د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

د تېرې اوونۍ د جګړې له امله لاهم د سپین بولدک-چمن لاره نه‌ده پرانېستل شوې


د سپین بولدک-چمن پر لار ولاړ مسافرین
د سپین بولدک-چمن پر لار ولاړ مسافرین

د سپین بولدک - چمن لار پرون د درېیمي ورځې لپاره هم د مسافرو د تګ راتګ او سوداګرۍ پر مخ بنده وه.

دا لار د پنجشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وسله والې نښتې وروسته وتړل شوه.

په دې نښته کې چې ویل کېږي پر یوه ملکي افغان د پاکستاني ځواکونو له ډزو وروسته پیل شوه، د افغانستان لوري ته دوه ملکي افغانان ووژل شول او د څو طالبانو په ګډون ۲۷ ملکیان ټپیان شول.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي ویاند محمود اعزام بېګا ازادي راډیو ته وویل، د دې لارې د خلاصون لپاره هڅې روانې دي: "نن هم څه خبرې پرې شوې وې، خو دا ستونزه تراوسه پوره نه ده حل شوې. کوښښ کېږي چې ژر دا ستونزه حل شي. ستونزه انشاالله حل ده، خو دوی به خامخا پر یو طرزالعمل خبرې کوي. امید لرو چې دا مشکل به ژر حل شي."

د سپین بولدک چمن پر لار هر ورځ شااوخوا دوه زره کسان تګ راتګ کوي.

د دې لارې د بندېدو له امله د کرښې دواړو غاړو ته زرګونه خلک چې ناروغان او د هغوی پایوازان په کې دي بند پاتې دي.

د سپین بولدک چمن پر لار هر ورځ شااوخوا دوه زره کسان تګ راتګ کوي.
د سپین بولدک چمن پر لار هر ورځ شااوخوا دوه زره کسان تګ راتګ کوي.

دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې د خپلو ستونزو یادونه وکړه: "زما نوم خلیل الرحمان دی، موږ دې ته انتظار یو چې دروازه خلاصه شي. له موږ سره هم مریض دی نو دلته ډاکټرانو ځواب راکړی دی چې باید بلې خوا ته یې بوزو. موږ خو لا ښه یو د کندهار یو، د نورو ولایتونو خلک راغلي په شپو شپو دلته ناست دي.

-زما نوم هدایت الله دی. موږ درې ورځې کېږي چې انتظار کوو. له موږ سره یو مریض دی چې ډېر په تکلیف دی، ډاکټرانو د دوهم ځل لپاره غوښتي یو. موږ له امارته غواړو چې لاره خلاصه کړي."

د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادي رادیو ته وویل، پرون د کندهار د والي یوسف وفا په مشري له پاکستاني چارواکو سره د سپین بولدک- چمن د لاري د خلاصولو په اړه خبرې وشوې، خو د سرچینې په وینا دا غونډه له نتیجې پرته پای ته ورسېده.

د دې لارې د بندېدو په اړه پاکستاني لوري تر اوسه څه نه دي ویلي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG