د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۷ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

د سالنګ لارې بېرته پرانیستل کېدل؛ ملا برادر: پر دویم تونل یې هم کار کوو


د سالنګ لارې د پرانیستې مراسمو یوه څنډه
د سالنګ لارې د پرانیستې مراسمو یوه څنډه

له څه باندې څلورو مياشتو تړل کېدو وروسته د سالنګ لویه لار چې کابل له ۹ شمالي ولايتونه سره نښلوي، نن د وړو موټرو په مخ پرانيستل شوه.

د طالبانو د حکومت د رئيس الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند د سالنګ د رغول شوي تونل پرانيستنه کې ویلي، دوی به سم‌لاسي د سالنګ پر دويم تونل هم کار پيل کړي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزيون د پرانیستې له جریانه د ملا برادر اخوند یو ويډيويي کليپ خپور کړی چې هغه په‌کې د دغو څرګندونو تر څنګ د سالنګ لار په اهمیت هم ټینګار کړی دی.

ملا برادر اخوند ويلي:

" موږ خلکو ته دا زېری هم ورکوو، چې نږدې وخت کې به ان‌شاالله موږ د سالنګ دويم تونل باندې هم کار شروع کړو او په ټېکه به يې ورکړو. پر هغه تونل به هم کار پيليږي، د دې تونل بديله لار به هم پيدا شي. د حيرتان څخه تر تورخم پورې به د اوسپنې د پټلۍ ليکې هم وصل کړو."

د سالنګ لويه لار چې کابل له ۹ شمالي ولايتونو سره نښلوي، د روان زيږديز کال د سټبمر په نهمه نېټه د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت له‌خوا د سالنګ تونل د بيارغونې په موخه وتړل شوه.

دا چې د سالنګ تونل په رغولو څومره لګښت راغلی دی او څه ډول جوړ شوی، وموغوښتل په‌دې اړه د طالبانو د حکومت د ټولګټو چارو وزارت د مسؤلينو نظر ولرو، خو وياند يې اشرف حق‌شناس د دې راپور تر خپرېدو پورې په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

له ارشیفه د سالنګ یو تصویر
له ارشیفه د سالنګ یو تصویر

سالنګ لار د افغانستان له ډېرو مهمو ترانیزیتي لارو ګڼل کېږي د تونل د رغولو چارو یې څه باندې څلور میاشتې وخت ونیو.

په دې موده کې مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو له فرعي لارو خاواک او شیبر څخه کار اخیست.

يو شمېر خلک چې پر ياده لاره تګ راتګ وايي، د يادې لارې د تړل کېدو له امله د شمالي ولايتونو خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو، خو دا چې اوس ياده لار بېرته پرانيستل شوه، خلک به کابل او په دې لاره پرتو نورو ولایتونو ته ته په اسانۍ تګ راتګ وکولی شي.

زيار مومند چې د کندوز ولايت اوسېدونکی دی او د سالنګ پر لويه لاره تګ راتګ کوي ازادي راډيو ته يې وويل:

" دغه دوو – درې مياشتو کې ما دوه سفرونه وکړل، زه د خاواک او شيبر پر لارو لاړم، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو، اوس ژمی دی پر خاواک او شيبر باندې واوره وي، موټرې نه‌شي تللی، اوس خوښ يو چې د سالنګ لاره بياځلي پرانيستل شوه."

سالنګ کې ډېرځله، په ځانګړي ډول د ژمي پر مهال خلکو د لارو له خرابوالي او بندیدو زیات شکایتونه کول
سالنګ کې ډېرځله، په ځانګړي ډول د ژمي پر مهال خلکو د لارو له خرابوالي او بندیدو زیات شکایتونه کول

د بلخ یوه اوسیدونکي روح الله وویل:

" زه ډېر خوشاله يم چې د سالنګ لاره پرانيستل شوه، دا درې مياشتې کېدې چې خلکو تګ راتګ د خاواک پر لاره کاوه، ډېرې ستونزې وې، خدای ج دې وکړي چې ياده لاره يې په معياري ډول او ښه کيفيت سره جوړه کړي وي."

پر ياده لاره تلونکي موټرچلوونکي هم وايي چې د سالنګ لارې د تړل کېدو له امله به دوی د خاواک او شيبر پر لارو تګ راتګ کاوه، چې د د دوی په خبره د لارې د خرابوالي له امله به ډېری وخت ترافيکي پېښې هم رامنځته کېدلې.

د دوی له ډلې زمان خان ازادي راډيو ته وويل:

" د خاوک لاره ډېره خطرناکه وه، موټرو په‌کې ډېر عوارض کول، ترافيکي پېښې په‌کې ډېرې وې، د سالنګ لاره دوه برابره وه، چلوونکو ته يې ډېر زيان اړوو، سپاريانو ته هم له اقتصادي اړخه ګرانه تمامېده، د يو کس څخه تر دوه زره افغانيو پورې کرايه اخيستل کېده."

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې ملي ټلوېزيون د طالبانو حکومت د ټولګټو چارو د سرپرست ملاعيسی ثاني په حواله ویلي چې سالنګ لاره اوس‌مهال يوازې د وړو موټرو په مخ پرانيستل شوې ده او بار وړونکي موټرې پرې تګ راتګ نه‌شي کولی.

د سالنګ تونل چې ۲،۶۷ کیلومتره اوږد دی، د پخواني شوروي اتحاد په مرسته د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۴ کلونو ترمنځ، د شپږو کلونو په موده کې جوړ شوی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG