د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د رغونې لپاره د سالنګ لارې تړل کېدل؛ بدیلې لارې کومې دي، موټر چلوونکي څه پکې وایي؟


د سالنګ تونل د رغونې یوه برخه
د سالنګ تونل د رغونې یوه برخه

د طالبانو د فواید عامې وزارت سر له ننه د سالنګ لویه لاره، د تونل او د دې لارې د رغیدو لپاره د مسافرو پر مخ بنده کړې ده.

له افغانستانه رسنۍ راپور ورکوي، چې یوازې به د شپې په مخه لویو باري موټرو ته اجازه وي چې پر دې لارې تیر شي؛ هغه هم داسې چې په نوبت به ځي او یوه شپه به موټر له جنوبي سالنګه شمالي سالنګ ته ځي او بله شپه به برعکس له شماله جنوب ته حرکت کوي.

د طالبانو د فواید عامې وزارت په وینا، مسافر به د شیبر کوتل او غوربند درې له لارې ځي راځي، خو دا لاره د سالنګ د لویې لارې په څیر پخه نه ده او کنډې کپرې ده.

د شبیر په نوم د پروان یوه اوسیدونکي ازادي راډیو ته په یوه پيغام کې وویل چې باید مسافرو ته د سالنګ پر لاره د تګ راتګ لپاره وخت وټاکل شي.

نوموړی وایي: "د شیبر کوتل په لاره موږ نه شو تللی، ځکه چې لاره خرابه ده، لرې ده او مسافر ستړي کوي. موږ ته دې یو وخت وټاکي؛ که د شپې په مخه وي که د ورځې په مخه وي چې مسافر ولاړ شي، راشي."

په سالنګ تونل کې د پاک کارۍ یو مخکینی انځور
په سالنګ تونل کې د پاک کارۍ یو مخکینی انځور

د پروان یو بل اوسیدونکی شیر محمد هم ورته نظر لري او زیاتوي چې د سالنګ د لویې لارې د رغیدو چارې دې ګړندۍ شي.

هغه ازادي راډیو ته وویل:" هیله من یوو چې زموږ دا لاره ژر جوړه شي او بله دا چې موږ ته دې وخت وټاکي، چې څه وخت په دې لاره که شپه وي که ورځ وي چې ولاړ شوو."

د طالبانو د فواید عامې وزارت اونۍ مخکې د مسافرو لپاره د شیبر د لارې د تګ راتګ خبر په هغه پيغام کې چې له رسنیو سره یې شریک کړی و نه و ورکړی.

دغه پيغام د فواید عامې وزارت د رسنیو مسوول محمد اشرف حق شناس ورکړی و.

په پيغام کې راغلي: " د سالنګ لویه لار د شنبې په ورځ د څوارلس سوه پنځه څلویښتم هجري قمري کال د محرم الحرام په اتلسمه د ترافیک په مخ بندیږي. خو د شپې له خوا به وسایطو ته اجازه وي چې پرې تیر شي، داسې چې یوه شپه له شماله جنوب ته بله شپه به له جنوبه شمال ته موټر د تګ اجازه لري."

د سالنګونو د حفظ او مراقبت د ادارې په وینا ښایي د سالنګ د لویې لارې د رغاونې چارې تر درېیو میاشتو پورې دوام وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG