د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، د سپین بولدک-چمن دروازه کې پر تګ راتګ د پاکستان د حکومت له لوري د لګول شويو محدیتونو له کبله زرګونه سیمهییز کسان بېکاره شوي دي.
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه پرتې سپین بولدک والسوالۍ ځايي چارواکي وايي، د سپین بولدک-چمن پر لار د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې حتمې کېدو د ګڼو ستونزو ترڅنګ دغلته زرګونه کسان بې روزګاره کړي دي.
د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد شفیق اڅکزي نن دوشنبه د اکټوبر ۲۸مه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه ځای کې له ۲۵څخه تر ۳۰زرو کسان به سهار او ماښام د غوټو د وړلو چې د لغړي کاروبار هم ورته وايي، روزي ګټله، خو دغه کسان له تېر یوه کال راهیسې په مطلقه توګه بېکاره شوي."
سمیع اغا وايي: زموږ خویندي اخوا واده شوي، ورینداریانو مو د کرښې له بلې غاړې دي، تګ راتګ مو بیخي زیات دی، زموږ مجبورۍ بیخي زیاتې دي، نهپوهېږم چې ژر کومه یوه درته ووایم.
په ورته وخت کې د سپین بولدک یوه اوسېدونکي سمیعالله آغا د وضع شویو محدیتونو له کبله د رامنځته شویو نورو ستونزو په اړه ازادي راډیو ته وویل: "ظلم هم پر موږ کېږي او بېرته مو وهي هم چې غږ مه پورته کوئ، زیات ظلم په موږ روان دی، دوی (د پاکستان حکومت) موږ سره بېلوي، زموږ خویندي اخوا واده شوي، ورینداریانو مو د کرښې له بلې غاړې دي، تګ راتګ مو بیخي زیات دی، زموږ مجبورۍ بیخي زیاتې دي، نهپوهېږم چې ژر کومه یوه درته ووایم."
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر په میاشت کې اعلان وکړ چې پر ډېورنډ کرښه د چمن او د کندهار د سپین بولدک ترمنځ د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزې لرل لازمي کوي.
هغه مهال د پاکستان حکومت ویلي وو چې د ۲۰۲۳م د نومبر له لومړۍ نېټې څخه به دغه پرېکړه عملي شي او دا ګام یې د امنیت د ټینګښت او قاچاق د مخینوي لپاره مهم بللی و.
د پاکستان د حکومت له دغه اعلان وړاندې په دغه سیمه کې د کرښې دواړو غاړو ته خلک په تذکرو او شناختي کارتونو تګ راتګ کاوه.
د پاکستان حکومت د دغه پرېکړې په غبرګون کې د بلوچستان په چمن ښار کې خلکو احتجاجونه پیل کړل چې د څه باندې یو کال په تېرېدو لا هم دوام لري.
د چمن پرلت یوه تنظیموونکی محمد صادق اڅکزی په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د پاکستان حکومت دغه پرېکړه موږ د کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه چې له ۷۰ کالو راهیسې تګ راتګ لرو، غم او ښادي مو یوه ده، سخت ځپلی یو، مړي مو پراته دي، خو دوی له موږه پاسپورټ غواړي، زموږ کلتور، عنعات او هر څه یې تباه کړل. که چېرته لار خلاصه نه شوه پرلتوال به سخت ګامونه واخلي چې پایلې به یې خطرناکه وي."
د اڅکزي په خبره که څه هم د پاکستان حکومت په کراتو د دوی پر وړاندې له زور او جبر څخه په استفادې فشار راوړی، خو دوی به هیڅکله له خپلې غوښتنې په شا نه شي.
د یادونې ده چې د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۳مه په خیبر کې د پښتنو قامي جرګې هم به زغرده اعلان وکړ چې ډیورنډ کرښه په رسمیت نه مني او پر ډيورنډ کرښه دې له پاسپورټ او ويزې پرته تګ راتګ وشي.