د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

طالبان: په سپین بولدک کې له پاکستاني ځواکونو سره د نښتو په اړه څېړنې کوو


سپین بولدک- چمن لار
سپین بولدک- چمن لار

په سپین بولدک کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ په پرونۍ نښته کې دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پاکستاني ځواکونه د پېښې عاملان بللي خو ویلي یې دي چې لومړی مقابل لوري ډزې پیل کړې وې.

په همدې حال کې د کندهار د میرویس روغتون رئيس ډاکتر نعمت الله شهزاد ازادي راډیو ته وویل چې روغتون ته د ګڼو ټپیانو ترڅنګ د دوو تنو مړي هم ور وړل شوي دي.

شهزاد وایي:" تر اوسه پورې روغتون ته ۲۷ ټپیان او دوه مړي راوړل شوي دي."

په سپین بولدک کې نښتې ۲ کسان مړه او ۲۷ ټپیان کړي
په سپین بولدک کې نښتې ۲ کسان مړه او ۲۷ ټپیان کړي

دا له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، په سپین بولدک کې له پاکستاني ځواکونو سره د طالب ځواکونو دوهمه نښته ده.

په پرونۍ جګړه کې دواړو خواوو د یو بل په ضد له وسلو کار واخیست.

د سیمې یوه اوسېدونکي لالی ماما فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې پاکستاني پوځیانو له درنو وسلو کار اخیست.

خو د پاکستان مرکزي حکومت او همداراز په چمن کې ځايي چارواکو تر پرون ناوخته پورې د دې پېښې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه او د ازادي او مشال راډیوګانو د خبریالانو پوښتنو ته یې ځواب ونه وایه.

ارشیف؛ د سپین بولدک-چمن په لار تلونکي افغانان
ارشیف؛ د سپین بولدک-چمن په لار تلونکي افغانان

په سپین بولدک کې ځايي خلکو ویلي چې جګړه وروسته له دې ونښته چې پاکستاني پوله ساتونکو یو افغان ماشوم وواهه خو د پاکستان په خوا کې سیمه ییزو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې پاکستاني پوځیانو وروسته له دې پر طالبانو ډزې پیل کړې چې طالبانو پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري نصب شوی ازغن تار غوڅ کړ.

که څه هم پاکستاني چارواکو خپلې خوا ته د مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویلي خو راپورونه وايي چې د چمن ښار په روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، سره له دې چې پاکستاني ځواکونه د برید په پیلولو تورن کړي، وایي په دې اړه څېړنې کوي چې دا پېښه ولې وشوه.

XS
SM
MD
LG