د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

د سپین بولدک-چمن لار لا هم تړلې؛ سوداګر: لسګونه موټر تازه مېوې مو خوسا شوې


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کندهار د تازه میوو سوداګر وايي، د سپين بولدک ولسوالۍ د لارې د تړل کېدو له امله تېرو ۱۲ ورځو کې په لسګونه موټره تازه مېوه خوسا شوي او که حالت همداسې دوام وکړي، نو سوداګرو او باغ لرونکو ته به نور هم درانه مالي زيانونه واوړي.

دوی د مېوې د فصل تر پايته رسېدو پورې د لارې د خلاصېدو غوښتنه کوي.

په کندهار کې د تازه مېوې د فصل له پېل سره سم د سپين بولدک ولسوالۍ لار له تېرو ۱۲ ورځو راهيسې د طالبانو له خوا د سوداګرو او هر راز تګ راتګ پر وړاندې تړل شوې ده.

د لارې تړل کېدو تر ټولو ډېر زيان د دغه ولایت باغ لرونکو او سوداګرو ته اړولی او په سلګونه موټر تازه مېوه یې د لارې د پرانېستل کېدو په انتظار خراب شوي دي.

د کندهار د سوداګرۍ خوني مشر حاجي نصرالله زهیر وايي، د لارې د تړلو دوام به سوداګر او د انارو باغ لرونکې له سلګونه ميلیونه افغانۍ زيان سره مخ کړي: "که موږ د دغه دربدرۍ سره مخامخ شو او زموږ انار ونه وځي، موږ په زرهاوو میلیونه افغانۍ تاواني شو او دا اکثره د بزګر او بن لرونکو تر اوږو خېژي."

د تازه میوو يو شمېر سوداګر وايي، سلګونه موټره وچه او تازه میوه هم په موټرونو کې بار پاتې او د خرابېدو په حال کېده ده.

سوداګر وايي، که لاره همداسې تړلې وي، نو دوی ته به درانه مالي زیانونه واوړي چې جبران به يې کلونه کلونه وخت واخلي.

دی له طالب چارواکو غواړي چې د تازه مېوو د فصل تر خلاصېدو پورې د سپين بولدک لار د سوداګرو پر مخ پرانيزي.

د کندهار ولایتي چارواکو د سپین بولدک او چمن تر منځ د دروازې د تړل کېدو په اړه تازه څرګندونې نه دي کړي ، خو له دې وړاندې یې په يوه اعلاميه کې ویلي و چې لار يې له افغانانو سره د پاکستاني ملېشو د ناسم چلند له امله بنده کړې ده.

XS
SM
MD
LG