د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر چمن دروازه د سیمهییزو خلکو په تذکره او شناختي کارډ د تلو راتلو سهولت بېرته لغوه کړ.
د پاکستان حکومت د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سپین بولدک-چمن په دروازې د ځايي خلکو په شناختي کارډ او تذکره د تلو راتلو سهولت لغوه کېدو اعلان په داسې حال کې کړی چې دغه دروازه له تېرو دریارلسو میاشتو په راپدېخوا له پاسپورټ او ویزې پرته د خلکو د تګ راتګ پر مخ وړاندې تړلې ده.
د پاکستاني سرحدي ايفسې ځواکونو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې د نومبر له ۱۷مې څخه په دې دورازه له پاسپوﺭټ او ويزې پرته د خلکو تګ راتګ منع دی.
دا اعلان په داسې حال کې شوی چې د دغې پرېکړې پر وړاندې د چمن د ځايي اوسېدونکو لهخوا احتجاج روان دی.
اڅکزی وايي: دا خو له يوه کال څه زنداني کېدل مقدمې پرې جوړېدې دا سهولت نه و، دا بنديز و دوى په دې اعلاميې سره خاص خپل يو کال لمانځي چې دوى تذکرې او شناخت کارتونه لغوه کړي دي.
د چمن پرلت يو تنظيمونکى او وياند صادق خان اڅکزي په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "دا سهولت له يوه کاله څخه نه و، دوى اوس وايي چې مونږ دا سهولت بېرته اخلو، چې سهولت نه وي را منځته شوى اخلي څه. دوى وايي، که له ١٨ وروسته څوک پر دې بارډر پرته له پاسپورټه تک راتګ کوي، زنداني کېږي، دا خو له يوه کال څه زنداني کېدل مقدمې پرې جوړېدې دا سهولت نه و، دا بنديز و دوى په دې اعلاميې سره خاص خپل يو کال لمانځي چې دوى تذکرې او شناخت کارتونه لغوه کړي دي."
د پرلت يو بل وياند غوثالله اڅکزى هم په دې اړه ازادي راډيو ته وويل چې دا ډول اعلاميې د دوکې په مانا ده دوى غواړي په دې اعلاميو سره ولس تېر باسي.
هغه وايي: "دغه اعلانات چې ګورې دا هم يو ډول دوکه ده، ځکه په دې بسته يو کال کې ۱۳ مياشتې يو کس هم په تذکرې اوشناخت کارډ باندې تګ راتګ نه دى کړى نو دا هسې يو نمايشي غوندې اعلان دى، يو دوکه ده، د خپل يو کلنۍ د ظلم او منافقې يو ستاينه ده، عنايتالله کاسي خو د عوامو سره ډېر ظلم وکړ."
د کرښې دواړو غاړو ته ځايي اوسېدونکي وايي، څو چې د دوى غوښتنې نه وي منل شوي، پرلت ته به دوام ورکوي، دوى پرته له پاسپورټ په شناخت کارډونو او تذکرو د تک راتګ اجازه غواړي.
د چمن اوسېدونکى وليخان وايي: "پر دغه دروازه مونږ په شناخت کارډ نه پرېږدي، ١٣ مياشتې مونږ دلته ناست يو، په والله که مو دا دروازه ليدلي وي، پنځه زره ماغوندې کسان شته."
د پرلت يو بل ګډونوال ثناالله هم ازادي راډيو ته وويل: "۱۳ مياشتې دلته ناست يو ۵۶ کلن يم، مونږ په دې دروازه نه پرېږدي دوى له مونږ نه پاسپورټ غواړي، پاسپورت نه لرو، نه يې وس لرو، مونږ د په شناخت کارډ پرېږدي."
دغه احتجاج د تېر کال د اکټوبر په ۲۱مه نېټه هغه وخت پیل شو کله چې د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه د سپین بولدک چمن په دروازه د تلونکو او راتلونکو کسانو لپآره پاسپورټ او ویزه لرل حتمي دي.
هغه مهال د پاکستان حکومت ویلي وو چې د ۲۰۲۳م د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به دغه پرېکړه عملي شي او دا ګام یې د امنیت د ټینګښت او قاچاق د مخینوي لپاره مهم بللی و.
د پاکستان د حکومت له دغه اعلان وړاندې په دغه سیمه کې د کرښې دواړو غاړو ته خلک په تذکرو او شناختي کارتونو تګ راتګ کاوه.