د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ یو نوی راپور خپور کړی دی.
بینېټ ویلي چې د دغه راپور موندنې به د راروانې نومبر میاشتې په لومړۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته وړاندې کړي.
ریچارډ بینېټ تېره شپه ناوخته په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې دغه راپور په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو، نجونو، ماشومانو او لږکیو د بشري حقونو خرابېدونکی وضعیت بیان کړی دی.
راپور کې راغلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو د درېیو کلونو په تېرېدو، د بشري حقونو نړیوالو منشورونو ته د درناوي په اړه د طالبانو د لومړنیو ادعاوو برعکس جبر او د بشري حقونو سرغړونې زیاتې شوي دي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د لاریون یوه څنډه
په دوام کې راغلي چې د طالبانو چلند د دوی په پالیسیو کې په ښکاره ډول لیدل کېږي چې څنګه پر ښځو او نجونو ظلم او زیاتی کوي.
د ریچارډ بینېټ د نوي راپور له مخې، څرګنده ده چې طالب چارواکي د نجونو او ښځو په مخ له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو یا پوهنتونونو د بیا پرانیستلو لږ یا هېڅ اراده نه لري.
د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانیستلو په تړاو له طالب چارواکو په وار وار غوښتنې شوي، خو دوی نه وايي چې کله به دا کار کوي.
د ریچارډ بینېټ په راپور کې ویل شوي، د طالبانو له چارواکو د حساب کتاب غوښتلو په برخه کې ناغېړي به نه یواځې له سزا د معافیت مسئله پياوړې کړي، بلکې احتمالاً طالبان به لا وهڅوي.

ارشیف: طالبانو د ۲۰۲۲م کال د ډسمبر په وروستیو کې د کابل پوهنتون په ګډون په ټول افغانستان کې د نجونو پر پوهنتوني زده کړو بندیز ولګاوه. اوس ریچارډ بینېټ وايي، طالبان له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونیزو ادارو د بیا پرانیستلو اراده نه لري.
د طالبانو حکومت د روان کال له اګست میاشتې افغانستان ته د ریچارډ بینېټ په ورتلو بندیز لګولی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بینېټ د ده په خبره د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده په غاړه درلوده، په پروپاګند بوخت و او یوه ډېره وړه مسئله یې لویوله.
د مجاهد په وینا، له همدې امله ریچارډ بینېټ ته نور اجازه نه ورکول کېږي چې افغانستان ته سفر وکړي.
ریچارډ بینېټ ویلي چې د ملګرو ملتونو لهخوا ټاکل شوي د یوه خپلواک کارپوه په توګه خپل مسوولیتونه په جدي توګه ترسره کوي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې په بشپړه بې طرفۍ سره راپور تیار کړی دی.
هغه زیاته کړې، سره له دې چې د طالبانو لهخوا افغانستان ته له ورتلو منع شوی، خو دی به د بشري حقونو د سرغړونو مستندولو ته دوام ورکړي او د وضعیت د ښهوالي لپاره به غږ پورته کړي.
د ۲۰۲۱م کال د اکټوبر په اوومه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا یو پرېکړهلیک تصویب کړ چې پر اساس یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت تاییدوي.
د ۲۰۲۲م کال د اپرېل په لومړۍ نېټه ریچارډ بینېټ په دې دنده وګمارل شو او د همدې کال د مې په لومړۍ نېټه یې په رسمي توګه خپله دنده پیل کړه، څو څو ځله یې افغانستان ته سفرونه وکړل او د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې راپورونه جوړ کړل.