ايي‌او‌ايم: تېرو درې مياشتو کې نږدې اته لکه افغانان له خپله هېواده وتلي دي

د هغو افغانانو د موټرو انځور چې د نيمروز له لارې ايران ته قاچاقي تېرېږي.

د کډوالو نړیوال سازمان (ايي‌‌او‌ايم) په خپل یوه تازه راپور کې ويلي، په تېرو درې میاشتو کې اووه لکه، ۸۶ زره او ۷۶۹ افغانان له خپل هېواده وتلي دي.

ايي‌‌او‌ايم په خپل دغه درې میاشتني راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د میزان يا تلې په ٣٠مه یې خپور کړی او د روان زېږدیز کال له جولای تر سپتمبر میاشتې پورې موده یې تر پوښښ لاندې راوستې زیاته کړې چې، په دغه موده کې نږدې نهه لکه، ٧٣ زره او ۶۹۶ تنه نور افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي هم دي.

"د کابل تر سقوط وروسته ډېرو خلکو کډوالۍ ته مخه کړه، ما هم د امنیتي مسایلو او د ښه ژوند لپاره کډوالي غوره کړه، چې د افغانستان په شرایطو کې يې نامکمن وو.
رفيع‌الله رفعت، پاکستان کې افغان کډوال

دې سازمان دا هم ویلي چې، دا شمېرې له ايران او پاکستان سره د افغانستان له ١١ هم‌پولو سيمو راټولې شوې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په‌دې راپور کې چې د نږدې ۹۱ زره کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، ویلي چې، دغه افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله لکه د اقتصادي فرصتونو لټه، امنیت، روغتیایي خدماتو ته لاس‌رسی، د کورنۍ له غړو سره د لیدنې او لنډمهاله سفرونو لپاره په دغو پولو تګ راتګ کړى.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې په پاکستان کې ځینې مېشت افغان کډوال وایي، دوی د ناامنیو او بې‌کارۍ له امله افغانستان پرېښی دی.

رفیع‌الله رفعت چې یو له‌دې کډوالو څخه دی، له ازادي راډیو سره یې په خبرو کې يې وویل: "د کابل تر سقوط وروسته ډېرو خلکو کډوالۍ ته مخه کړه، ما هم د امنیتي مسایلو او د ښه ژوند لپاره کډوالي غوره کړه، چې د افغانستان په شرایطو کې يې نامکمن وو. که څه هم په پاکستان کې هره ورځ په تشويش تېریږي، خو بیا هم د افغانستان په پرتله دې ځای ته ترجیح ورکوم."

د کډوالۍ نړيوال سازمان زیاته کړې چې، په دغه موده کې نږدې نهه لکه، ٧٣ زره او ۶۹۶ تنه نور افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي هم دي.

د افغانستان په بل ګاونډي هېواد ايران کې ځینې نور افغان کډوال وایي، ایران ان هغه کډوال هم باسي چې قانوني اسناد لري.

محمد عیسی چې په‌دې وروستیو کې له ایرانه ایستل شوی، ازادي راډیو ته یې وویل: "زه په تهران کې زېږېدلی یم، اسناد مې هم درلودل، څلور ځلې یې خوشې کړم، خو په وروستۍ ځل یې زما اسناد ونه منل او په زور یې له پولې واړولم، ما په ایران کې مزدوري کوله."

په دې اړه نور: نصيراحمد اندېشه: افغانان له تېرو درې کلونو راهيسې د بشر د تاريخ تر ټولو ستره کډوالي تجربه کوي

د کډوالو نړیوال سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې، اوس‌‌‌مهال نږدې شپږ میلیونه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې مېشت دي، چې د ۲۰۲۴ کتل تر سپتمبر پورې د نږدې څلور میلیونه په ایران او تر دوه میلیونو د زیاتو هم په پاکستان کې اټکل شوی دى.

تر دې وړاندې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (يو‌اين‌‌ايچ‌‌سي‌‌ار) راپور ورکړی و چې، افغانان په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوي او له‌دې پلوه یې سوريايي وګړي شاته کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۶ لکه او ۴۰ زره افغان کډوال ډېری له ایران، پاکستان او ترکیې څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.