افغانستان
کابل کې د تیلو او ګازو بيې لوړې شوې دي

په کابل کې د تیلو او ګازو بیې زیاتې شوې دي.
د راپورونو له مخې، اوس مهال په کابل کې یو لیټر تیل په اتیا او يو کیلو ګاز په شپیته افغانۍ پلورل کېږي.
تر دې مخکې یو لیتر تیل شاوخوا شپیته افغانۍ پلورل کیده.
د پلازمېنې ګڼو اوسیدونکو د تیلو او ګازو د بییو لوړیدو ته اندیښنه ښکاره کړې ده.
په کابل کې له تیرې یوې میاشتې راهیسې د اکثرو خوراکي موادو بیې هم وروسته تر دې لوړې شوې، چې د سالنګ لویه لاره د رغاونې لپاره بنده شوه.
په کابل کې چارواکي وایي چې په نړیوالو بازارونو کې د سون د موادو بیې زیاتې شوې دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ډیکر: امریکا به هیڅکله د افغانانو لپاره د برابرۍ، ازادۍ او عدالت له دفاع لاس وانخلي

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره کرن ډیکر وايي، هېواد به یې هیڅکله د افغانستان د خلکو لپاره د برابرۍ، ازادۍ او عدالت له دفاع لاس وانخلي.
اغلې ډیکر دا خبره پرون یکشنبه د ډسمبر ۱۰مه په ایکسپاڼه باندې لیکلې ده.
نوموړې په دې ليکنه کې د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ٧٥مې کاليزې پر مهال زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د بشري حقونو د بنسټيزو حقونو ضمانت کوي چې هر انسان يې مستحق دی.
پرون د ډسمبر ۱۰مه د بشري حقونو ۷۵مه کلیزه ونمانځل شوه.
تېره ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ویلي وو چې د امنیت له ښه کېدو سره سره په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا هم کړکېچن دی.
طالبان: په هرات کې نامعلومو وسلهوالو قومي مشر 'ارباب نعیم خان' وژلی

په هرات کې د طالبانو د حکومت یوه چارواکي تایید کړه چې یو د ارباب نعیم خان په نوم یو قومي مشر پرون ماښام د دې ولایت په کشک رباط سنګي ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو په برید کې وژل شوی دی.
دغه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته په یوه پیغام کې وویل: "دا پېښه رښتیا ده او د هرات پولیسو ثبت کړې ده."
د ارباب نعیم یوه نږدې خپلوان غلام یحیی عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې په موټرسایکل سپرو بریدګرو ډزې کړي او په نتیجه کې یې ارباب نعیم وژل شوی او د زین الله عابد په نوم یو بل کس ټپي او اوس روغتون کې دی.
د راپورونو له مخې، ارباب نعیم په تېر حکومت کې د هرات ښار په شمال کې د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان و.
که څه هم طالبان څو څو ځله د یو شمېر پخوانیو پوځیانو او حکومتي چارواکو په وژلو کې په لاس لرلو تورن شوي، خو د طالبانو حکومت په دا ډول پېښو کې لاس لرل رد کړي دي.
په هرات کې طالب چارواکي هم ويلي چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ وروستۍ پېښه د شخصي دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
د افغانستان په شاوخوا اتو ولایتونو کې د واورې او باران د ورېدو اټکل شوی

د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې چارواکي د افغانستان په شاوخوا اتو ولایتونو کې د واورې او باران ورېدو د احتمال خبر ورکوي.
د هوا پېژندنې ادارې پرون د لیندۍ ۱۹مه په یوه بیان کې خبر ورکړی چې په راتلونکو دوو ورځو کې په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، بغلان، پروان، پنجشېر ولایتونو او سالنګونو کې د واورې او باران اټکل کېږي.
په داسې حال کې چې په افغانستان کې سوړ ژمی رارسېدلی او په دې ورځو کې د شمالي ولایتونو لارې په واورو پوښل شوي، د سالنګونو د لویې لارې کار دوام لري او دغه لاره لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلې نیپال ته ماتې ورکړه

