د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

ګارډين: د سالنګ اورلګېدنې پېښه کې ځینې جسدونه نه پېژندل کېږي


د سالنګ تونل کې د اورلګېدو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سالنګ تونل کې د اورلګېدو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ګارډين:

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډين ورځپاڼې د سالنګ تونل دننه د ټانکر چاودېدو او له کبله یې اوښتې مرګ ژوبلې باندې تمرکز کړی دی.

ګارډین لیکلي، د کابل ښار په ۱۳۰ کیلومترۍ کې پروت سالنګ تونل کې د تېلو ټانکر چاودېدو د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۹ تنه وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي.

ورځپاڼې د یکشنبې په ماښام د ځایي چارواکو په حواله لیکلي و چې یو شمېر کسان لا هم په تونل کې بند پاته دي او امکان شته چې د مرګ ژوبلې شمېر زیات شي.

ګارډین د پروان د روغتیایي چارواکو په حواله ویلي، یو شمېر جسدونه دومره سوځېدلي چې د پېژندنې نه دي.

سالنګ تونل په ۱۹۶۰ کال کې د پخواني شوروي اتحاد له خوا جوړ شوی چې د افغانستان د جنوب او شمالي سیمو د نښلېدو اصلي لاره ده.

تراوسه د دغه ټانکر د چاودلو دلیل روښانه نه دی او چاروکو هم د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

بزنس سټندرد:

بزنس سټندرد ورځپاڼې بیا په افغانستان کې په تعزیري سزاګانو له هغې ډلې دورو وهلو باندې د ملګرو ملتونو اندېښنې ته کتنه کړې.

ورځپاڼې لیکلي، له کله چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده خپلو قاضیانو ته وویل چې قصاص عملي کړي، عام محضر کې د دغه ډول سزاګانو پېښې زیاتې شوې.

مطلب کې د ملګرو ملتونو د تېرې جمعې ورځې اعلامیې ته اشاره شوې چې له طالبانو نه یې غوښتي، سملاسي دې دا ډول سزاګانې بندې کړي.

طالبانو د تعزیري سزاګانو د عملي کولو ننګه کړې او د اسلامي شریعت د تطبیق هڅه یې بللې، خو ځینو دیني پوهانو هم نیوکه کړې چې له اسلامي پلوه د دغو سزاګانو عملي کولو ته اوس شرطونه نه دي برابر.

د دغو دیني علماوو یو استدلال دا دی چې طالبان دا مهال حاکمیت لري، خو دغه حاکمیت یې کورنی او بهرنی مشروعیت نه لري.

دوی وایي، د تعزیري سزاګانو حقوقي شرط دا دی چې عملي کونکی حکومت یې باید مشروعیت ولري.

XS
SM
MD
LG