د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

هند به له پاکستانه د خپل عسکرو د وژلو غچ واخلي


هند ویلي دي، چې له پاکستان څخه به د خپل عسکرو د وژلو غچ واخلي.

د هند د دفاع وزیر د ده په وینا د پاکستاني پوځ چلند چې دوه هندي عسکر یې د کشمیر د کنټرول په سیمه کې وژلي دي غندلی دی.

د هند د دفاع وزیر “ اې کې انتوني” په نوي ډهلي کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:

“د پاکستان د پوځ دغه عمل ډير پارونکې دی.

په دغه طریقه، چې دوي( پاکستاني پوځ ) هندي عسکر وژلي دي دا یو غیر انساني عمل دی.

موږ به د پاکستان حکومت ته اعتراض وکړو او زموږ د پوځي عملیاتو امر به په دې اړه په پاکستان کې له خپل سیال سره خبري وکړي. موږ دغه وضعیت له نژدې څارو.”

هندي رسنیو راپورونه خپاره کړل، چې د سې شنبې په ورځ له هندي عسکرو څخه سرونه غوڅ شوي دي.

هندوستان ټایمز بیا په خپل راپور کې لیکلي و، چې د دوهم عسکر غاړه پرې شوې ده.”

د هند د بهرنيو چارو وزیر “ سلمان خورشید” د دوو هندي عسکرو دا راز وژنه مطلقاُ نه منونکې، بیروونکې او وحشتناک عمل وګاڼه.”

ښاغلي خورشید د “متناسب” یا ورته ځواب تعهد وکړ.

د راپورنو پر اساس د هند د د باندنیو چارو وزیر د اعتراض لپاره پاکستانی استازی احضار کړ.

دغه دوه هندي عسکر په داسې حال کې، چې هوا ډيره تیاره وه د ګزمي پر مهال له پاکستاني عسکرو سره په شخړه کې وژل شوي دي، خو هندي مقامات بیا وايي، چې دغه وژنه د هند د خاوري دننه په سل متري کې شوې ده.

د هند د غاړې د کشمیر د پولیسو پخوانی مدیر ایم ایم خاجوریا وویل:
په دې لانجمنه سیمه کې د سې شنبې ورځې پیښه د پاکستاني پوځ د بیا فعالیتونو د پيل څرګندونه کوي .نوموړی زیاتوي:

“پاکستاني عسکر او ملیشه په پټه زموږ خاوري ته اوښتې وو، دا ښيي چې دوي(پاکستاني عسکرو) خپل عملیات زیات کړي دي، زه په پالیسي کې لوی بدلون وینم.

موږ باید په راتلونکو ورځو کې هم په، دیپلوماتیکه سطح، او هم په سرحدي سیمو کې د تیار سی په حال کې و اوسو.”


د هند ي کشمیر د پولیسو عمومي امر “ دیلبګ سینګ” دغه پیښه ډيره مهمه نه ده ګڼلې، خو ویلي یې دي چې، د ده ځواکونه به په سیمه کې په احتیاطي اقداماتو لاس پورې کړي، سینګ وايي:

“موږ په دغو خاصو سیمو کې تل د دا ډول فعالیتونو احتمال وینو، دا ډول فعالیتونه پخوا هم سشوي دي او په مرتبه توګه پيښیږي، خو موږ باید په دغه سرحدي سیمه کې خپل امنیتي انتیتي ځواکونه غښتلي کړو.”

په عین حال کې“ ایکسپرس اِنډیا” ورځپاڼې د چارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې پاکستاني پوځ دا خبره ردوي چې د هغوي عسکر د کنټرول له سیمي اوښتي دي او د هند قلم رو ته داخل شوي دي.

ورځپاڼه د پاکستان د یوه پوځي افسر له قوله چې نوم یې نه دی ښول شوی پر هند تور لګوي او وايي:

“دا ده هند یوه پروپاګنډه ښکاري، د دې لپاره چې د نړۍ پاملرنه له هغې پيښي څخه واړوي چې، هندي عسکرو د جنوري پر شپږمه نیټه د یکشنبې په ورځ د پاکستان پر پوځي پوستي برید وکړ او یو پاکستاني عسکر یې وواژه.”

د پاکستان اوهند ترمنځ په ګډه ۷۴۰ کېلو متره د کشمیر کنټرول سیمه کې چې، دواړه هېوادونه سره بیلوي دا ډول پيښي په مرتبه توګه پیښیږي.

خو د دواړو هېوادونو مقامات وايي، چې په دې سیمه کې ورستنۍ وژونکې پيښي، د تاوتریخوالي د زیاتیدو ښکارونديي کوي چې د ۲۰۰۳ میلادي د اوربند راهیسي نه وې لیدل شوي.
XS
SM
MD
LG