د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

ژمی او اقتصادي ستونزې؛ یوه کونډه مېرمن: ژمی دی، لرګي او سکاره په کار دي، حیرانه یم څه وکړم


ارشیف: په کابل کې یو شمېر کوڼدې مېرمنې
ارشیف: په کابل کې یو شمېر کوڼدې مېرمنې

یو شمېر ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستانې او کونډې میندې دي، په افغانستان کې د ژمي په درشل کې ډېرو اقتصادي ستونزو او ګڼو ننګونو سره مخ دي.

د کابل اوسېدونکې یوه مېرمن وايي، کونډه ده او بې‌وزلۍ د لوږې کچې رسولې ده.

دې چې نه غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "کونډه یم، په کور کې هیڅوک د کار کولو نه لرو، ژمی شو، زموږ وضع ډېره خرابه ده، خپله ناروغه یم، خرڅ او خوراک نه لرو، هیڅوک راسره مرسته نه کوي."

هغه زیاتوي: "زوی مې ډوډۍ غوښتله، حیرانه وم چې څه وکړم، بلاخره د خپلې ترور کور ته لاړم، یوه شپه او یوه ورځ پاتې شوم، هغې موږ ته ډوډۍ پخه کړه."

ارشیف: د بې وزلۍ له کبله یو شمېر مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.
ارشیف: د بې وزلۍ له کبله یو شمېر مېرمنې سوال کولو ته اړې شوې دي.

بله مېرمن چې د سمنګان د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکې ده او دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې د ورته ستونزې له امله واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل چې څلور کاله کېږي مېړه یې ایران ته تللی او له هغه هیڅ خبر نه لري.

هغه چې د خپلې کورنۍ سرپرستي پر غاړه لري، وايي چې د ژمي په رانږدې کېدو سره د هغې ژوند له وړاندې لا بدتر شوى دی.

یوه مېرمن وايي: درې څلور میاشتې کرایه مې نه ده ورکړې، ژمی دی، لرګي او سکاره په کار دي، حیرانه یم څه وکړم. د خلکو په کورونو کې کار کوم.

هغه زیاتوي: "څلور ماشومان لرم، دوه لوڼې او دوه زامن، زوی مې ۱۴ کلن دی او کشره لور مې شپږ کلنه ده، درې زره کرایه ورکوم، درې څلور میاشتې کرایه مې نه ده ورکړې، ژمی دی، لرګي او سکاره په کار دي، حیرانه یم څه وکړم. د خلکو په کورونو کې کار کوم."

دې وویل چې په ډېرو لږو پيسو د خلکو په کورونو کې کار کوي.

د يادولو ده چې ځینې نورې ښځې چې د کار په لټه کې دي، آن دغه فرصت هم نه لري، ځکه چې کورنۍ د سخت اقتصادي وضعیت له امله ډېر کم کاريګره استخداموي.

بله مېرمن هم چې د کابل ولایت اوسېدونکې ده او د خپلې کورنۍ سرپرستي کوي، وايي چې د هغې ماشومان د سړې هوا له امله ناروغه شوي دي، خو د هغوی د درملنې توان نه لري.

دې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې ذکر شي، ازادي راډیو ته وویل: "هیڅوک نه لرم چې مرسته راسره وکړي، اولادونه مې سینه بغل دي، کور مې سمه دروازه نه لري، پردې مو وهلي، ژمی دی، کور مې په سیوري کې دی، د اولادونو مې ساړه کېږي، نه خوراک لرو، نه لرګي او سکاره، درې ژمي کېږي چې ډېر په سختۍ یې تېروم."

بله مېرمن چې هغې هم ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي، د کابل د قره‌باغ ولسوالۍ څخه ازادي راډیو ته وویل چې یوازېنی زوی یې ایران ته تللی او دا له خپلې نږور او څلورو لمسیانو سره له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ ده.

هغه وايي: "ژمی شو، د کرایې کور او خرڅ ته حيران پاتې یو، د نفس‌تنګي ناروغي لرم، پیسې نه لرم، بهر هم ګرځېدلی نه شم."

ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزلې کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په کابل کې د یوې بې وزلې کورنۍ دسترخوان

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت ویاند فیصل خاموش د نومبر په ۱۶مه په خپلې ایکس‌پاڼې لیکلي چې دې وزارت په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۰ میلیارد او ۴۰۹ میلیونه افغانۍ د یتیمانو، معلولینو او د هېواد کونډو ته وېشلي دي.

خو ډېری هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي دغه شان ګڼ شمېر کونډې او یتیمان په افغانستان کې ادعا کوي چې هغوی هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت د تېر کال د ورکړل شوو شمېرو له مخې، ۸۰زره کونډې او ۳۵۰زره یتیمان له دوى سره ثبت دي.

د يادولو ده چې ګڼـو افغان ښځو خپل مېړونه د وروستیو کلونو د جګړو، چاودنو، ځانمرګو بریدونو او د سړک د غاړې ماینونو په پېښو کې له لاسه ورکړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG