له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل؛ مک‌کنزي: القاعده او داعش خپلې وړتياوې بېرته رغولي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال کېنټ فرانک مک‌کنزي

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان وایي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره القاعده او داعش ډلو خپلې وړتیاوې بېرته ورغولې.

د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام پخوانی قومندان جنرال کېنټ فرانک مک‌کنزي وايي، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره موافق نه و او دا چې له‌دې هېواده د امریکايي ځواکونو په وتلو سره داعش ډله او القاعده شبکه پیاوړي شوي دي.

نوموړي چې د ۲۰۱۹م له مارچ د ۲۰۲۲م کال تر اپرېل میاشتې پورې د سنټکام قومندان و، پرون دوشنبه د اکټوبر په اوومه یې له یوه امریکا سي-ایس‌پي‌اې‌این تلوېزیون سره په یوه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پروسه بریالۍ وه؟ زیاته کړه: "تاریخ به قضاوت وکړي چې ایا له افغانستان څخه د وتلو پرېکړه سمه وه او که نه او هغه څه چې د داعش او القاعدې لپاره مهم دي د دې وړتیا موندل دي چې بیا منسجم شي او بالاخره د امریکا پر خاوره برید وکړي."

ارشیف: د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۲۱مه له کابل هوايي ډګر څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو یو انځور

دغه پخوانی امریکایي چارواکي دا هم وویل چې امریکا دا مهال په سیمه کې ۴۵۰۰۰ ځواکونه ځای پر ځای کړي، خو په‌دې اړه یې ډېر جزیات ورنه‌کړل.

جنرال مک‌کنزي دا هم وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو په وتلو سره روسیه زړه‌وره شوه چې وروسته یې په اوکراین برید وکړ.

په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت نومې وسله‌والې ډلې او القاعدې شبکې د پیاوړي کېدو په تړاو د جنرال مک‌کنیزي د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د تېرې جمعې په ورځ د اکټوبر په څلورمه د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د مسکو فارمټ غونډه کې وویل، داعش له افغانستانه بهر مرکزونه لري او له سیمې هېوادونو یې وغوښتل چې دوی ته دې جلب او جذب اجازه نه ورکوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي

تر دې مخکې د تېرې سپټمبر په ۳۰مه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي وو، داعش خراسان څانګه د پاکستان په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې روزنیز مرکزونه لري او مشران یې هم په پاکستان کې اوسي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تازه دا ادعا رد کړې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو په ګډون امریکايي چارواکو په افغانستان کې د داعش او القاعده د موجودیت او د پیاوړي کېدو په اړه اندېښنې ښودلې وې.

نژدې یو میاشت مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش د دغه سازمان امنیت شورا ته په خپل یو راپور کې افغانستان کې د داعش خراسان څانګې له اړخه له پولو بهر د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړی و.

ګوتېرېش د سیمې او اروپایي هېوادونو بریدونو لپاره افغانستان د داعش د پلانونو خطرناکه اډه بللې وه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتېرېش

بلخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا د تېرې فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې وویل، القاعده شبکې په افغانستان د روزنې اته مرکزونه جوړي کړي او د دې شبکې جګپوړي چارواکي لا هم په‌‌دې هېواد کې شته.

ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د طالبانو حکومت له القاعده شبکې سره په نژدې اړیکو تورن کړی او په یو راپور کې یې ویلي وو چې دغې شبکې د افغانستان په څو ولایتونو کې روزنیز مرکزونه او تاسیسات جوړ کړي، خو د طالبانو حکومت دغه راپور رد کړی و.

دا په‌داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې حملې زیاتې شوي دي.

یوازې په تېره وږي یا سنبلې میاشت کې د داعش ډلې خراسان څانګې په کابل او دایکندي کې د دوو بریدونو مسوولیت ومانه چې د طالبانو حکومت د شمېرو له‌مخې، په ‌دغو دواړو بریدونو کې ۲۰ کسان ووژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي وو.