د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

د سالنګ لارې د تړل کیدو دوام؛ یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي: پر بدیلو لارو تګ راتګ ډېر ستونزمن دی


تصویر له ارشیفه، د سالنګ لویه لاره
تصویر له ارشیفه، د سالنګ لویه لاره

په داسې حال کې چې د خلکو او وسایطو د تګ راتګ پر مخ د سالنګ لویې لار له تړل کیدو تر څلوېښتو زیاتې ورځې تېرې شوې، خو لا هم دغه لار نه ده پرانیستل شوې.

دا لویه لار د بیارغونې په موخه تړل شوې ده.

یو شمېر مسافر چې له کابل څخه د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته تګ راتګ کوي شکایت کوي چې پر بدیلو لارو تګ راتګ وخت ګېره، ستونزمن او ګران کار دی.

مینه چې تازه له مزارشریف څخه کابل ته راغلې، په دې اړه یې ازادي راډیو ته وویل:

" لاره ډيره خرابه ده، په ساعتونو منتظر پاتې شوو، کرایه هم لوړه شوې. په پخوا وختونو کې به مو د سالنګ له لویې لارې ډیر ښه تګ راتګ کوو. له حکومته غواړم چې ژر تر ژره دې د سالنګ لاره خلاصه کړي. "

د کابل ولایت اوسیدونکی، احمد شعیب چې څو ورځې وړاندې یې جوزجان ته سفر کړی، د سالنګ لارې د بدیلو لارو د ستونزو په اړه وايي:

" موږ چې تللي وو، لارې ډيرې ستونزې درلودې، په هر ځای کې به موټر بند پاتې کیدو بیا به خلک ښکته شول او موټر به یې ټېله کاوه، څو د خټو او له کندې څخه ووځي. که د سالنګ لاره خلاصه نه شي، په ژمي کې له دې لارې څخه سفر به ډير ستونزمن وي. "

د سالنګ تونل د بنسټیزې بیارغونې په موخه د روان کال د سنبلې میاشتې په ۱۹مه نیټه د سالنګ د لویې لارې له تړل کېدو وروسته، ډېر مسافر وړونکي او بار وړونکي وسایط د پنجشېر ولایت له شېبر او یا خاواک کوتل څخه تګ راتګ کوي.

یوه موټر چلوونکي، زبیر، د سالنګ لارې د بدیلو لارو د ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"لاره ډېره خرابه ده، موټرونه زیات دي، مستري نه پیدا کیږي. رستورانتونه نشته. موږ ډیر منتظر پاتې شوو ځکه د سالنګ لاره تړل شوې او په دې لاره کې ستونزې ډيرې زیاتې دي."

د يوه مسافر وړونکي شرکت استازى عنايت الله هم وايي چې د سړکونو د خرابوالي له امله د دوى د بسونو فعاليتونه په ورځني ډول له شلو موټرو څخه يو موټر ته راټيټ شوي دي.

د سالنګ لارې د بیارغونې د پيل او تړل کیدو نږدې یوه نیمه میاشت پوره کیږي
د سالنګ لارې د بیارغونې د پيل او تړل کیدو نږدې یوه نیمه میاشت پوره کیږي

عنایت الله زیاتوي:

" زموږ د موټرونو موډل ۵۸۰ دي. استهلاک یې خورا زیات شوی، نه یې پوز پاتې کیږي نه پمپر. ټول ټوټه ټوټه کیږي، ځکه لاره خامه ده. په غرونو لګیږي. کله چې له دې خوا څخه ځي یا له هغې خوا څخه راځي، جوړیدو ته اړتیا پیدا کوي. "

هغه تاييدوي چې د يوه کس کرايه له ٧٥٠ افغانيو څخه ١٣٠٠ افغانيو ته لوړه شوې، ځکه چې د ده په وينا، لاره اوږده شوې، د تېلو مصرف ډېر شوى او د دوى موټرونه زیات له تخنيکي ستونزې سره مخ کيږي.

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې چټکې کړي او د مسافرو او بار وړونکو موټرو پر مخ یې پرانیزي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت، مطبوعاتي مسوول محمد اشرف حق شناس، په دې اړه د پوښتنو له ځوابولو ډډه وکړه.

هغه تر دې مخکې ازادي راډيو ته ویلي وو چې د سړک جوړولو پروژې وخت نيسي او هرکله چې د سالنګ تونل د بيارغونې چارې بشپړې شي، دغه لويه لاره به د مسافرو او موټرونو پر مخ پرانيستل شي.

د سالنګ لویه لار چې د افغانستان له مهمو ترانزیتي لارو څخه ده، د افغانستان نهه شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل او ختیځو او سویلي ولایتونو سره نښلوي چې هره ورځ له دې لویې لارې سلګونه موټرې تګ راتګ کوي.

د سالنګ تونل د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۴ کلونو ترمنځ او د شپږو کلونو په موده کې جوړ شوی چې وخت په وخت بیارغونې ته اړتیا پیدا کوي.

XS
SM
MD
LG