د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۵ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

ځینې ښوونکي او زده‌کوونکي: طالبانو په زور مونږه د خپلې درېیمې کلیزې مراسمو ته ورغوښتي وو


د طالبانو د درېیمې کلیزې له مراسمو یو انځور
د طالبانو د درېیمې کلیزې له مراسمو یو انځور

د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر خلک په ځانګړې توګه ښوونکي او د ښوونځیو زده‌کوونکي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت دوی ګواښلي چې د دوى د حکومت د درېیمې کلیزې د لمانځلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د خوست د یوه ښوونځي ښوونکی وايي چې طالب چارواکو په جبري ډول د ښوونځيو زده‌کونکي او ښوونکي اړ کړي څو د طالبانو د حکومت د درېيمې کليزې په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ده په خبره په خوست ښار کې په ښوونځيو او دوکانونو کې د طالبانو د حکومت بيرغ ځړول هم اجباري شوي وو.

هغه زیاتوي: "د بيرغونو موضوع هم وه، يعنې له ټول ښار او کليو څخه يې په زور او جبر غوښتي وو چې د دوى بيرغونه دې په ټولو دوکانونو وځړول شي، دوکانونه هم اړ وو چې دا کار وکړي او کومو دوکانونو چې سرغړونه کړې وه تړل شوي وو."

د غزني ولایت د یو شمېر ښوونځیو مسوولان هم ورته ادعاوې کوي.

د غزني ولایت د یوه ښوونځي یوه ښوونکي، چې ده هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د حکومت قوماندانۍ او استخباراتو د دې ښوونځي ښوونکو او زده‌کوونکو ته د ګواښ په بڼه په استولي لیک کې غوښتي چې باید په دې مراسمو کې برخه واخلي.

هغه وايي: "هغوی له ټولو ښوونکو څخه رسمي غوښتنه وکړه چې راشئ او زموږ په جشن کې برخه واخلئ. زموږ ډېری ښوونکي لاړل، ما هم هڅه وکړه چې لاړ شم ځکه چې دوی به بيا وروسته زما لپاره ستونزې جوړوي، قومندانۍ او استخباراتو جدي خط لېږلى و چې بايد مراسمو کې ګډون وکړو."

د دې ادعاوو په اړه د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چارواکو نظر هم وپوښتل شو، خو د دغه راپور د خپرېدو تر مهاله یې د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ورنه کړ.

په کابل او ولایتونو کې د طالبانو حکومت په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ درېیمه کلیزه د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۱۴مه د بېلابېلو مراسمو په ترسره کولو ولمانځله.

په کابل کې د یوه خصوصي ښوونځي یوه ښوونکي د نوم د نه ښودلو او غږ د بدلون په شرط ازادي راډيو ته وویل چې د طالبانو دغه غوښتنه نه یوازې پر نارینه ښوونکو او نارینه محصلینو، بلکې د پوهنتون پر استادانو هم تطبیق شوې.

د طالبانو د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې له مراسمو یو انځور
د طالبانو د بیا واکمنېدو د درېیمې کلیزې له مراسمو یو انځور

هغه د پوهنتون د یوه استاد په حواله وويل: "پرون د تخنیکي پوهنتون یو استاد سره مخ شوم او ویې ویل چې له ما څخه د حتمي ګډون غوښتنه شوې ده."

د دې ادعاو په اړه د طالبانو د حکومت له وياند ذبيح‌الله مجاهد وپوښتل شو، خو نوموړي تر دې دمه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو په ټولنیزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي چې په‌کې ماشومان او تنکي ځوانان ليدل کېږي چې د ښوونځي ماشومان، دي يو رنګ جامې او خولۍ اغوندي او د طالبانو بیرغونه یې په لاس کې وي.

د ازادي راډيو هڅه وکړه چې د ښوونځي له يو شمېر هغو نارينه زده‌کوونکو سره خبرې وکړي چې د طالبانو د حکومت له‌خوا په دې مراسمو کې د ګډون لپاره اړ شوي وو، خو هغوى له څه ويلو ډډه وکړه.

سبا پنجشنبه د اګست ۱۵مه هغه ورځ ده چې طالبانو کابل ونيوه او د خپلې واکمنۍ بیا پیل يې اعلان کړ، خو د دوی حکومت تر اوسه د کورنی او نړیوال مشروعیت په تر لاسه کولو نه دى بريالى شوى.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG