ايران کې يوشمېر افغان کډوال: له ډيپورټ کېدو مخکې هڅه کوو ترکيې ته پر قاچاقي لارو لاړ شو

ارشيف

یوشمېر هغه افغان کډوال چې له ایرانه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، دا ورځې هڅه کوي چې په قاچاقي لارو ترکیې ته ولاړ شي.

د محمد په نوم يو افغان چې له ايرانه ترکيې ته د تګ نيت لري وايي: "موږ له خپل مرګ سره لوبې کوو، ۸۰ څخه تر ۹۰سلنه ګواښ دی او ۱۰سلنه له پولې د تېرېدو چانس."

"د تهران وضعیت ډېر خراب و، هغه کسان چې پاسپورټ یې هم درلود، نیول کېدل او بېرته یې په زور ایستل.
محمد ايران کې يو افغان کډوال

نوموړی له هغو لسګونو افغان کډوالو څخه دی چې، ادعا کوي په تېرو اوونیو کې په ایران کې د افغانانو لپاره د ژوند شرایط ډېر سخت شوي او تل د ایران د پولیسو له ناوړه چلند سره مخامخ کېږي.

محمد وایي، له‌دې وېرې چې افغانستان ته ډیپورټ نه‌شي، غواړي په غیر قانوني لارو ترکيې ته واوړي.

هغه دا پرېکړه د ستونزو د حل لپاره يوه چاره ګڼي، خو د "بد" او "ډېر بد" ترمنځ یې د "ډېر بد" انتخاب ګڼي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "د تهران وضعیت ډېر خراب و، هغه کسان چې پاسپورټ یې هم درلود، نیول کېدل او بېرته یې په زور ایستل. د ترکیې لاره هم ډېره سخته او ګواښوونکې ده، هوا هم سړه ده، اوس موږ د ماکو پر پوله یو، شاوخوا ۶۰ کسان یو، کورنۍ هم راسره دي، په ایران کې شرایط سخت دي او په افغانستان کې ډېر زیات سخت."

ویل کېږي چې د ایران حکومت د افغان کډوالو د ایستلو هڅو په‌دې هېواد کې د انساني قاچاق بازار تر بل هر وخت ډېر ګرم کړی دی.

هغه افغانان چې لا هم په پټه په ایران کې ژوند کوي او د ایستلو له ګواښ سره مخ دي، دوه انتخابونه لري: یا له ایرانه افغانستان ته ایستل کېږي او یا ترکیې ته سفر، هغه لار چې تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو لپاره مرګوني ثابته شوې ده.

ډېری کډوال هڅه کوي، په سختو، مرګوني او قاچاقي لارو اروپا او امريکا ته ځان ورسوي.

زبور یو بل افغان کډوال دی چې، په ایران کې دی او ترکیې ته د تلو نیت لري، په‌داسې حال کې چې پوهېږي دا سفر له ګواښونو ډک دی.

"یوه ډله تېرېږي او بله ډله نه تېرېږي، یا بېرته راوګرځول شي یا د ترکیې د پولیسو لاس ته ولویږي، وهل کېږي، ټکول کېږي.
ايران کې يو افغان کډوال

نوموړي ازادي راډیو ته وويل: "یوه ډله تېرېږي او بله ډله نه تېرېږي، یا بېرته راوګرځول شي یا د ترکیې د پولیسو لاس ته ولویږي، وهل کېږي، ټکول کېږي. چانس دی نو، که چانس و، کېدای شي تېر شو، که نه، بېرته به راوګرځوو. حالات داسې دي چې بالاخره مجبور یو انتخاب وکړو او افغانستان خو معلوم دی، بې‌کاري او بدبختي ده."

د ایران په خاوره کې افغان کډوال له‌دې وېرې چې افغانستان ته ونه‌شړل شي، مجبوریږي، ځانونه ترکیې ته ورسوي.

دا په‌داسې حال کې ده چې تازه ځینو ایراني چارواکو ویلي چې، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۲۷۰ زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته لېږلي دي او د روان کال تر پایه به دوه میلیونه نور افغانان هم وباسي.

د یادونې ده چې افغان کډوال په‌داسې حال کې هڅه کوي په غیر قانوني لارو ترکیې ته ځانونه ورسوي چې، په‌دې وروستیو میاشتو کې دې هېواد هم د غیر قانوني پناه‌ غوښتونکو د ایستلو عملیات سخت کړي او افغانان په ترکیه کې هم له پولیسو د ناوړه چلند شکایت کوي.

په دې اړه نور: ترکيه کې د کډوالو له حقونو سرغړونه؛ د بشري حقونو د څار سازمان پرې اندېښنه ښودلې

ان تر دې مخکې "پولیتیکو"، "اشپیګل" او ځينو نورو رسنیو د خپلو موندنو پر بنسټ راپور ورکړی چې، افغان او سوریایي پناه‌ غوښتونکي په ترکیه کې د ایستلو په مرکزونو کې سختې ورځې تېروي او له وهلو ټکولو او ناوړه چلند سره مخ دي.

دې رسنیو راپور ورکړی چې، په‌دې مرکزونو کې پناه‌ غوښتونکي په زور اړ ایستل کېږي چې د "په خپله خوښه يا غوښتنه" د بېرته ستنېدو اسناد لاسلیک کړي.

دوی وړاندې ویلي، په‌دې مرکزونو کې پناه‌ غوښتونکي له غیر صحي شرایطو، زیاتې ګڼې ګوڼې او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.