د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۴

د هند ځانګړي ځواکونو کشمیر کې لسګونه مخالفین وژلي


د هند او پاکستان ځواکونه بیا په یوه نښته کې د یو بل په وړاندې ودرېدل.د هند پوځي او حکومتي چارواکي وایي، د دغه هېواد ځانګړي ځواکونه د پنجشنبې د شپې په اوږدو کې د کشمیر یوې سیمې ته ننوتل او له لسګونو وسله‎والو مخالفینو جوړه یوه ډله یې په نښه کړه.

د امنیتي سرچینو په وینا، دغو وسله‎والو د هند په بېلابېلو ښارونو کې بریدونو ته تیاری نیوه.

هندي چارواکو دا هم تائید کړه چې په دغو عملیاتو کې د دوی ځواکونو ته کوم زیان نه‎دی رسېدلی.

خو یو هندي پوځي د دغه هېواد تر ادارې لاندې کشمیر کې وایي؛ د اخ و ډب په بهیر او د یوه ماین په چاودنه کې دوه هندي سرتیري ټپيان شوي دي.

پاکستان ادعا کوي چې له هندي ځواکونو سره په جګړه کې یې دوه تنه سرتیري وژل شوي دي. اما دا ادعا یې نوي ډیلي رد کړې ده.

د کشمیر په نوشهره کې یو چارواکی، هروانش لال وایي؛ د ډېرو سیمو خلکو ته یې ویلي چې له خپلو کورونو ونه وځي.

ښاغلي لال زیاته کړه:

"د پولې د کنټرول په سیمه کې نښته، د شپې له‎خوا پيل او د سهار تر اوو بجو او پنځلسو دقیقو یې دوام درلود. موږ خلکو ته مشوره ورکړه چې له خپلو کورونو ونه وځي."

کشمیر کې نښته، د مودي له ګواښونو وروسته وشوه.
کشمیر کې نښته، د مودي له ګواښونو وروسته وشوه.

د کشمیر په سیمه کې نښته، د نریندرا مودي له ګواښونو وروسته وشوه.

ده ویلي و د کشمیر د اوري په سیمه کې د هند په پوځي اډه برید کوونکي به مجازات شي.

په دې پېښه کې چې د سېپټمبر په اتلسمه پېښه شوه د هند اتلس تنه سرتیري ووژل شول.

د هند تر ادارې لاندې کشمیر یو اوسیدونکی سوهن سنګ وایي؛ پاکستان د پنجشنبې په شپه د دوی په سیمه سختې ګولۍ وورولې.

دی وايي:

"موږ د نښتو له امله ډېر څاروي له لاسه ورکړل. بې وزلي خلک له دې ځایه وځي. له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو. تېره شپه پاکستان درنې ګولۍ پر موږ وورولې."

پاکستان کې د دغه هېواد د اردو ویاند عاصم بجوا وایي؛ د هندي ځواکونو بریدونه یې په شا تمبولي دي.

بجوا وایي؛ د هندي ځواکونو بریدونه یې په شا تمبولي دي.
بجوا وایي؛ د هندي ځواکونو بریدونه یې په شا تمبولي دي.

ده د هند هره ادعا د دوی په هېواد کې د عملیاتو په باب رده کړه.

هند او پاکستان د سیمې دوه رقیب هېوادونه او دواړه د اټمي وسلو لرونکي دي.

دواړو هېوادونو له څلورو جګړو وروسته چې په ۱۹۴۷،۱۹۶۵، ۱۹۷۱ او ۱۹۹۹ کې وشوې، اوربند منلی وو.

د هند او پاکستان جګړې سختې وې او دواړو خواوو ته یې زیاته مرګ ژوبله یې درلوده.

که څه هم چې په کشمیر کې د اوربند هوکړه‎لیک د دواړو هېوادونو له‎خوا په ۲۰۰۳ میلادي کال کې لاسلیک شو، اما کله نا کله د هند او پاکستان د پوځیانو تر منځ ځينې نښتې پېښيږي او بیا دواړه یو او بل د جګړې په پیل کولو تورنوي.

XS
SM
MD
LG