د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

هند له نړيوالو وغوښتل چې د ترورېزم ملاتړي هېوادونه منزوي کړي


د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سواراج پر نړیوالو غږ وکړ چې هغه هېوادونه چې د ترورېزم ملاتړ کوي، باید په نښه او منزوي کړي.

سوشما سواراج پرون دوشنبه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د وینا پر مهال څرګنده کړه چې له ترورېزم سره مبارزه ګران کار نه‎دی بلکې کلک عزم او چټکو هڅو ته اړتیا لري.

هغې په ‎دې غونډه کې د افغانستان د پلاوي خبرو ته هم اشاره وکړه او ویې‌ویل چې که نړیوال په اوس وخت کې هڅه ونه‌کړي او د ترورېزم ریښې ونه‌ایستل شي، راتلونکو نسلونو ته به ملامت وي.

د هند د خارجه چارو وزیرې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمابله کې پرته له دې چې د کوم ځانګړي هېواد نوم واخلي وویل، نړیوالو ته هغه هېوادونه معلوم دي چېرته چې افراطي ډلې په عام محضر کې غونډې او لاریونونه کوي او د دولتونو په کچه‌یې ملاتړ کېږي.

سوشما سواراج د عمومي اسامبلې ګډون‎کوونکو ته ور یاده کړه چې د افغانستان پلاوي هم دې ته اشاره کړې وه چې یو شمېر هېوادونه په زغرده له ترورېزمه ګټه اخلي او نړیوال‌یې باید پوښتنه وکړي.

سوشما سوراج وویل، له ترورېزم سره مبارزه ګران کار نه‎دی.
سوشما سوراج وویل، له ترورېزم سره مبارزه ګران کار نه‎دی.

سوشما سوراج زیاته کړه:

"دې ته باید وکتل شي چې ترورېستانو ته چا ځای ورکړی؟ ترورېستان نه بانک لري، نه د وسلو فابریکې لري نو پيسې څوک ورکوي؟ وسلې څوک ورکوي؟ څوک پناه ورکوي؟ څوک‌یې ملاتړ کوي؟ همدا سوال څو ورځې مخکې افغانستان هم په‎ دې ځای کې مطرح کړ. تاریخ ګواه دی چې هر چا د بدۍ زړی کرلی، د هغه ترخه مېوه‌یې خوړلې ده. هغه کمزوري ترورېستان چې غلچکۍ حملې به‌یې کولې، په یوه ستر شیطان بدل شوي چې بې‌شماره لاسونه، بې‌شماره پښې او بې‌شماره سرونه لري او پرمختللی تخنیک لري. موږ په‎ دې چې دا زما ترورېست او دا د بل ترورېست دی، ترورېستان د ځان او د نورو په ډلو سره ووېشو، دا جنګ نه‌شو ګټلای."

د هند د خارجه چارو وزیرې په ‎داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې د دې هېواد صدراعظم نرېندرا مودي د شنبې په ورځ د پاکستان د منزوي کولو لپاره د نړیوال کمپاین د پيل ژمنه وکړه.

سوشما سواراج پر نړیوالو غږ وکړ چې د ترورېزم پر ضد د مبارزې لپاره اغېزمنه کړن‎لاره جوړه کړي.

هغې ټینګار وکړ چې داسې هېوادونه چې له دې ائتلافه وتلي پاتې کېږي، باید وپېژندل او منزوي شي.

سوشما سواراج وویل:

"که موږ غواړو چې ترورېزم له ریښو سره وباسو، یوه لاره لري او هغه دا چې خپل اختلافونه لیرې کړو او د ترورېزم پر ضد متحد شو، پر ضد یې صادقانه مبارزه وکړو او خپلې هڅې چټکې کړو. هر هغه هېواد چې له داسې نړیوالې کړن‎لارې سره نه‌یوځای کېږي، باید د نړیوالو له لوري منزوي شي ځکه په نړۍ کې داسې هېوادونه شته چې د ترورېستانو روزل‌یې په شوق بدل شوی دی."

د هند حکومت پر پاکستان تور لګولی چې څو ورځې وړاندې یې په هندي کشمیر کې پر یوه پوځي مرکز په ترورېستي حمله کې لاس درلود خو پاکستان د هند دا ادعا رد کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري هم تېره میاشت پر پاکستان غږ وکړ چې له ترورېزم سره مبارزه وکړي.

نواز شریف: پاکستان د ترورېزم قرباني دی.
نواز شریف: پاکستان د ترورېزم قرباني دی.

خو د پاکستان صدراعظم نواز شریف څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې د ترورېزم پر ضد د خپل حکومت د مبارزې یادونه وکړه او ویې‌ویل چې پاکستان د ترورېزم قرباني دی.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې پرون عمومي اسامبلې ته د پاکستان صدراعظم د وینا ځینو برخو ته په اشاره وویل چې"د چا خپل محل د شیشې وي، د نورو کورونو ته کاڼي نه‌ورولي."

هغې ټینګار وکړ چې د هند حکومت کره شواهد لري چې هلته په یو لړ ترورېستي حملو کې د پاکستان لاس ثابتولای شي.

XS
SM
MD
LG