبايلي سيمو کې د ترورېزم پر ضد له مبارزې سره-سره له اداري فساد او جرايمو سره هم مبارزه کړې ده.

پوځ پر پاکستان د دغه هېواد د ۶۹ کلن تاریخ تر نيمايي زياتې مودې واکمني کړې ده او د اوسني صدراعظم نواز شريف په شمول په عمومي توګه له جمهوري حکومتونو سره ترینګلي روابط لري.

نواز شريف په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د پوځي کودتا په پايله کې له واکه لیرې شو.

نواز شريف په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د پوځي کودتا په پايله کې له واکه لیرې شو.
نواز شريف په ۱۹۹۹ میلادي کال کې د پوځي کودتا په پايله کې له واکه لیرې شو.

د پرويز مشرف په ګډون، د پاکستان د دوو پخوانيو لوی درستيزانو دورې وغځول شوې چې نواز شريف‌يې له واکه لیرې کړ.

د نوومبر تر اتلسمې بايد نواز شريف د پوځ د لوی درستير ځای ناستی انتخاب کړي.

په عمومي توګه پوځ صدراعظم ته د درېيو يا څلورو کسانو نومونه ورکوي چې يو کس د لوی درستيز په توګه انتخاب کړي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سږ کال د دې دندې لپاره کانديدان ډګر جنرال اقبال رمدايي، ډګر جنرال زبېر حيات، ډګر جنرال اشفاق نديم احمد او ډګر جنرال قمر جاوېد باجوه دي.

څېړونکي وايي، د پاکستان د لوی درستيز د ځای ناستي ټاکنه به په بهر کې هم له نېږدې څارل کېږي ځکه امریکا په افغانستان کې تر ۱۰ زره پورې سرتېري لري چې له افغان طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو سره په جګړه دي.

په دې وروستیو کې د واشنګټن د صبر کاسه هم ډکه شوې ده ځکه امریکا دا د پاکستان ناکامي بولي چې د دې هېواد له خاورې سخت دريځې په افغانستان کې حملې کوي. پاکستان دغه تورونه ردوي.

هندوستان هم د کشمير په لانجمنه سیمه کې د ناکراري له زياتېدو سره پر پاکستان انتقادونه زیات کړي دي.

په دې وروستيو کې په کشمير کې د هندوستان پر يوې پوځي اډه په حمله کې ۱۸ سرتېري ووژل شول.

اسلام‎اباد دا تورونه ردوي چې په دې حمله کې يې لاس درلود.

په پاکستان کې دننه، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د راحيل شريف په مشرۍ په حملو کې د تحريک طالبان پاکستان په ګډون سخت دريځي په نخښه شول او د پاکستان په لوی ښار کراچۍ کې د جنايت کارو ډلو پر ضد هم عمليات وشول.

پاکستان کې په ټوله کې د تاوتریخوالي کچه ټيټه شوې ده خو د لويې کچې حملې زیاتې شوې دي.

له اګسټ مياشتې راهیسې په درېيو حملو کې ۱۸۵ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG