نن د اکتوبر پنځمه د ښوونکو نړيواله ورځ ده؛ يوشمېر افغان ښوونکي وايي دوى زياتې پاملرنې ته اړتيا لري او بايد ستونزې یې هوارې شي.
د ننګرهار ولایت د خېوې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد شفیق شریفزی له پنځلسو کلونو راهیسې د ښوونکي دنده ترسره کوي.
نوموړي ازادي راډيو ته وويل، په اوسنيو شرايطو كې يې مياشتنۍ تنخوا د كورنۍ د لګښتونو لپاره بسنه نهكوي او يوه برخه يې ښوونځي ته د تګ لپاره د موټر په کرايه لګوي.
"تنخواه کمه ده، د ژوند اړتياوې نه پوره کوي، ځکه چې بيې لوړې دييو ښوونکی
هغه وايي: "تنخواه کمه ده، د ژوند اړتياوې نه پوره کوي، ځکه چې بيې لوړې دي، د برېښنا بيل او نور لګښتونه، تنخوا هم کمه اخلو، ډېره برخه يې په کرايه کې ځي، ښوونکي له ډېرو ستونزو سره مخ دي."
نيلوفر بیا چې مخکې د کابل ښار په يوه وړکتون کې ښوونکې وه وايي، په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو ورسته يې دنده له لاسه ورکړه او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان ده.
نوموړې ازادۍ راډيو ته وويل، زلمی زوى يې ناروغ دى او د درملنې لپاره يې پيسې نهلري: "تېر کال د اسد په میاشت کې موږ کور ناستې شوو، نن سبا مې ورځ ډېره بده ده، زه یو ناروغ زوی لرم چې ۱۶ کلن دی او دوامدارې درملنې ته اړتیا لري، د زوی د درملنې لپاره پیسې نهلرم، مخکې مې چې تنخوا وه دا وس مې درلود، زه غواړم چې بېرته د اکار اجازه راکړل شي، چې د زوی درملنه او خپلې نورې ستونزې هوارې کړم."
له شپږم ټولګي پورته يوشمېر نجونې چې له زدهکړو بېبرخې شوي وايي، د ښوونکي د ورځې نمانځل دوى لپاره ډېره ځانګړې ورځ وه، خو د دوی په خبره په تېرو څو کلونو کې په افغانستان کې پر زدهکړو د طالبانو حکومت د بنديزونو له امله دا زمينه ورته نهده برابره شوې، چې له خپلو ښوونکو د مننې په پار دا ورځ ونمانځي.
لهدې ډلې زینت ازادي راډیو ته وویل: "مخکې لهدې چې اسلامي امارت راشي د ښوونکي ورځ د زدهکوونکو او ښوونکو لپاره ځانګړې او په زړه پورې ورځ وه، زدهکوونکو به ورته اوونۍ مخکې تیاری نیولو، خو اوس چې دا زمینه نهده مساعده، تېر یادونه مو ځوروي."
خو سږ د طالبانو حکومت د ښوونکي د ورځې په نماځلو هم بندیز لګولی دی.
په هغه مکتوب کې چې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزیر محمد خالد حنفي په لاسلیک دولتي او خصوصي ښوونځيو ته لېږل شوی او یوه کاپي یې ازادي راډیو هم تر لاسه کړې، د ښوونکي ورځ نمانځل پهکې منع اعلان شوې او ویل شوي، هغه ورځې چې په اسلام کې هیڅ اساس نهلري او د غیرمسلمانانو لهخوا نومول شوي باید له نمانځلو یې ډډه وشي.
نن د اکتوبر پنځمه نېټه د ښوونکي له نړیوالې ورځې سره برابر ده.
په افغانستان کې دا ورځ له اوږدو کلونو راهیسې د جوزا په درېیمه نمانځل کېده، خو د تېر جمهوري نظام په وروستیو کې بیا د میزان دیارلسمې نېټې ته ولېږدول شوه.
دا چې سږکال دا ورځ د جمعې او رخصتۍ له ورځې سره برابر وه، افغان زدهکوونکو وغوښتل چې پنجشنبه یې ونماځي، خو کابل او ولایتونو کې یوشمېر زدهکوونکو او ښوونکو پرون ازادي راډیو ته ویلي وو، چې اجازه نهده ورکړل شوې.
په دې اړه نور: کابل کې د ښوونکي ورځې د نمانځلو مخنیوی؛ یو شمېر زدهکوونکي او ښوونکي د طالبانو دې اقدام ناهیلي کړيد زدهکړو د برخې کارپوهان په ټولنه کې د ښوونکو رول خورا ارزښتناک بولي او ورنه په جدي ملاتړ ټینګار کوي.
د دوی له ډلې فضلالهادي وزین ازادي راډيو ته وویل: "له بدهمرغه په افغانستان کې له پخوا راهیسې د ښوونکو وضعیت ښه نهدی، اوس هم هغه ډول ورته پاملرنه نهکېږي لکه څنګه چې اړتیا ده، معاشونه یې کم دي او ډېری یې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي، حکومت او خلک باید د ښوونکو د مالي او معنوي وضعیت د ښه کولو لپاره هڅې وکړي."
ازادي راډیو هڅه وکړه چې په افغانستان کې د ښوونکو د ستونزو او غوښتنو په اړه د طالبانو د حکومت د پوهنې د وزارت له ویاند منصور احمد حمزه سره خبرې وکړي، خو هغه د ازادي راډيو د خبريال پوښتنې ځواب نهکړې.
د يادونې ده چې د اکتوبر پنځمه په ۱۹۹۴ ميلادي کال کې د ملګروملتونو د تعليمي، علمي او کلتوري سازمان "يونسکو" لهخوا "د نړۍ د ښوونکو د ستايلو، ارزولو او لوړولو" او د زدهکړو او ښوونکو د مسايلو د څېړلو اړوند فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د ښوونکي د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.