په یو ګډ راپور کې چې څو بېلابېلو ادارو په شریکه خپور کړی ویلي چې، په افغانستان کې ښځې د طبیعي افتونو په پایله کې تر نارینهو زیاتې زیانمنې دي.
ياد راپور چې پرون جمعه د (نومبر ۱۵مه) د سامویل هال، اسلاميک ریلیف، د شانګهای پوهنتون او د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) لهخوا په ګډه چمتو او خپور شوی پهکې ویل شوي چې، ښځې په افغانستان کې د طبیعي افتونو په پایله کې تر نارینهو زیاتې زیانمنې دي.
"موږ خپل ځاى نهلرو، د خلکو دهقاني مو نيولې، يو څو غواګانې او چرګې مو ساتليګلنار، د پروان اوسېدونکې
دا ګډ راپور ښیې چې نارینه او ښځینه په کورنۍ او ټولنه کې د دوی د بېلابېلې ونډې له امله په جلا توګه اغېزمن کېږي، خو په ځانګړې توګه ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې زیان منونکي دي.
د اقلیمي مسايلو له امله ښځې او نجونې اکثرا د نارینهو په پرتله د کم عاید، د زدهکړې نشتوالی او د پرېکړې کولو له حق څخه د نه خوندیتوب له ګواښ سره مخامخې دي.
راپور څرګندوي چې ټولنیز نورمونه اکثره د نارینهو زدهکړو او ژوند ته لومړیتوب ورکوي او د ښځو د ګډون په اړه په کورنیو کې محدودیتونه موجود دي.
په افغانستان کې په دودیز ډول نارینه د کرنې مسوولیت لري، پهداسې حال کې چې ښځې د لبنیاتو تولید او د څارويو د پالنې چارې ترسره کوي.
په راپور کې وړاندې راغلي، د وچکالۍ پر مهال څاروي پلورل کېږي یا خوړل کېږي، کله چې خلک د څارويو لپاره د اوبو او خوړو د ترلاسه کولو توان ونهلري.
دا لومړی د ښځینه کارکوونکو ژوند اغېزمنوي او د هغوی دودیز معیشت ګواښي، د دې ترڅنګ، د ښځو لپاره اقتصادي فرصتونو ته لاسرسی په کورنۍ کې کلیدي رول لوبوي.
د بېلګې په توګه، په کلیوالو سیمو کې ښځې او ماشومان د اوبو د راټولولو مسوولیت لري، چې د اوبو د کمښت پر مهال له زیاتو ګواښونو سره مخامخ کېږي، ځکه دوی باید د اوبو د موندلو لپاره اوږد واټن مزل ووهي.
راپور زياتوي، په افغانستان کې ښځې او ماشومان د بېځایه کېدو پر مهال څو اړخيزو ګواښونو سره مخامخ دي، لکه د جنسیت پر اساس د جلا پناهځایونو نشتون، د نارینهو لهخوا ځورونې او د جنسیت پر اساس جلا تشنابونو ته د لاسرسي نشتون يې يو له مهمو هغو څخه دي.
زما ورور دوکان درلود همدا زموږ د لبنياتو له امله د هغه دوکان ډېر پېژندل شوى و، کله چې د شپې سېلاب راغى موږ دومره وکړل چې خپل ځان وژغورو فارم او هر څه لهمنځه لاړلانيسه، د ننګرهار اوسېدونکې
دا پهداسې حال کې ده چې په افغانستان کې يوشمېر ښځې وايي، د وروستيو اقليمي بدلونونو له امله يې خپل کورنى کاروبار له لاسه ورکړى او ډېر زيان ورته رسېدلى.
د ننګرهار دوه اوسېدونکې انيسې د روداتو له ولسوالۍ او زمينې د سرخرود څخه پهدې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شريک کړي دي.
انيسه وايي: "زه خپله د ننګرهار اوسېدونکې يمه، موږ غوا درلودله چرګان مو هم درلودل، يو لوى فارم مو جوړ کړى و او دا چرګانې موږ ته د يو مؤسسې لهخوا راکړل شوي و، زما ورور دوکان درلود همدا زموږ د لبنياتو له امله د هغه دوکان ډېر پېژندل شوى و، کله چې د شپې سېلاب راغى موږ دومره وکړل چې خپل ځان وژغورو فارم او هر څه لهمنځه لاړل غټه ضربه يې راورسوله."
دغهراز زرمينې وويل: "يو دوکان مې درلوده باران او ږلۍ شوه طوفان شو، هرڅه يې لهمنځه يووړل، په همغه دوکان مې خپل ورځنى خرڅ پورم کاوه اوس حېرانه پاتې يم کونډه يم."
د پروان اوسېدونکې ګلنار بيا وايي: "موږ خپل ځاى نهلرو، د خلکو دهقاني مو نيولې، يو څو غواګانې او چرګې مو ساتلي، پهدې بارانونو کې غواګانې مو د پلاستيک لاندې تړلې دي دوه غواګانې مو مړې شوې، وضيعت مو ډېر خراب دى."
په ورته وخت کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو حکومت د دولت وزارت د (نومبر په ١١مه) ويلي وو چې، نړیوالو سازمانونو یوه کاري ډله جوړه کړې، ترڅو په راتلونکي کال کې په افغانستان کې د وچکالۍ د امکان پلټنه وکړي.
یادې ادارې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر (اوچا) د ستراتیژیکې څانګې مشرې، مانیا ویډیچ له قوله ویلي چې، افغانستان ته د وچکالۍ د مدیریت لپاره ۱۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.
که وچکالي راشي، دغه پیسې به د وچکالۍ پر وړاندې د مقاومت لرونکو تخمونو د وېش، د زیانمنو خلکو لپاره د معیشت د بدیل او د حیواناتو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو لپاره وکارول شي.
مخکې هم د ملګروملتونو په ګډون یوشمېر نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه په وار وار اندېښنه ښودلې ده.
راپور: عابده سپوږمۍ