د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

هرات کې ښځينه کافو ته د طالبانو خبرداری؛ د کافو څښتنانې مېرمنې يې اندېښمنې کړي دي


له ارشيفه د يوې کافې انځور
له ارشيفه د يوې کافې انځور

په هرات ولایت کې د ښځو لپاره د ځانګړو کافو ځینې مالکانې ادعا کوي چې، طالبانو د دغه کافو د تړلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

"د دوشنبې ورځې له غرمې مخکې طالبان د امربالمعروف په یونیفورم کې او له وسلو سره د کافې مخې ته راغلل او په شفاهي ډول یې موږ ته وویل چې باید کافه مو وتړئ او ښځینه کارکوونکي مو رخصت کړئ
هرات کې د يوې کافې څښتنه

په هرات ولایت کې د یوې ښځینه کافې مالکه چې نه‌غواړي نوم او اصلي غږ يې په راپور کې خپور شي وايي، د طالبانو له بیا واکمنۍ او د پوهنتونونو له تړلو وروسته یې په شخصي لګښت دغه کافه جوړه کړې چې د ښځو لپاره د عاید یوه سرچینه وي.

هغه وايي: "ما د دغه کافې د جوړلو لپاره ۱۵ لکه افغانۍ ولګولې، مخکې د معالجوي طب محصله وم چې له بده‌‌مرغه د پوهنتونو له تړل کېدو وروسته ډېره ناهیلې شوم او خپله راتلونکې مې ډېره تیاره لیدله، د خپلې کورنۍ په ملاتړ مې دغه کافه جوړه کړه چې د ښځو لپاره د عاید یوه سرچینه ولرو."

ياده مېرمن دغه‌راز وايي، د دوشنبې په ورځ د امربالمعروف محتسبینو دوی ته په شفاهي ډول د کافې د تړلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

هغې ازادي راډيو ته وويل: "د دوشنبې ورځې له غرمې مخکې طالبان د امربالمعروف په یونیفورم کې او له وسلو سره د کافې مخې ته راغلل او په شفاهي ډول یې موږ ته وویل چې باید کافه مو وتړئ او ښځینه کارکوونکي مو رخصت کړئ، موږ ورسره دا خبره ځکه ونه منله چې دوی سره کوم رسمي مکتوب نه و، بیا یې موږ ته وویل چې تر چهارشنبې ورځې باید په تمه اوسو، د چهارشنبې په ورځ مې ورور امربالمعروف ادارې ته ورغی هغه ته یې ویلي چې تاسو خپل کار کوئ هرکله چې مو وغوښتل راځو او کافه مو بندوو او په‌‌‌دې برخه کې زموږ خبرې سند دی، مکتوب ته اړتیا نه‌شته."

په هرات کې د یوې بلې کافې مالکې هم د نوم او اصلي غږ د نه خپرېدو په شرط له ازادي راډيو سره په خبرو کې دغه موضوع تايیدوي.

يوشمېر ځوانان په کافه کې؛ خو اوس‌ مېرمنو او نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په عام ډول کافو او رسټورانټونو ته ولاړې شي.
يوشمېر ځوانان په کافه کې؛ خو اوس‌ مېرمنو او نجونو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په عام ډول کافو او رسټورانټونو ته ولاړې شي.

په هرات کې د کافو د تړلو مسئلې په دغه ولایت کې هغه مېرمنې هم اندېښمنې کړي چې له‌‌‌‌دې لارې يې خپلو کورنیو ته روزي ګټله.

د یوې کافې ګاریګرې د نوم او اصلي غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "له مالي پلوه کافې له موږ سره ډېره مرسته کړې وه، له هغې چې خلکو ته مو لاس اوږد وي دا غوره ده چې پخپله کار وکړو، په خپلو پیسو هر څه چې وغواړم په اسانۍ یې ترلاسه کولای شم، خو که داسې نه وي نو اړ یوو چې له کورنۍ مرسته وغواړو."

له هغې چې خلکو ته مو لاس اوږد وي دا غوره ده چې پخپله کار وکړو
د ښځينه کافې يوه کاريګره

د هرات ولایت لپاره د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور امر فرید احمد ایوبي په‌‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌‌‌‌‌‌‌کړې.

په ورته وخت کې ځینې هغه مېرمنې چې دغو کافو ته راځي وايي، دا یې د روحي ارام او تفریح لپاره یوازینی مناسب ځای دی.

یوې مېرمنې د نوم د نه ښودلو او د غږ د بدلېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "دا ډول کافې هغو مېرمنو ته چې د طالبانو په بېلابېلو محدودیتونو کې راګیرې دي د تفریح او ارام لپاره ښه ځای او فرصت دی، خو اوس یې چې د تړلو په اړه خبرې کېږي دا مسئله د اندېښنې وړ ده ځکه چې همدا یوازینی ځای و چې موږ به د روحي ارامتیا لپاره ورته راتلو."

د طالبانو حکومت له‌‌‌‌دې واړندې په ورته فرمانونو کې مېرمنې تفریح‌‌‌ځایونو، رسټورانټونو او لوبغالو ته له تګ څخه منع کړي دي.

که څه هم طالبان ادعا کوي چې، د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د مېرمنو ټول حقونه خوندي دي، خو د امربالمعروف او نهي عن‌‌‌المنکر په نوي قانون کې یې چې، د ۲۰۲۴ میلادي کال د اګسټ په ۲۱مه تصویب شو، په ۱۳مه ماده کې یې د ښځو د مخ پټولو سربېره ان د هغوی غږ هم عورت بللی، چې دې مسئلې د نړیوالې ټولنې توند غبرګونونه راوپارول.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG