په کندهار کې د طالبانو د حکومت د کابینې غونډه شوې ده.
د طالبانو مشر ملاهبتالله اخندزاده د خپل حکومت سرپرسته کابینه کندهار ته ورغوښتې او هلته یې د کابینې د عمومي غونډې تر څنګ له دوی سره بېلابېلې ناستې کړي دي.
دا غونډه چې مخکې به په کابل کې د ریاست الوزرا او یا هم مرستیالانو په مشرۍ یې جوړېده، ویل کېږي چې په دې ورستیو کې د طالبانو د مشر په مشرۍ په کندهار کې جوړېږي.
په کندهار ولایت کې له موضوع ځینو باخبرو سرچینو د سهشنبې په ورځ ازادي رادیو ته وویل چې دا غونډې د روانې اوونۍ په لومړیو درېیو ورځو کې شوي چې په کې په بېلابېلو موضوعاتو لکه "د امر بالمعروف د نوي قانون په سر خبرې، خپلمنځي ناندرې، غوښتني او ګېلې" په کې شاملې وې.
دغو سرچینو ازادي راډیو ته هغه لېست هم رااستولی چې د کابینې په ناستې کې د ادلون بدلون په اړه پرېکړه شوې ده.
ازادي راډیو ته د دې لېست تر رسېدو وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد هم پر خپله ایکسپاڼه خپور کړ، خو نه یې دي ویلي چې څه وخت او چېرې یې دا ګمارنې شوي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد
کندهار ولایت کې ځینو خبریالانو هم ازادي راډیو ته د یادو ناستو جوړېدل تاييد کړي، خو دوی ویلي چې یادو ناستو رسنۍ نه وې بلل شوې او د دوی په خبره په "مخفي" توګه ترسره شوي چې آن دوی یې په اړه د راپور ورکولو اجازه نه لري.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد کې او په کندهار کې د دوی د حکومت د والي ویاند محمود عزام او د اطلاعاتو او کلتور رییس انعامالله سمنګاني په دې اړه د ازادي راډیو پرلهپسې اړیکې او پوښتنې ځواب نه کړې.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ګڼو نورو ولایتونو په ګډون په کندهار کې په کندهار کې هم پر رسنیو د ذی روحو یا ژوندیو موجوداتو د فلم او تصویر خپرېدو د بندیز له امله دا ډول مهمې ناستې چې د طالبانو د حکومت مشران او وزیران په کې برخه اخلي، د رسنیو له پوښښه پاتې کېږي.
خو د طالبانو مشر ملاهبت الله اخندزاده له دې بندیز مخکې هم، هېڅ وخت د رسنیو په وړاندې نه دی ظاهر شوی.