د طالبانو سیمهییزو چارواکو په تېرو دوو اوونيو کې په هرات کې ټولې هغه کافې تړلي چې، ښځو ته ځانګړې شوې وې.
"موږ تر وروستۍ شېبې پورې خپله کافه خلاصه پرېښوده، خو چې پنځمه کافه هم بنده شوه، موږ هم خپله کافه وتړله.هرات کې د يوې کافې مسووله
د دغو کافو د یوشمېر خاوندانو د معلوماتو لهمخې، په هرات کې شپږ کافې چې د ښځو لپاره یې ځانګړی فعالیت کاوه، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست لهخوا تړل شوي دي.
لهدې وړاندې د امر بالمعروف محتسبینو د دې کافو مالکانو ته ګواښ کړی و چې، خپله دې خپلې کافې وتړي.
په هرات کې یوه ښځه چې کافه یې د طالبانو لهخوا تړل شوې، د خپل نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط یې ازادي راډيو ته وویل: "موږ تر وروستۍ شېبې پورې خپله کافه خلاصه پرېښوده، خو چې پنځمه کافه هم بنده شوه، موږ هم خپله کافه وتړله. موږ د قانوني لارو په لټه کې یو، خو تر اوسه هيڅ حللاره نهده موندل شوې. موږ غوښتنه کوو چې دې مسئلې ته دې پاملرنه وشي، ځکه هغه دلیلونه چې دوی زموږ د کافې بندېدو لپاره وړاندې کړي، زموږ له کافې سره هيڅ تړاو نهلري. زموږ کافه د کتاب مطالعې لپاره وه او هيڅ داسې څرک نه وو پهکې."
دا کافې زیاتره هغه وخت جوړې شوې وې، کله چې د طالبانو حکومت پر ښځو د زدهکړو او کار بندیز ولګاوه، څو ښځې وکولی شي لهدې ځایه د یوې خوندي فضا او تفریحي ځای په توګه استفاده وکړي.
Your browser doesn’t support HTML5
د دې کافو د خاوندانو په وینا، د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر ریاست دا کافې د موسیقۍ د غږولو، د دخانیاتو د پلورلو او د دوی په خبره د ښځو لپاره د فساد د زمینې برابرولو په تور بندې کړي دي.
خو د دې کافو مالکانو دا تورونه بېبنسټه بللي دي.
"یوه دلیل چې کافې وتړل شوې دا و چې ویل یې ښځو ته د اخلاقي فساد زمینه برابره شوې او د دوی وخت دلته ضایع کېږي.هرات کې د يوې کافې مسوول
د دغو کافو یو بل مالک، چې ده هم د موضوع د حساسیت له کبله غوښتنه کړې چې نوم او غږ یې خپور نهشي وویل چې، طالبانو یوازې د دغو کافو ښځینه برخه ورتړلې ده.
هغه وايي: "یوه دلیل چې کافې وتړل شوې دا و چې ویل یې ښځو ته د اخلاقي فساد زمینه برابره شوې او د دوی وخت دلته ضایع کېږي. اوس چې کافه بنده شوه، موږ اړ شو چې خپل کارکوونکي رخصت کړو، ځکه نور اړتیا نه وه. د خرڅلاو نیمایي برخه مو له لاسه ورکړې او که همدا وضعیت دوام وکړي، ښایي د نارینهو برخه هم په څو اوونیو کې بنده شي."
د ښځو د کافو د مسوولينو په وینا، طالبانو د دوی د کافې د تړلو لپاره هيڅ رسمي سند نهدی وړاندې کړی.
دا پهداسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تل ادعا کړې چې له ښځينه متشبثینو ملاتړ کوي.
رویا حافظي چې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ د خونې پخوانۍ مسووله ده، د دغو کافو تړل اندېښمنوونکي بولي.
هغې ازادی راډيو ته وویل: "د کافو تړل د هغو محدودیتونو دوام دی چې پر ښځو لګول شوي دي. مخکې په ډېرو ولایتونو کې د ښځو د سینګار ځایونه هم تړل شوي وو. د اسلامي امارت حکومت تل شعار ورکوي چې موږ د ښځو د سوداګرۍ ملاتړ کوو، خو بدبختانه دا خبرې تل ضد او نقیض وې. تر اوسه مو هيڅ ملاتړ نهدی لیدلی. د کافو تړل د ښځو د سوداګرۍ راتلونکی ګواښي او د هغوی اقتصاد ته زیان رسوي."
په دې اړه نور: په خوست کې یو شمېر ښځو د رسمي دندو له لاسه ورکولو وروسته دوکاندارۍ ته مخه کړېتر دې وړاندې د طالبانو حکومت په ډېرو ولایتونو کې د ښځو سینګارتونونه هم تړلي وو.
په همدې حال کې ښځینه متشبثینو تل له ازادی راډيو سره په خبرو کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د خپلو فعالیتونو پر وړاندې له شته ستونزو شکایت کړی دی.
خو د طالبانو حکومت تر دې وړاندې په ورته فرمانونو کې ښځې له رستورانتونو، تفریحي پارکونو او ورزشي لوبغالو منع کړې دي.
که څه هم طالبان ادعا کوي چې، د افغان ښځو حقونه د اسلامي شریعت په چوکات کې خوندي دي، خو د دوی د امر بالمعروف په نوي قانون کې، چې د روان میلادي کال د اګست په ۲۱مه تصویب شوی، په ۱۳مه ماده کې یې د ښځو د مخ پر بشپړ پوښښ ټینګار شوی او ان د دوی غږ هم "عورت" بللى شوی، هغه څه چې د نړیوالې ټولنې سخت غبرګونونه يې راپارولي.