د نولس کلنو ځوانانو د اسیا جام سیالیو په ترڅ کې افغانستان د ۷۳ منډو په توپیر نیپال ته ماتې ورکړه.
دغه سیالي د ډسمبر میاشتې په ۱۰مه نېټه د کابل پر وخت د یکشنبې پر سهار ۱۰:۰۰ بجې پیل شوې وه چې نیپال د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.
افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۶۱ منډې وکړې.
په افغان توپ وهونکو کې جمشید ځدراڼ سلیزه ووهله، هغه لومړنی افغان شو چې په روان اسیا جام کې سلیزه کوي.
ځدراڼ ۱۵۸ توپونه ولوبول، ۸ څلوریزې یې ووهلې او د لوبې په وروستي اور کې د پښې ټپي کېدو له امله ناسوځېدلې له لوبغالي ووت.
دغه راز بل افغان توپوهونکي نعمان شاه بیا په ۳۸ توپونو ۶۰ چټکې منډې وکړې.
نيپال په خپله پاڼۍ کې ۴۰.۱ اورونه ولوبول، ټولو لوبغاړي یې وسوځېدل او ۱۸۸ منډې یې وکړې.
یادې لوبډلې ته ارجون کومال ۹۱ منډې وکړې.
د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې لوبډلمشر نصیرخان او فریدون داودزي درې درې او محمدیونس ځدراڼ ۲ ویکټې واخیستې.
د یادو سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ سیالي هندوستان ته بایللې وه.
ټاکل شوې چې د روانې میاشتې په ۱۲مه نېټه افغانستان او پاکستان سره سیالي وکړي.
د یوناما مشره: طالبان دې د بشري حقونو مکلفیتونه ومني او درناوی یې وکړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما مشرې له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت د دغه هېواد د باثباته، سوله ییز او سوکاله راتلونکي د بنسټ په توګه د بشري حقونو مکلفیتونه ومني او درناوی یې وکړي.
د یوناما مشرې روزا اوتنبایووا نن یکشنبه په یوه اعلامیه کې ویلي، اوسني حاکمان، د ټولو هغو کسانو په وړاندې چې په افغانستان کې ژوند کوي، هم قانوني مکلفیت لري او هم تر دې پراخ مسوولیت لري چې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو بشري حقونه خوندي کړي.
نن د ډسمبر میاشتې لسمه، د بشري حقونو نړیواله ورځ ده او داسې وخت نمانځل کېږي چې ګڼو نړیوالو سازمانونو په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر اوسني وضعیت اندېښنه ښوولې ده.
څه باندې ۸۰۰ ورځې کېږي چې طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته نجونې له شپږم ټولګي پورته له نور تعلیم منع کړې دي.
دغه راز یې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر میاشت کې د نجونو او ښځو د پوهنتون زده کړې هم منع اعلان کړې او په غیردولتي موسسو، دغه راز د ملګرو ملتونو په ادارو کې یې د ښځو او نجونو کار هم منع کړی دی.
ریچارډ بینېټ له طالبانو د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ له طالبانو د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
هغه نن یکشنبه په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو غوښتنه کړې چې د څلورو فعالانو په ګډون بشري حقونو د ټولو مدافعانو، په خوشې کولو سره د بشري حقونو نړیوالې ورځې درناوی وکړي.
د بینېټ په وینا ژولیا پارسي، منيژه صدیقي، ندا پرواني او پریسا آزاده د سپټمپر له نولسمې نیول شوي او د طالبانو په توقیف کې دي.
په همدې حال کې د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم پرون شنبه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت له طالبانو د بشري حقونو د مدافعانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
هغې ویلي، ژولیا پارسي، منیژه صدیقي، ندا پرواني، پریسا آزاده او د بشري حقونو نور مدافعان چې د هغې په وینا یوازې د افغانانو د حقونو د دفاع له کبله په بند کې دي، خوشې کړای شي.
ډبلیو ایف پي: له پاکستانه شپه او ورځ افغانان په جبري ډول ایستل کېږي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، له پاکستانه شپه او ورځ افغان کورنۍ په جبري ډول ایستل کېږي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن په خپله ایکس شبکه یا پخواني ټویټر کې د خپل یوه کارکوونکي کفایت الله ویډیو خپره کړې چې وايي، په تورخم کې افغانستان ته له راتګ سره سم له دغو کورنیو سره ځینې اساسي مرستې کوي.
پاکستاني چارواکي وايي، په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې څه کم پنځه سوه زره افغانان افغانستان ته اخراج شوي دي.
له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهیر د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې ګړندی شوی دی.
طالبان: ترکي پانګوالو په افغانستان کې د مرمرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د طالبانو چارواکي وايي، ترکي پانګوالو په افغانستان کې د مرمرو پر کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ملي راډیو تلوېزیون چې د طالبانو په کنټرول کې دی، پرون ناوخته د طالبانو د کانونو او پټرولیم د سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور او د ترکیې د امي اوغلو مرمرو کمپنۍ د مشر رجب مصطفی د کتنې خبر ورکړی چې په افغانستان کې د پانګونې پر موضوع یې په خپلو کې خبرې کړې دي.
د خبر له مخې دلاور ویلي، په افغانستان کې پانګونې ته هر ډول زمینه برابره شوې ده.
ملي راډیو تلوېزیون تېره پنجشنبه راپور ورکړی و چې د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو تصدۍ ویلي، د بغلان د کرکرو له کان څخه د ورځې ۱۰۰ ټنه د ډبرو سکاره استخراجېږي.
طالبانو څه باندې دوه کاله مخکې پر افغانستان د ولکې له بیاټینګولو وروسته د افغانستان د کانونو سپړلو ته شدت ورکړی دی.
پر طالبانو انتقاد کېږي چې د کانونو په برخه کې یې تړونونه شفافیت نه لري او د افغانستان طبیعي شتمنۍ په کمه بیه پر بېلابېلو هېوادونو پلوري او استخراج یې هم په مسلکي ډول نه کېږي.
د نولس کلنو ځوانانو اسیاجام؛ افغانستان نیپال ته د ۲۶۲ منډو هدف ورکړ

د نولس کلنو ځوانانو د اسیاجام سیالیو په ترڅ کې افغانستان خپله دویمه سیالي له نیپال سره پیل کړې ده.
د دې لوبې پچه نیپال ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړه.
افغانستان د ۹ لوبغاړو سوځېدو پر سر په ۴۹.۳ اورونو کې ۲۶۱ منډې وکړې.
جمشید ځدراڼ لومړنی افغان توپوهونکی شو چې په روانو سیالیو کې سلیزه وهي، هغه چې د پښې د خوږېدو له امله په اخره کې له لوبغالي ناسوځېدلی ووت په ۱۵۲ توپونو یې ۱۰۶ منډې وکړې.
دغه راز نعمان شاه بیا په ۳۸ توپونو چټکې ۶۰ منډې وکړې.
د نیپال لپاره په توپ اچونه کې سوباش او دامي دوه دوه لوبغاړي وسوځول.
نیپال به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پیل کړي.
د ویلو ده چې د اسیاجام په ترڅ کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه هندوستان ته بایللې وه.
د بشري حقونو یوه افغان مدافع د طالبانو د بشري سرغړونو د مستند کولو غوښتنه وکړه

د بشري حقونو مدافع رحیم جامي غوښتنه کړې چې د طالبانو له خوا، له بشري حقونو د سرغړونې موارد باید مستند او وڅېړل شي.
د ښاغلي جامي څرګندونې د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا برخې پرون پر خپله اېکس شبکه (پخواني ټویټر) خپرې کړې دي.
ښاغلي جامي په خپلو څرګندونو کې د دغو سرغړونو د مستند کولو لپاره د قوي حساب کتاب غوښتنه کړې ده.
د نومبر میاشتې ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیواله ورځ وه چې په دې مناسبت د بېلابېلو سازمانونو له خوا یو ۱۶ ورځنی کمپاین پیل شوی دی.
د بخښنې نړیوال سازمان له هغې راهیسې هره ورځ د ښځو د حقونو او د بشري چارو د مدافعانو څرګندونې خپروي.