د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

د هند پوځ: افراطي وسله‎والو بیا کشمیر کې پر پوځي کمپ حمله کړې


د هند پوځ وايي، افراطي وسله‎والو ډلو پرون یو ځل بیا د کشمیر په شمال کې د هند د پوځ پر یوه کمپ وسله‎وال برید کړی.

هندي چارواکي د افراطي اسلامپالو له‎خوا پر خپل پوځ د ډزو خبر په داسې حال کې ورکوي چې یوازې څو ورځې مخکې ۱۹ تنه هندي پوځیان په یوه ورته حمله کې ووژل شول او ورسره د هند او پاکستان په اړیکو کې سخت کړکېچ راغی.

روېټرز خبري آژانس د هند د پوځي ځواکونو د یوه ویاند له قوله لیکي چې وسله‎والو تېره شپه د بارامولا په نوم په سرحدي ولسوالۍ کې د پوځ پر مرکز ډزې وکړې.

د بارامولا د پولیسو یو مقام امتیاز حسین روېټرز آژانس ته وویل، دې پوځي مرکز ته نېږدې د هندي سرتېرو او وسله‎والو تر منځ درنه جګړه روانه ده او د سیمې یوه اوسېدونکي عابد نبي ویلي چې د درنو چاودنو او ډزو اواز اوري.

حسین: پوځي مرکز ته نېږدې د هندي سرتېرو او وسله‎والو تر منځ درنه جګړه روانه ده.
حسین: پوځي مرکز ته نېږدې د هندي سرتېرو او وسله‎والو تر منځ درنه جګړه روانه ده.

په سیمه کې د هندي پولیسو یوه افسر سید جاوید مجتبی ګېلاني اسوشېټېډ پرېس آژانس ته ویلي، تر اوسه معلومه نه‎ده چې آیا وسله‎والو د سرېنګر په ۵۰ کېلو مترۍ کې دې پوځي مرکز ته د ننوتو هڅه کړې وه کنه؟

د دې جګړې د تلفاتو په اړه هم تر اوسه معلومات نه‎دي ترلاسه شوي.

د هند پوځ درې ورځې مخکې وروسته له دې چې د «یوري Uri» په نوم د پوځ پر اډې وسله‎واله حمله وشوه په کشمیر کې د کنټرول د کرښې په اوږدو کې هغه پوځي عملیات پیل کړل چې چارواکي یې د عملیاتي حملو په نوم یادوي او وايي چې په دې عملیاتو کې یې د ترورېستانو ځالې ویجاړې کړې.

پاکستان وايي چې داسې کومه حمله نه‎ده شوې او وايي چې دوه پاکستاني سرتېري له هندي ځواکونو سره د معمولو نښتو په نتیجه کې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د هند د دې ادعا د ردولو لپاره وړمه ورځ یو شمېر بهرني خبریالان په یو هلیکوپټر کې په کشمیر کې د کنټرول کرښې ته چې د پاکستان او هند سرحد ګڼل کېږي بیولي وو.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه

فرانسپرېس خبري آژانس راپور ورکوي چې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوه په ګډون جګپوړو پوځي چارواکو بهرني خبریالان د هغې سیمې دوه کېلو مټري واټن ته بوتلل چې هند وايي، افراطي اسلامپالو د پوځ پر څلورو مرکزونو حملې په‎کې وکړې.

هند وايي، پاکستان په کشمیر کې د هغو افراطي وسله‎والو ډلو ملاتړ کوي چې وخت ناوخت د هند پر پوځ حملې کوي.

افغانستان هم پر پاکستان ورته تور لګوي او وايي چې وسله‎وال طالبان افغانستان ته د ترورېستي حملو لپاره استوي.

XS
SM
MD
LG