د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۸

هندي پوځیانو پر کنټرول لاین ۷ پاکستاني پوځیان وژلي


د پاکستان پوځي مقامات وايي، هندي پوځیانو د پاکستان او هندوستان ترمنځ پر کنټرول لاین پر پاکستانیو ځواکونو ډزې کړي چې په نتیجه کې یې دغو ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ISPR په دې اړه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ویلي چې هندي پوځیانو د دوشنبې په شپه د پاکستان او هندوستان ترمنځ پر کنټرول لاین په بهمبر سیمه کې د پاکستانیو ځواکونو پر پوستو ناتاره ډزې کړي چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

هندي پوځيانو پر پاکستاني پوځ ډزې کړي.
هندي پوځيانو پر پاکستاني پوځ ډزې کړي.

خبرپاڼه همداشان کاږي چې پاکستانیو ځواکونو پر کنټرول لاین د هندي ځواکونو د ناتاره ډزو مؤثر ځواب ورکړی او د هغوی پوستې یې په نښه کړي.

په دې وروستیو کې د هندوستان او پاکستان ترمنځ خپلمنځي اړیکي تر هغې وروسته کړکېچنې شوې چې څه موده مخکې د هندي کشمیر په "اوړي" سیمه کې د هندي پوځیانو پر یوه کمپ وسله وال برید وشو چې په نتیجه کې ۱۸ هندي سرتېري ووژل شول.

هندي چارواکو تر دغه وسله وال برید وروسته د برید مسؤلیت پر پاکستان واچاوه، خو پاکستان بیا د هندي چارواکو تورونه رد او دا یې بې بنیاده وبلل.

د هندي کشمیر په "اوړي" کې تر وسله وال برید وروسته د پاکستان او هندوستان اړیکي کړکېچنې شوې چې په نتیجه کې پر ګډه پوله د یو بل پر پوستو د بریدونو لړۍ هم بیل شوې چې تر دې دمه روانه ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې په روان کال کې د پاکستان او هندوستان ترمنځ پر کنټرول لاین د هندي پوځیانو له خوا د ډز بندۍ د سرغړونې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۹ ملکي پاکستانیان وژل شوي او ۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت په دې اړه بیا بیا په اسلام اباد کې د هندوستان د لویې کمېشنرۍ چارواکي یاد وزارت ته وربللي او پر کنټرول لاین یې د ډزو له امله ورته شدید احتجاج کړی دی.

په عین حال کې که له یوې خوا پر کنټرول لاین او ګډه پوله د دواړو هېوادونو د پوځیانو ترمنځ نښتې روانې دي، نو له بلې خوا دواړو هېوادونو په اسلام اباد او ډیلي کې ځینې ډیپلوماتان هم ناخوښه کسان بللي او له هېواده یې شړلي دي.

د پاکستان صدراعظم څو ورځې وړاندې پر کنټرول لاین د هندي پوځیانو بریدونو ته په اشاره ویلي و چې که چېرې پر پوله د هندي پوځیانو بریدونه تم نه شول، نو دوی به هم ورته ځواب ورکړي.

شریف: که چیرې پر پوله د هندي پوځیانو بریدونه تم نشي،دوی به ورته ځواب ورکړي.
شریف: که چیرې پر پوله د هندي پوځیانو بریدونه تم نشي،دوی به ورته ځواب ورکړي.

د یادونې وړ ده چې هندي چارواکو لا تر دې دمه پر کنټرول لاین له پاکستانیو ځواکونو سره د تازه نښتې په اړه څه نه دي ويلي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG