د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي د سالنګ لویې لارې د ژر پرانیستلو غوښتنه کوي


ارشیف: د سالنګ د تونل یوه څنډه
ارشیف: د سالنګ د تونل یوه څنډه

یو شمېر مسافر او موټر چلوونکي چې د کابل او د هېواد د شمالي ولایتونو ترمنځ تګ راتګ کوي، وايي چې د ژمي په رارسېدو او د واورې په ورېدو سره له نورو لارو تګ راتګ ورته ستونزمن او ګران کار دی.

په داسې حال کې چې د خلکو او وسایطو د تګ راتګ پر مخ د سالنګ لویې لار له تړل کېدو څه باندې دوه میاشتې کېږي، خو لا هم دغه لار نه ده پرانیستل شوې.

یو شمېر مسافر، چې له کابل څخه د هېواد شمال او شمال ختیځو ولایتونو ته تګ راتګ کوي شکایت کوي چې د ژمي په رارسېدو او بدیلو لارو کې له واورې ورېدو وروسته په دې لارو تګ راتګ نور هم ستونزمن شوی دی.

وروسته له هغې چې د سالنګ لویه لار د دې لارې د تونل د بیارغونې په موخه د روان کال د سنبلې میاشتې په ۱۹مه وتړل شوه، مسافر وړونکي او باروړونکي موټر د شېبر-خاواک له لارې تګ راتګ کوي.

عبدالله لعل، چې د سالنګ لارې په بدیلو لارو، خاواک او شېبر موټر چلوي وايي چې دا لارې ډېر وخت ګیره دي او په ځانګړي ډول اوس چې هوا مخ په سړېدو ده او د واورې ورېدل هم پیل شوي، له دې لارو تګ راتګ لا هم ستونزمن شوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "تېره اوونۍ د خاواک کوتل لار د واورې ورېدنې له امله د دوه ورځو لپاره بنده شوې وه. ستونزې ډېرې دي. سرک وړوکی دی، خامه دی، موټرونه په ډېرو ستونزو او سختۍ سره ځي."

د شمالي ولایتونو د مسافر وړونکو موټرونو د کمېسیون رییس محمد اسماعیل سخي زاده وویل: "د شېبر په لارې واورې دومره اغېز نه درلود، ځکه چې دلته دومره واوره نه ورېږي، خو په دې لاره ستونزه دا ده چې دوه درې ورځې وخت نیسي ځکه ګڼه ګوڼه وي، باروړونکي موټر هم په همدې لار تګ راتګ کوي. په پنجشیر لاره بار وړونکي موټر نه پریږدي یواځې مسافر وړونکي موټرونه ځي، خو د واورې او باران له امله دوه درې ورځې بنده وه."

یو شمېر مسافر، چې په دې لارو تګ راتګ کوي د لارې د خرابوالي تر څنګ د مسافر وړونکو موټرو د بیو له زیاتوالي هم شکایت کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی رفیع‌الله چې شمالي ولایتونه ته ډېر تګ راتګ کوي د سالنګ لویې لارې د بدیلو لارو د ستونزو په اړه وايي: "له یوې خوا نه سرک کنډ او کپر دی او له بلې خوا ګڼه ګوڼه زیاته وي نو مسافر په وخت نه رسېږي. دا ډېره جدي ستونزه ده چې موږ لرو او خلک شکایت لري. له بلې خوا د بسونو او مسافر وړونکو موټرونو کرایې ډېرې لوړې شوې دي."

د یوه خصوصي ټرانزیټي شرکت مسوول حبیب وردګ وايي چې د سالنګ لویې لارې له بندېدو وروسته توکي د میمنې له لارې د هرات او مزار ولایتونه تر منځ انتقالوي.

خو نوموړي د دې بدیلې لارې د ستونزو په اړه وویل: "خلک ډېرې لوړې کرايې ورکوي. مخکې د یوه نفر کرایه، د هرات-مزار لارې ۵۰۰۰ وه اوس ۷۰۰۰ افغانۍ ده. مخکې به ۳۲ ټنه بار انتقالېده اوس له هرات څخه د میمنې په لار ۲۰ ټنه بار انتقالېږي."

دوی د طالبانو له حکومته غواړي چې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې چټکې کړي او د مسافرو او باروړونکو موټرو پر مخ یې پرانېزي.

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت د مطبوعاتو برخې مسوول محمد اشرف حق شناس په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د نومبر په لومړۍ نېټه د طالبانو تر واک لاندې ملي تلوېزيون د سالنګ لویې لارې په اړه یو راپور خپور کړ چې په کې د پروان ولایت د اقتصاد رییس محب الرحمن رحیمي ویلي وو چې د دې لارې کار ۷۰ سلنه بشپړ شوی او شاوخوا دوه اوونۍ وروسته به د مسافرو پر مخ پرانیستل شي چې اوس له دې ژمنې دوه ورځې اوښتې دی.

د سالنګ لویه لار چې د افغانستان یو له مهمو ټرانزیټي لارو څخه ده، د افغانستان نهه شمالي او شمال ختیځ ولایتونه له کابل، ختیځو او سویلي ولایتونو سره نښلوي چې هره ورځ له دې لویې لارې سلګونه موټرې تګ راتګ کوي.

د سالنګ تونل د لومړي ځل لپاره د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۴ کلونو ترمنځ او د شپږو کلونو په موده کې جوړ شوی چې وخت په وخت بیارغونې ته اړتیا پیدا کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG