د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۴

درې کلونه بې‌سرپناه ژوند؛ د پکتيکا زلزله‌ځپلي: تر اوسه خېمو کې ژوند کوو


په پکتيکا ولايت کې د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې د ۲۲مې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور
په پکتيکا ولايت کې د ۲۰۲۲ کال د جون د میاشتې د ۲۲مې د زلزلې له امله د رامنځته شوې ويجاړۍ يو انځور

د پکتيکا په ګيان ولسوالۍ کې یوشمېر زلزله‌‌‌ځپلي وايي، له‌‌دې پېښې څخه د درېیو کلونو په تېرېدو سره لا هم په خېمو کې ژوند کوي.

"په هغه زلزله کې چې په ګیان کې وشوه زموږ کور په بشپړه توګه ویجاړ شو. نړیوالو سازمانونو د سرپناه په برخه کې موږ سره مرسته ونه‌کړه.
د ګيان ولسوالۍ يو زلزله‌ځپلی

یو له دوی څخه چې د موضوع د حساسيت له امله يې نه‌‌غوښتل په راپور کې یې نوم واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل چې دی او کورنۍ يې لا هم په خېمو کې ژوند کوي.

هغه وايي: "په زلزله کې مې د کورنۍ پنځه غړي شهیدان شول. څاروي مې په بشپړه توګه له‌‌‌منځه ولاړل. درېیم ژمی را ورسېد خو لا هم په خېمه کې ژوند کوو. له‌‌‌دې ژوند څخه درته څه ووایم، بیا هم مقاومت کوو."

د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی چې دا هم نه‌‌‌غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، په زلزله کې یې کور ویجاړ شو، خو هیڅ یو بنسټ یې په جوړولو کې ورسره مرسته ونه‌کړه.

دا کس وايي: "په هغه زلزله کې چې په ګیان کې وشوه زموږ کور په بشپړه توګه ویجاړ شو. نړیوالو سازمانونو د سرپناه په برخه کې موږ سره مرسته ونه‌کړه. په خېمه کې یوو. د بخارۍ او د سون‌توکو د اخیستو توان نه‌لرو. جدي ستونزو سره مخ یو. ګرمې جامې نه‌لرو او ژمی هم راورسېد، موږ ډېر خواشیني یوو، له یوې خوا سړه هوا او له بلې خوا د امکاناتو نه‌شتون. ستونزې ډېرې دي."

په پکتیکا کې د یو‌‌این‌‌ایچ‌‌سي‌‌آر له لوري زلزله‌ځپيلو ته نوي جوړ شوي کورونه
په پکتیکا کې د یو‌‌این‌‌ایچ‌‌سي‌‌آر له لوري زلزله‌ځپيلو ته نوي جوړ شوي کورونه

د پکتيکا ولايت ګيان ولسوالۍ کې شاوخوا درې کاله مخکې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې د ريښتر په کچه د ٦،١ درجې زلزله وشوه، چې تر زرو ډېر کسان په‌کې مړه او نږدې دوه زره نور ټپیان شول.

په بېلابېلو سیمو کې ګڼ‌شمېر کورونه او زېربناوې ویجاړې شوې.

خو د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو عالي کمېشنري په‌دې وروستیو کې د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د ۸۰۰ دایمي سرپناو د جوړولو اعلان کړی دی.

یادې ادارې د سه‌‌شنبې په ورځ (د نومبر په ۱۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دغه سرپناوې به ډېر ژر په هغو سیمو کې چې خلک سخت زیانمن شوي او په خېمو کې ژوند کوي، د ملګروملتونو د ځانګړي صندوق په مرسته جوړې شي.

د دې پلان موخه له ژمي څخه مخکې د مناسبو کورونو په برابرولو سره له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته ده.

د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال فدراسيون (IFRC) وايي، افغانستان د زلزلې پر وړاندې یو زیان‌ګالی هېواد دی او په تېرو درېيو کلونو کې په دغه هېواد کې شاوخوا ۴٠٠ زلزلې ثبت شوې دي.

دغه فدراسیون د نومبر په ۴مه د یوه راپور په خپرولو سره وویل، افغانستان د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو د خطرونو په وړاندې څلورم او د زیانمنتیا او چمتوالي له پلوه، د اقلیمي تطابق په نړیوال شاخص کې په څلورویشتم او شپږویشتم ځای کې دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG