د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

سرچینې: د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې


د سالنګ لویه لار چې په کې د اورلګېدنې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سالنګ لویه لار چې په کې د اورلګېدنې له امله لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پروان ولایت امنیتي سرچینې وايي، د سالنګ لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د پروان په چشت کې د طالبانو د امنیه قوماندان مل پاسوال عزیزالله عمر نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې د ژغورنې د ځواکونو له عملیاتو وروسته د سالنګ تونل دننه له سوځېدلو موټرو څخه پاکه شوې او اوس وړو مسافر وړونکو موټرو ته په لویه لاره د تېرېدو اجازه ورکړل شوې ده.

هغه وویل: "موږ د ماسپښین په یوه نیمه بجه لاره د مسافرو پر مخ خلاصه کړه. همدا اوس چې له تاسو سره مرکه کوم، د ماسپښین ۱:۲۶ بجې د سالنګ لویه لاره له دواړو خواوو څخه د وړو موټرو پر مخ خلاصه ده. لکه څنګه مې چې ویلي و تر دوو یا درېیو ورځو پورې به لویو موټرو ته هم د تګ اجازه ورکړل شي."

د تېرې جمعې په ورځ سهار وختي د سالنګ په تونل کې د تېلو په یوه ټانکر کې اور ولګېد، چې شاوخوا ۷۰ مسافر په کې مړه او ژوبل شول.

د دې پېښې له امله د سالنګ لويه لار نږدې پنځه ورځې او شپې د ترافيکو پرمخ تړل شوې وه.

سالنګ تونل کې دننه د اورلګېدو له امله د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
سالنګ تونل کې دننه د اورلګېدو له امله د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.

په پروان ولایت کې د طالبانو امنیه قوماندان وايي، چې له دوه درې ورځو وروسته به په سالنګ لویه لاره بار وړونکو موټرو ته هم د تېرېدو اجازه ورکړل شي.

نوموړی زیاتوي د سالنګ پر لويه لار د باروړنکو موټرو د تګ راتګ د ځنډ لامل دا دى چې دا لار څلور شپې او ورځې تړل شوې وه او د موټرو د ګڼې ګونې د رامنځته کېدو مخنيوى بايد وشي.

XS
SM
MD
LG